دولتي محلي سرچینې ادعا کوي، چې د ځینو ولسواليو امنیه قوماندانان د هغه پلاوي د کار ممانعت کوي، چې د پولیسو په لیکو کې له اعاشې اباطې د غلاوو اړوند قضیو د پلټنو لپاره جمهور ریس ګمارلی دی.
په دې پلاوي کې هر ولایت او ولسوالۍ ته درې درې کسان د ۱۳۹۶ کال په ورستیو کې د ولسمشر د ځانګړي حکم په اساس ګمارل شوي چې د پولیسو د خوراک، پوښاک، تیلو، تدارکاتو وضعیت په هره ولسوالۍ کې له نږدې وڅاري او د هغه ادعاوو پربنسټ څیړنه وکړي چې پولیسو په لویه کچه مطرح کړې دي.
په ځینو ولسواليو کې محلي چارواکي ادعا کوي چې امنیه قوماندانان دوی ته د کنترول او نظارت اجازه نه ورکوي، څو موارد خو داسې دي، چې د پلاوي غړي د امنیه قوماندانانو کسانو وهلي ډبولي هم دي.
د پلاوي ځینې غړي په یو تعداد امنیه قوماندانانو ادعا لري، چې ددوی د فساد او غلاوو ددوسیو د رسوا کیدو له وېرې دوی له پلاوي سره نه یوازې چې مرسته نه کوي جدي ګواښونه یې هم ورته کړي دي.