هرانسان په خپل ژوندانه کی دخپل فکر او سوچ زیږنده دی. په نړۍ کی هرڅه چی ستاسی نوی ترسترګوکیږی دانسان د ژور فکر له برکته اختراع شوی.زیاتره وخت انسان نه هغه څه جوړیږی کوم چی دده په فکرکی راګرځی په لنډو کی داویلی شو چی دانسان ژوند دهغه دفکر انعکاس اوانګازه ده.
په ژوندانه کی هم موخوته درسیدولپاره ترټولو مهم سالم اورغوونکی فکرکول دی چی د خپل ژوند لپاره ځانګړی موخی وټاکواو دلاسته راوړلولپاره یی په ژوندکی مبارزه وکړواولاس ته یی راوړو.
دهدفمند ژوند ددومره ګټوسره بیاهم ډ یرخلک په خپل ژوند کی مشخص هدف نه ټاکی دا مختلف لاملونه لری چی ځینی یی په لاندی ډول څرګند یږی:
1. هدف بې ارزښته ګڼل:
زیاتره خلک په ژوند کی دهدف ټاکلو په ارزښت نه پوهیږی داځکه چی له داسی ملګرو سره اویاهم کورنی کی یې ژوند کړی وی چی هلته څوک دژوند په هدف هیڅ ډوله تبصره هم نه وی کړی اویا داچی په داسی ټولنه کی ژوند کوی چی هلته دژوند هدف ټاکل کومه خاصه معنی اواهمیت نلری هرڅه په اټکلی ډول روان وی کله داسی هم وی چی هدف ټاکی خو هغه ته ډیراهمیت نه ورکوی او د هغه تعقیب نه کوی.
2. دهدف په ټاکلو نه پوهید ل:
بله مهمه مسله داده چی څینی خلک په دی نه پوهیږی چی څنګه خپل هدف وټاکی اوتردی هم خطرناکه داده چی ډیرخلک دافکر کوی چی ما خپل هدف ټاکلی دی په داسی حال کی چی دوی دخپل ژوندانه د خیالونو اوتصوراتو مجموعه راټوله کړی وی اوهغه ته دهدف نوم ورکوی لکه ؛ خوشحاله ژوندکول دښه فامیل لرل، او یا هم د ډیرو پیسو پیداکول دا ټول په حقیقت کی د ژوند اهداف ندی ځکه چی هدف یو داسی شی دی چی مونږیی اندازه کوی شو او په دی پوهیږی چی کله به یی ترلاسه کوی. ښه ژوند کول، یا ډیری پیسی لرل دا یو عام ځانګړنه ده چی په ډیرو انسانوکی یوشان شتون لری.
3. د ناکامیدو ویره:
ځینی ددی لپاره هدف نه ټاکی چی ویرږی په خپل هدف کی ناکام او پاتی رانشی داځکه چی دوی دمالی تاوان او روانی ناراحتیو څخه زیات په ویره کی وی داهم دوه مهم حالته لری یوداچی دغه کاریی تجربه کړې وی یعنی دوی د خپل هدف ته درسیدولپاره بی ساری مالی روحی او جسمی قربانی ورکړی وی خو هدف یی نه وی ترلاسه کړی اوبیا نه غواړی چی هغه حالت تکرارکړی اویاهم داچی دوی داویره لری چی کداشی داسی کاروشی چی دوی ناکامه شی په هرحالت کی د دوی دهدف نه ټاکلو علت ددوی درونی ویره وی.
4. د رد اوانتقاد ویره:
ډیرددی لپاره هدف نه ټاکی چی دخلکو او ټولنی لخوا دانتقاد لاندی رانشی دوی په دی نظر دی که خپل هدف وټاکی اوله ټولوسره یی شریک کړی د ده دهدف دنه لاسته راونی په صورت کی به دی دخلکو ترانتقاد لاندی راشی چی خپل هدف کې ولی ناکام شو اویا ده یی وړتیا نلرله همداوجه ده چی زیاتره خلک چی یو هدف ټاکی نو دخلکو سره یی نه شریکوی وروسته یی بیا نتیجه شریکوی یعنی چی کله یی چې لاسته راوړ بیا یی د خلکو سره وروستي پایله شریکوی ځکه دوی ویریږی که دوی داهدف لاسته رانه وړ نو دټولنه به ورته په ټیټه سترګه وګوری.
