که هر کله ولسي جرګې په بدو یادوو دا به ښه ښکار نه وي، خو که هر کله یوه خبره راځي، ځینې وکیلان پکې شته چې د ملي ګټو خلاف دریږي او د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره لابي کوي.
نو ځینو وکیلانو د ولسي جرګې نوم بد کړی او ټول خلک په پارلمان بد وایي، په ولسي جرګه کې دننه وکیلان هم په ځینو وکیلانو شرمیږي چې عقديي او مفسد سیاستونه کوي چې هېواد ته یې هیڅ ګټه نه رسیږي خو تاوانونه یې زیات وي.
اوس چې ولسي جرګه دوه برخې شوې، یوه برخه یې د ملي امنیت د رییس استیضاح غواړي او بله برخه یې غواړي پوه شي چې د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی ولې استیضاح کیږي.
هغه ډله چې غواړي د ملي امنیت عمومي رییس استیضاح کړي، له ملي امنیت غوښتنې لري چې ملي امنیت ورسره نه دي منلي، ۳۳ وکیلان چې د ملي امنیت له ریاست سره د جاسوسۍ، قتل، غلا،نشه يي توکو او انسان تښتونو دوسیې لري، له معصوم ستانکزي غواړي چې دا دوسیې یې تر انتخاباتو ختمي کړي.
دا ډله وکیلان باور لري چې د ټاکنو د کمپاینونو پرمهال به ملي امنیت دا دوسیې افشا کړي او د دوی د بریالیتوب مخه به ونیسي، دې ډله وکیلانو ځینې نور ملګري هم پيدا کړي چې د ملي امنیت له رییس د باور رای واخلي.
جالبه دا چې تراوسه د ملي امنیت د رییس د استیضاح څرنګوالی نه دی مالوم چې ولې او په څه دلیل استیضاح کیږي او ولې ترې باید د باور رای واخیستل شي، د ملي امنیت رییس ولې هغه مهال نه استیضاح کیده چې کابل او ولایتونو کې لوی بریدونه وشول، هغه مهال یې د استیضاح وخت و، اوس خو هر څه سم روان دي، د ترهګرو ډلو مرکزونه په نخښه کیږي، هره ورځ ترهګر نیول کیږي، زندانونه پرې ډک دي، هره اونۍ کې دوه درې د لویو بریدونو مخه نیول کیږي.
ولسي جرګه کې اکثریت غړي د ملي امنیت د رییس له استیضاح سره ځکه مخالف دي چې د ملي امنیت لوی رییس د ولسي جرګې د تېرې اوونۍ په استجوابیه غونډه کې د اوسنۍ جګړې ځینې اړخونه په ډاګه کړل چې پاکستان، روسیه او ایران پکې دخیل ښودل شوي دي.
د ملي امنیت د رییس دا غونډه د ولسي جرګې له غړو سره سریع یانې له رسنیو پټه وه خو جزیات یې ځینې وکیلان په سفارتونو سپاري چې څه ډول او کومې خبرې شوي دي.
پارلمان کې یوه لویه ډله چې د حکومت خلاف عقديي سیاستونه کوي، د روسیې لپاره کار کوي او اوس روسیې دې ډلې ته امر کړی چې د ملي امنیت رییس باید له دندې لیرې شي، ځکه معصوم ستانکزي د روسيې د لاسوهنو په تړاو ټول اسناد او شواهد تر ملګرو ملتونو رسولي دي.
خو له بلې خوا په پارلمان کې لویه ډله خلک د دې پریکړې مخالف دي او نه پریږدي چې د ملي امنیت رییس استیضاح شي او یا ترې د باور رای واخیستل شي، ځکه دا ډله خلک پوهیږي چې د ملي امنیت رییس د بهرنیو استخباراتو ښکار کیږي او بهرنۍ کړۍ دي چې نه غواړي په افغانستان کې دې یو داسې کس د ملي امنیت رییس وي چې د دوی د هر پلان مخه ونیسي.
نو د ولسي جرګې هغه ډله غړي چې د ملي امنیت د رییس د استیضاح پریکړه یې کړې، دوه معاملې غواړي، یا به د دوی د قتل، اختطاف، نشه يي توکو او انساني قاچاق دوسیې ختموي او یا به په راتلونکي پارلماني ټاکنو کې د دوی بریا حتمي کوي، خو د ملي امنیت رییس دا یوه هم ورسره نه مني او بلاخره د استیضاح پریکړه یې ورته وکړه.