ځینې واقعیتونه باید ومنو

ژباړه حقمل معینزی

په ژوند کې ډېر داسې مسائل دي، چې موږ یې د کابو کولو وړتیا نه لرو او سل په سلو کې پېښېدونکي دي او یا هم شتون لري، خو اړینه دا ده، چې باید موږ یې د یوه واقعیت په توګه ومنو او یوازې ښه اړخ ته د اړولو هڅه یې وکړو.

ژوند باید هغه ډول ومنو په کوم ډول چې جریان لري او په باید ورسره خوښ او خوشحاله واوسو. که چېرې ناخوښ واوسو، نو معلومه خبره ده، چې حقیقت نه منو.

دا باید ومنو چې تېروتنې لرو او هېڅ کس له تېروتنو پاک نه دی.

تر ټولو غوره درسونه له تر ټولو ستونزمنو تجربو زده کېږي. موږ په ژوند کې ماتې خورو او باید ویې منو. که ماتې نه وي، نو د بریا خوند نشته.

په بریاوو مغرور یا ځان غوښتونکي کېږئ مه او له ماتې څخه مه ناهیلي کېږئ.

په ناسم مدیریت سره لږ مهاله ډېرې پیسې، ډېرې ستونزې منځ ته راځي؛ ښه مدیریت هغه دی، چې لږ پیسې اما بې ستونزې او د تل لپاره وي.

دا هم باید منو، چې موږ په ډېرو شتو نشو خوښ او خوشحالېدلای.

د نورو په ظاهري بڼو باید ونه غولېږو هغه هم زموږ په څېر بې وسه دي.

زموږ ډېری بحثونه او خبرې بې ارزښته دي.

هر څه ته هر کس په بېل بېل نظر ګوري.

د ماتې منل بیا لاس په کار کېدل بیاځلې د ساده ژوند پیلولو دي.

موږ د خپل عمر اوږدوالی په خپله لنډوو.

بد عادت مو دا دی، چې د بریا بدله نه ورکوو.

بد عادت مو دا دی، چې کله بریالي شو، نو بیا د نورو بریاوو هڅه نه کوو او ډېر ژر مړېږو.

بد عادت مو دا دی، چې له بریا وروسته مغرور یا ځان غوښتونکي کېږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *