محمد خالد
دا دنیا د کافر لپاره جنت او د مسلمان لپاره دوزخ ده:
دا شعار به دې هله تر غوږو شي، کله چې یو مسلمان خپل وروسته پاتې والي ته ځیر کړې. ورته ووایې، چې کافر دومره پرمختګ کړی چې نن مریخ او نورو سیارو ته د تګ پلان لري. انسان ته ورته روبوټ یې جوړ کړی. پۀ علمي لحاظ هم تر مسلمانانو څو وارې مخکې دي او تر ټولو ښۀ یې دا نرم او هوسا ژوند لري او داسې نور!!
مخاطب مسلمان پر ځای د دې، چې خپل وروسته پاتې والی او ناکامي ومني او  ووایي:
چې هو مونږ ډېر سست او بېکاره خلک یو. د علمي هڅو او کار پر ځای ټول ورځ ناست یو د بل مسلمان ورور سپکه او غیبت کوو. غیرې منظم ژوند لرو(د ورځې پۀ اوږدو کې د یو منظم مهال وېش نۀ لرو).
درته وبه وایي: چې دا دا دنیا د کافر لپاره جنت او د مسلمان لپاره دوزخ دی ؛ نو ځکه هغوی مخکې او مونږ وروسته پاتې خلک یو.
که څۀ هم دا حدیث شریف دی ولې دلته زمونږ مسلمانان تر غلطه ګټه اخلي او ناسم استنباط کوي. پۀ دې اړه پۀ تېر وخت کې د یو مسلمان قاضي یو پېښه شته ، چې کولای شی دا حدیث خلکو ته سم روښانه کړي.
وایي یو ورځ یو مسلمان قاضي پۀ یؤه ښکلي اس سپور او زښتې ښایسته جامې یې اغوستې وي او بل اړخ ته یو یهودي جارو وهلو او پۀ ډېر بد وضعیت کې وؤ. یهودي ته همدا حدیث وریاد شو او ورغی لۀ قاضي یې وپوښتل، چې دا حدیث خو داسې وایي،؛ خو دلته زما او تا وضعیت سرچپه ده!
دا ولې؟
ایا دا حدیث دروغ دی او که څنګه؟
قاضي ورته کړل، چې دا حدیث بلکل سم ده او وضعیت تا ناسم درک کړی، زۀ باور لرم چې حدیث زما او تا پۀ اړه بلکل ریښتیا ده او هاغه داسې کۀ چېرته زما دا اوس وضعیت جنت سره مقایسه کړي نو د هغې پۀ وړاندې د نش برابر دی(جهنم دی) او ستا وضعیت که لۀ جهنم سره پرتله کړو، نو هاغه د اوسېدو دومره بد ځای دی؛ چې ستا دا اوس وضعیت د هغۀ پر پرتله جنت دی.
نو اوس که پورتنۍ پېښې ته سم ځیر شو، نو پوه به شو چې مونږ څومره لۀ حقیقته لرې او ناسم استنباط کوو.
اوس ار ټکی دا ده چې د حدیث څخه پۀ ناسم استنباط باید مونږ ځان ته قناعت ورنکړو، بلکې ځان ګرم او ملامت کړو او پس لۀ دې مټې رابېډ وهو او کار وکړو. لۀ فروعي او غیرو اړینو مسئلو د خپل اند زاویه ار او سترو مسائلو ته راوړو. یو بل وزغمو او علمي باثونه دایر کړو!!
یاداښت: ځینې خلک بیا دلته بله ناهیلۍ ته د خلکو توجو وراړوي او هاغه دا، چې اوس کفار لۀ مونږ ډېر مخکې دي. کونږ نشو کولای د هغوی پسې پۀ دې چټک مزل کې ورسېږو.
نو زۀ خپله دې خلک ته وایم: چې حللاره څۀ ده؟
ایا همدا نن درز او غوبل یې لار ده؟
زۀ خو وایم هیڅکله نۀ. خپله ژوند ته ځیر شئ، بغیر لۀ هیله مندۍ به درته دا ټول بهیر حماقت ښکاره شي. یانې مونږ که غواړو ژوند وکړو او د ژوند دا بهیر حماقت ونۀ ګڼو؛  نو باید هیله مند واوسو!!!
One thought on “ځینې ویناوې چې د مسلمانانو د پرمختګ مخ یې ډب کړی”
  1. السلام علیکم!
    ورور م. خالد خان ،ډیرو ښو ټکو ته دې اشاره کړیده.
    اول خو د ډیرو احادیثو په صحیح او سکموالي کې شک شته، ډیري د اسلام دشمنان او سیاسي سوء اسلامیستان ترینه ناوړه ګټه پورته کوي.
    دوهم دا چې خلک هم خپله جاهل دي، او دهر چا په خبرو غولیګي.لکه د کابل سرِ چوک آوازې اچوونکي او یا دپیښور پنجپیران …
    دریم هغه علماء کرام چې په قرآني آیاتو،صحیح احادیثو، د مذاهبو امامانو په فتواوو او د عصري علومو په قوانینو خبر وي او پخپله ېې هم په بهر ملکونو کښې تر دوکتورا ګانو او پروفیسورۍ تحصیلات کړي وي (چې نام خدا تعداد ېې په افغانستان او پښتونخوا+بلوچخوا کې کم هم نه دي!!) په خپلو خطبو، مواعظو او لیکنو د ولس ذهنونه روښانه کړي ،
    تر ټولو مهمه دا چې دا دنیا هیڅکله جنت او د هغه نعمتونو ته نه شي تشبیه کیدای ؛ مثلا، د نړۍ کوم هیواد کې د شودو،اوبو،شاتو او شرابو ویالې روانې دي؟؟؟؟. وګورئ دشمشاد ټ.و. د ديني لارښوونو پروګرام کې دمحترم مولوي مدني (عبدل باري) صیب دجنت باب

    فا عتبروا یا اولی الابصار= نو پند یا عبرت واخلئ ای د سترګو یا لید خاوندانو ای سترګه ورو!!.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *