د بدلون اوونیزې لیدینګ ستوري – د هلمند ولایت استیناف څارنوال فضل سلطان ساپي آزادۍ راډیو ته وویل چې دوی د ۲۵- تنو لوړ رتبه و ټیټ پوړو فاسدو چارواکو دوسیې تر بررسۍ لاندې نیولي، کله چې دا تحقیقات بشپړ شي نو له رسنیو سره به شریک شي، ده وویل چې په دې لار کې ګواښونه شته خو دی یې ځکه په کیسه کې نه دی چې ولسمشر او د ملي وحدت حکومت یې شا ته په ټینګه ولاړ دی.
ښاغلي ساپي وویل چې خلکو ځکه تر اوسه صحرایي محکمو ته مراجعه کوله چې په عدلي و قضايي ادارو کې عدالت نه وو او سپک چلن ور سره کېدی، ده زیاته کړه چې خلک نور له فساده ستړي شوي ځکه نو دا لومړی ځل دی چې له فساد سره په واقعې مبارزه کې یو څارنوال ستایل کیږي کنه نو مخکې خو به خلک د څارنوال په مقابل کې ولاړ ول.
د هلمند والي حیات الله حیات هم په دغه ولایت کې د تاریاکو د مافیا شتون او فساد لوی ګواښ بللی او ویلي یې دي که مرکزي حکومت دې خوا ته توجه ونکړي ممکن لښکرګاه سقوط وکړي.
ها خوا د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون افغانستان او نایجریا په حیرانوونکې توګه فاسد هیوادونه بللي او د فساد تر ټولو پراخه زمینه په هلمند کې تاریاکو رامنځته کړې ده.
ویل کیږي چې د نړۍ ۷۵٪ تاریاک په هلمند کې تولیدیږي او دا په نړیواله کچه په مسلسله توګه د بحث وړ ګرمه موضوع ده چې د هلمند جنګ د تاریاکو جنګ دی، په دې کې د وړې افغاني مافیا تر څنګ اصلي جهاني مافیا هم په ټول قوت سره کار کوي.
له دغسې یوې فرعوني مافیا سره د مقابلې باټې ډېرو وهلي خو بیرته مړې سترګې پاته شوي او یایې د عامه ذهنیت غولولو لپاره دغسې غټې خبرې کړي خو د پردې شا ته یې له غلو سره د جوال خوله نیولې ده؛ که محترم څارنوال ساپی رشتیا هم پر خپلو خلکو او قانون تکیه وکړي نو بېله شکه چې د دې دومره لوی فساد پر ضد مبارزه به سخته وي خو قوي اراده به د داخلي و خارجي مفسدینو زامې ور ماتې کړي؛ د تاریخ دا خوږ افتخار به د څارنوال ساپي په برخه وي او دا به د نورو وطتدوستو و قانونپرستو چارواکو لپاره یوه نېکمرغه پیلامه وي.
پر خپلو خلکو او قانون تکیه د بریالیتوب او عزت یوازنۍ لار ده.
بدلون اوونيزه/ دوه مکال/۲۶مه / پرلپسي۷۸مه ګڼه/چهارشنبه/ ثور/۲۲/ ۱۳۹۵