لیکوال: ډاکټر ASKY

ژ محمداکبر حقمل معینزی

لومړی: د خپل ژوند ګرانې ملګرې ته مو لومړی ځل لږ خوشبوی ګانې یوسئ. که چېرې یې خوښې شوې، نو هغه به په خپله ستاسو څنګ ته راشي او بوی به یې کړي او که چېرې یې خوښې نه شوې، نو دا بیا د مینې پیاوړی اړخ نه دی؛ بلکې بله لار غوره کړئ. دویم: که غواړئ په موټر او یا نورو ځایونو کې مو د زړه بدوالی او کانګې کول(استفراق) ودروئ، نو ویلنی وژویئ او یا هم د ویلني په څېر د یوه بل ورته بوټي پاڼې او بېخونه وژویئ! دریم: آیا ددې اړتیا شته، چې باوري دروغ ووایي؟ کله نا کله باوري دروغ هم مزه کوي؛ څوک، چې له بشپړو شرمناکو جزئیاتو سره کیسه کوئ، نو څوک پرې د دروغو شک نه کوي بلکې هغه څه، چې تاسو هم غلي کړئ. څلورم: که تاسو د نباتي خواړو خوړونکي یاست، نو دا هڅه مه کوئ، چې تاسو د نباتي خواړو درکوونکي څاروي هم په نباتي خواړو عادت کړئ؛ ځکه کېدای شي د مړینې لامل یې شي. پنځم: لېوالتیا: په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کسانو پوسټ ددې لامل ګرځي، چې ستاسو ذهنونه مثبت کړي او مثبتو او نېکو اړیکو ته مو وهڅوي. او دا یوه ګټوره پانګونه ده. شپږم: د تیارې لپاره د رڼا سترګې: که چېرې غواړئ په رڼا کې د شپې توره تیاره وانګېرئ او بیا په تیاره ځای کې مو سترګې د شپې په څېر کار وکړي، نو سترګې مو په همدې رڼا ځای کې پټې ونیسئ او په تیاره ځای کې یې پرانیزئ، چې ددې کار په کولو سره به وکولای شئ د شپې په څېر هر څه ووینئ او سترګې به مو رڼا نه وي اخیستې. اووم: بهر ته د سفر لپاره: که چېرې تاسو غواړئ د یوه داسې ښار سفر وکړئ، چې هېڅ پکې بلد نه یاست او نه پوهېږئ، چې څه ترسره کړئ، نو تاسو اړ یاست، چې یوه اونۍ مخکې یوه هوټل ته زنګ ووهئ او ورته ووایئ، چې موږ راتلونکې اونۍ له تاسو سره یو او هره پوښتنه مو، چې درلوده نو باید په همدې وخت کې یې ترې وکړئ. محمداکبر حقمل معینزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *