۱) وليکئ وليکئ او مشق وکړئ چې خط مو ښکلی شي، بې له شکه چې هرڅه په تمرين ښه کېږي. کله چې مو فرصت درلود هرڅه مو چې خوښه وه ويې ليکئ، خپلو ملګرو او خپلوانو ته ليکونه وليکئ که څه هم نه غواړئ چې ورته ويې لېږئ. د يوې مجلې لپاره ليک ليکل او ورته استول هم غوره کړنلاره ده، د الفبا توري، غوره ويناوې او نوموتې ګړنې وليکئ او تمرين پرې وکړئ.

۲) د ليکلو پر مهال مو لاسونه سست او آرامه ونيسئ؛ خو لږ فشار هم اړين دی. د ليکلو پر مهال آرامښت او تمرکز ته اړتيا لرئ، دا کړنه مو د لاسونو ليکلو لپاره غوره ده، د لاسونو عضلې مو ژر نه ستړې کېږي او کولی شئ په دوامداره ډول خط وليکئ.

۳) داسې يو قلم چې ستاسو خوښېږې او غواړئ خط پرې وليکئ، د ځان لپاره وټاکئ او دا ستاسو شخصي علاقې پورې اړه لري.

۴) د ځان لپاره د يادښتونو يوه کتابچه واخلئ، څه مو چې خوښېږي پکې ويې ليکئ، دا هم د خط ښکلا لپاره مناسبه لار ده.

۵) کوم سبک او فونټ چې درته مناسب وي پيدا يې کړئ او ښه تمرين يې کړئ ترڅو خط مو ښه روان شي.

۶) هغه ملګري او ټولګيوال مو چې ښکلي خطونه لري، کتابچې يې په امانت ډول ترې واخلئ او تمرين پرې وکړئ. هڅه وکړئ چې لغت په لغت خط تعقيب کړئ او په همغه ډول يې وليکئ.

۷) ځيني کتابونه راواخلئ، عبارتونو او غونډلو ته يې ځير شئ، تمرکز پرې وکړئ، وګورئ چې څه ډول ليکل شوي او دومره يې مشق کړئ چې بيخي مو عادت وګرځي.

۸) د مايکروسافټ ورډ پروګرام پرانيزئ، د فونټونو برخې ته لاړ شئ، فونټونه رد او بدل کړئ، داسې يو فونټ « خط » چې خوښېږي مو د ځان لپاره غوره کړئ او ښه تمرين پرې وکړئ.

۹) لومړی آسانه لغاتونه او لنډې جملې وليکئ، وروسته ستونزمنو او مات « شکسته » خطونو ته مخه کړئ. معمولا لومړيو کې به درته ستونزمنه وي؛ خو وروسته ورسره عادت کېږئ.

۱۰) ماته مه منئ او ناهيلي کېږئ مو، پرته له شکه چې بې زحمته راحت نشته. يوه مشهوره قول دی: بنويس و بنويس، تاکه شوي خوشنويس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *