ګڼ خلک ژمنې ډېرې، خو عمل کم کوي او دغه ډول خلک په ټولنه کې د هغو خلکو په پرتله ډېر وي، کوم چې عمل ډېر او ژمنې کمې کوي.

خو په جامعه کې محبوب او مطرح خلک همهغه وي، چې د خلکو غوښتنو ته ښه کوي، خو په عمل کې د خلکو د تقاضاوو په پوره کولو کې پاتې راځي، پاتې راتلل په دې مانا نه چې ګوندې د خلکو کارونو ته یې د ډېرو بوختیاوو په وجه لاس رسی نه دی کړی؛ بلکې له خلکو سره د کړو ژمنو د پوره کولو وړتیا نه لري.

موږ د خپل ژوند ډېرې برخې پخپله د غیر معقول افراط او تفریط په حدودو کې داخل کړې دي. ولې هغه څه وایو، چې بیا یې په عمل کې نه شو ترسره کولی او ولې هغه عمل کوو، چې پر وړاندې د نورو د منفي غبرګونونو درک راته د زغم وړ نه وي؟
ځیني خلک ځکه منفي خو اصلاحي او انتقادي نظریات نشي درکولی چې دی د خپلې پوهې پر ځواک استدلال نه کوي او ډېر کله تقلیدي خبرې او د نورو خلکو هغه خبرې د خپل منطق لپاره مطرح کوي، چې ښايي هغه خبرې نورو خلکو ته درستې او کره خبرې نه وي.

د مناقشې او مناظرې اصول او قواعد مراعت کول، غوره اخلاقي ښېګڼه ده.   خو لا هم  ډېر شمېر ځوانان د مناقشي او بحث اخلاقي او نور نزاکتونه  نه مراعتوي او تل د قانع کوونکي منطق او ځواب په ځای داسې څه وايي چې له چټیاتو پرته ورته بل څه نه  شو ویلی.

زما په نېږدې قریبانو کې یو څوک همداسې یوه ستونزه لري، له نن نه کابو یوولس کاله مخکې به ده په کلي، کور، جومات، حجره او هر هغه ځای کې چې لس کسان به پکې راټول وو، اسلامي دیني ارزښتونه او اصول داسې تعریف او تبلیغول چې په ناستو خلکو به د ده بلیغې او فصیحې وینا دومره ژور اغیز کړی وه، لکه د کلي کوم نکلچي چې درته د ادم خان او درخانۍ داستان وايي. له دې ښاغلي سره ډېر اسان مهر وه بس چې ښوونځي ته به د نجونو د تګ خبره راغله، ده به در پسې غږ کړ چې خدای دې حلاق کړه کافر شوې، نجونې څنګه مکتب ته لېږې، هلته خو ورته د کفر دین ورښئ.  د دې ښاغلې نیوکې به تل په ښځو وې لومړی د خپل کور او بیا یې د خپل قریبانو ښځې له خدای ورکړو انساني حقونو څخه محرومې ساتلې وي او حتا په ځینو ځایونو کې خو یې د ظلم ډېر بریدونه هم مات کړي وو.
دیني او مذهبي مقدساتو ته د درناوي له مخې اوسمهال په ځینو مواردو کې د ده کلک دریځۍ او قاطیعت ته د هو ځواب ویل پکار دي او په ځینو ځایونو کې چې ده پخوا کوم دریځ لره او اوس پکې نرمښت راغلی سړی ډېر خوش باوره شي.

خو پوښتنه دا ده چې څه لامل وه، چې دی له نن نه دوولس کاله پخوا د داسې یوه دریځ څښتن وه چې په ګڼو ځایونو کې یې نظریات د اسلامي او انساني ارزښتونو سره په سخت ټکر کې وو؟
زه د ده د پخواني او اوسني دریځ پرتله داسې کوم:

دا چې دی اوسمهال خپل پخواني دریځ ته ژمن نه دی او په ځینو ځایونو کې ترې تیروتنې شوي او ځينې خبرې یې پخې او دیني نقش یې غښتلی دی د نظر هغه برخې ته یې هر څوک ژمن او درناوی ساتي، یانې کوم څه چې د اسلام مقدس دین حکم کوي هغه ورسره هر سړی مني؛ خو د تیروتنو د برخې په اړه وایم چې ښايي هغه وخت د دې د پوهې سطحه ټیټه وه او یا یې هم تر ډېره د ټولنې په سنتي او دودیزې برخې عقیده زیاته وه.

 دی چې اوسمهال په کوم دریځ دی، د دې لامل دا کېدای شي چې په تېرو کلونو کې په سیاسي ، اقتصادي، ټولنیزو، پوهنیزو او نورو بېلابېلو برخو کې بې ساري تحول او بدلون دې ته هڅولی وي،  چې د پوهې سطحه یې لوړه شوې او د سنتي ټولنې ډېر ناوړه برېدونه یې مات کړي دي.

بلاخره ژمنتیا، ثابت دریځ او قاطعیت هغه غوره ځانګړنه ده چې د ټولنې د کم شمېر خلکو په خټه کې اغږل شوې وي. نو عقیدوي ارزښتونو ته درناوی، د هېواد د ابادۍ، د افغانستان ملي ګټو ته ژمنتیا، د ملي یووالي لپاره هڅې، د پوهې او پرمختګ لپاره په ځان کې چټک ځواک پیدا کول او د قومي، سمتي او ژبنیو مسایلو په اړه د ملي فکر او متوازین حالت غوره کول، هغه برخې دي چې افغان انسان پکې ثابت او قاطع دریځ ولري.

 

0 thoughts on “ځینې خلک ولې ثابت دریځ نه لري؟! / خالد تکل”
  1. تکل صاحب ډیر مننه
    واقعاً ډیره اغیزمنه لیکنه مو تر سره کړی ده. په قلم مو برکت شه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *