د سهار يوه بجه
خوب نه راځي . نور ټول ويدۀ دي . د مېرمنې مې خرا ده . دباندې تيز باران اوري . تالنده او برېښنا ده . يخ مې وشو . تږی هم يم . پخلنځي ته ځم . پخلنځی لاندې منزل کې دی . د خوب خونې پاس دي . د پخلنځي له کړکۍ دباندې وينم . تياره ده . چې برېښنا شي باران وينم . لکه ناوه چې بهيږي . يوه پياله چای جوړوم . سينه يې راتوده کړه . لا هم خوب نه راځي . د وخته به کار ته ځم .

د سهار شپږ بجې
د ساعت زنګ راويښ کړم . په زنګ مې يې لاس کېښود. بيرته ويده شوی وم . لس دقيقې وروسته يې بيا په غږ را ويښ شوم . مېرمن مې په خوبه وړي غږ راته وويل :
– درباندې ناوخته کيږي ، پورته شه ، لټي مه کوه .
را پورته شوم . دې رښتيا ويل ، راباندې ناوخته کيدۀ . خو خبره يې ښه راباندې ونه لګيده . ورته ومې کتل . اوږده غځيدلې وه . بې غمه راته ښکاره شوه . يخ مې وشو . کړکۍ ته مې مخ واړاوۀ دباندې خړه ورځ وه . تورې وريځې لا هم خپرې وې . باران نه وريدۀ . پورته شوم . په تشناب کې کاغذ نه و . پرون مې ميرمن ته ويلي و خو د هغې لکه چې له ياده وتلي .

د سهار اووه بجې
يو څه راباندې ناوخته شوی . بايد پنځلس دقيقې مخته لا په تم ځای کې وای . اورګاډي ناوخته دي. کومه پېښه شوې . چيرې څوک تر اورګاډي لاندې شوی . له ژونده يې لکه چې زړۀ تور شوی و . که نه نو تر اورګاډي به څرنګه لاندې کيدۀa .

د سهار نهه بجې
ايله اوس له اورګاډي راکښته شوم . راباندې ناوخته شوی دی . ژر ژر روان يم . د دفتر د ريس تندی مې سترګو ته دريدلی . زما په ليدو به بيا ساعت ته ګوري . په خولۀ به څه نه وايي . پوهوي به مې چې ناوخته شوی یم . کاشکې يې پوښتنه راڅخه کولی ، ورته ويلي به مې و چې ولې ناوخته شوی يم .
– هېېېېېېېېېېې ورک شه
د موټر سايکل چلونکي له سپکو سپورو مې يوازې همدا ورک شه واوريدل . نژدې يې وهلی وم . د دۀ ګناه وه که زما به وه . ويې ډار کړم . زړۀ مې وريږدېد .
– نو کنځلې يې ولې راته وکړې ؟ د سړي زوی نه و .

د غرمې دولس بجې
ريس مې مخته ودريد . پنډ کاغذونه ورسره و . ټول يې زما پر ميز کوټه کړل . راته ويې ويل :
– دا بايد تر درو بجو خلاص شي .
نور يې څه ونه ويل . له ما يې هم وانه وريدل . د غرمې دولس بجې خو د ډوډۍ وخت دی . نور همکاران مې لاړل . زۀ يوازې پاتې شوم . شايد دا به يې سزا راکوله . ناوخته راغلی وم . څومره ظالم سړی دی .

د غرمې درې بجې
ريس ته ورغلم . ټولې دوسيې راسره وې . دی په ټيلې فون غږيدۀ . د ګوتې په اشارې يې وپوهلوم چې په ميز يې ورته کښېږدم . کېمېښودې . ورته ولاړ وم . ما ويل بل هدايت به راکوي . لاس يې پورته کړ . لکه راته وايي چې سمه ده . ورڅخه ووتم . کانتين ته لاړم . د ډوډۍ وخت تير شوی و . هيڅ نه و پاتې . وږی وم .

د مازديګر پنځه بجې
د رخصتۍ وخت و . ټولو خپل ميزونه سره ټول کړل . يو يو رهي کيدۀ . زۀ هم په خوځيدو وم . ريس راغږ کړل . کوټې ته يې ورغلم . د لاس په اشارې يې د ناستې راته وويل . کښېناستم . دۀ خپل کمپيوټر ته کتل . تر ښه ډيره غلی و . ماهم څه نه ويل . له ځان سره مې فکر کاوۀ چې د غرمني کار خبره راسره کوي . خو دۀ وويل :
– ته سم يې ؟
پوښتنه يې ناڅاپي راښکاره شوه . يوه شېبه مې پرې فکر وکړ . يا به مې سم لاسي د ځواب پر ځای پر پوښتنې فکر کاوۀ . سر مې داسې وخوځاوۀ لکه ورته وايم چې هو هر څه سم دي . دۀ بيا وپوښتلم :
– په کور کې دې هر څه سم دي ؟
دا ځل مې په خوله ورته وويل :
– هو ، هر څه سم دي ، ولې ؟
ريس د کمپيوټر شيشې ته وکتل . يوه شېبه يې څه په کې لوستل . شونډې يې ښوريدې . لکه يو څه چې حسابوي . ما ته يې وکتل . ښه راته ځير شو .:
– ګوره ، په تيره يوه مياشت کې ته پنځه وارې ناوخته راغلې يې . په کار کې دې هم داسې احساسوم چې پوره پام دې ورته نشته .
– نه صاحب کار ته مې پوره پام وي .
غږ يې لږ لوړ شو :
– نه ، ته اوس ماته هغه څه مه وايه چې زۀ پرې خبر يم . ته ناوخته راځې ، کار دې عمومآ پر خپل وخت نه وي بشپړ کړی …
– اورګاډی خراب و ، همدا نن هم ځکه راباندې ناوخته شو .
– په همدې اورګاډو کې موږ ټول راځو . په موږ ولې نه ناوخته کيږي.
غلی پاتې شوم . ځواب مې نه لارۀ . دۀ وويل :
– که خپل کار سم نه کړې ، بل ځای بايد کار پسې وغواړې .

د مازديګر شپږ بجې
مېرمن مې ټيلې فون راته وکړ . ويل يې مېلمانۀ را روان دي ، بايد ژر ورشم . په دفتر کې څوک نه و . کمپيوټر مې مړ کړ . ورو ورو وخوځيدم . د اورګاډي د تمځای په لور غځيدلی سړک بند و . پوليس ولاړ ول . څوک يې نه پرېښوول . چا راته وويل ټکر شوی دی . يوۀ بل کس وويل چا غلا کړې ده . غلۀ وسله وال و ، اوس پوليس څوک په دغه لار نه پريږدي . بل تمځي ته لار اوږده وه .

د ماښام اته بجې
په کور کې يې لا ډوډۍ نه وه خوړلې . ماته منتظره ول . له مېلمنو مې بخښنه وغوښته . د پوليسو کيسه مې وکړه . د خبرو موضوع لکه چې ورپيدا شوه . هر يوۀ يوه کيسه لرله . مېرمن مې په اشارې وپوهولم چې پخلنځي ته ورشم . ورغلم . په سينګار برېښوولی غوړ مخ يې له قهره اېشيدۀ . :
– په خولۀ مې درته وويل مېلمانۀ دي ، ولې دومره ناوخته شوې ؟
لا مې ځواب نه و ورکړی چې دې په ژړغوني غږ وويل :
– دغه دې عادت دی ، هيڅکله دې زما نه دي منلي ، تل دې خلکو ته شرمولې يم ، دوی به څه وايي.
د مېلمنو له ډلې مې د چا غږ واوريد . مېرمن مې په اوږه ووهله چې پوه شي . يوه مېلمنه پخلنځي ته راننوته . مېرمن مې په خندا وپوښتله :
– هر څه خو سم دي ؟
– هو هر څه سم دي ما ويل ودريږه دا اشپزخانه مو وګورم .
زۀ بيرته ناستخونې ته لاړم .

د ماخوستن نهه بجې
ډوډۍ مو وخوړه . مېرمن مې مېوه راوړه . په مېلمنو کې يوۀ زما د کار صفت وکړ :
– ياره بختور يې ، ټول افغانان په دوکانونو او ټيکسيانو کې کار کوي او ته ماشالله په دفتر کې رسمي کار لرې ، د افختار ځای دی .
يوې مېلمنې وويل :
– هو والله ، هم د دفتر کار ، هم ماشالله خپل کور .
مېرمن ته مې وکتل . تندی يې ورين و . ماته يې په مينه کتل . خو زۀ لکه خړ شوی چې یم . ومې ويل :
– بس ژوند دی روان دی ، ټول کارونه يو دي ، څه دا څه هغه .
مېلمنې نه منل :
– نه بابا ستا غوندې کار بيا کله پيدا کيږي ، خپل کور هم ورسره لرې .
يوۀ بل وويل :
– هو ماشالله خپل کور دې خپله يوه پاچاهي ده .
ومې ويل :
– چندانې خپل نه دی ، د بانک په پور اخيستل شوی .
– پور نو څه دی خلاص به شي .

د ماخوستن لس بجې
مېرمن مې چای راووړ . په تلويزيون کې يې زموږ د وادۀ فلم کېښود . په وادۀ مو پنځه کاله اوړي . يوې مېلمنې وويل :
– ډير ښکلی وادۀ و . زما يې هغه صحنه نه هيريږي چې کيک مو ماتاوۀ .
مېرمن ته مې وکتل . مخ يې سور شو . د کيک ماتولو پر وخت زما پښه د کيک له مېز سره لګيدلې وه . کيک چپه شوی و . مېرمن مې عکاس ته ويلي و چې هغه برخه دې له فلمه پاکه کړي . مېلمه راته وويل :
– ياره سړيه څه کار دې کړی و ، انتيک کار و .

د ماخوستن يولس بجې
مېلمنې وويل :
– د کيک هغه صحنه لکه چې په دې فلم کې نشته ؟
مېلمه په خندا وويل :
– نه بابا چيرې يې پريږدي .
مېلمنې زما مېرمن وپوښتله :
– رښتيا نشته ؟
مېرمن مې ځان تير کړ ، ماته يې وکتل ، لږ موسکۍ شوه . پوه شوم چې له درواغو موسکه شوې ، ويې ويل :
– لکه چې د هغې برخې عکاسي نه وه شوې .
مېلمنې وويل :
– نو چې هغه برخه نشته نور فلم خو مو ليدلې دی . يوه کاپي يې موږ هم لرو . ما ويل تاسو سره به يې هغه اصلي کاپي وي .
مېرمن مې څه ونه ويل .

د ماخوستن دولس بجې
د مېلمه پياله تشه شوې وه . ترموز مې راپورته کړ چې نور چای ورته واچوم . هغۀ لاس ورته ونيوۀ . ويې ويل :
– بس دی ډير مو وڅښه ، ناوخته دی ځو به .
مېلمنې وويل :
– صبر وکه لا خو د وخته دی ، څه ماشومان دې ژاړي ؟
– سبا به دوی کار ته ځي ؟
– لا خو يې ځوانه ځواني ده دومره ژر چيرې ويده کيږي .
مېرمنې مې وويل :
– لا ډير وخته دی موږ تل تر ناوخته ويښ يوو .
سترګې مې سره ورغلې . سر مې زنګيدۀ . مېرمن ته مې په قهر وکتل . دې اشاره راته وکړه چې پخلنځي ته لاړ شم . پورته شوم . دا راپسې راغله . ګيله يې وکړه :
– مېلمنو ته هيڅ ست نه کوې ، نه دې د ډوډۍ سم ست ورته وکړ ، نه د ميوې ، اوس خو د تګ په وخت کې ورته ټينګ شه چې ژر لاړ نه شي .
مېلمنه د چايو له لوښو سره پخلنځي ته راننوته . ما مې مېرمن ته د څه ويلو وخت ونه موند . ناستخونې ته رهي شوم . مېلمه راته وويل :
– تر څو بجو وېښ يې ؟
لا مې ځواب نه و ورکړی چې د مېرمنې غږ مې واوريد . هغه ناستخونې ته راننوتې وه :
– تر ډيرو ويښ وي.

د سهار يوه بجه
مېلمانۀ لاړل . مېرمن مې په تشناب کې له مخه سينګار ليرې کوي . زۀ لا وېښ يم چې غاښونه ومېنځم . سترګې مې سرې شوې دي . په ځای کې وغځيدم . ساعت مې د کار لپاره کوک نه کړ . راسره ومې ويل :
سهار به دفتر ته زنګ وهم چې په غاښ مې درد دي .سترګې مې سره ورغلې وې . د ميرمن په غږ راويښ شوم :
– ساعت خو درته کوک که ، بيا به وايې چې ريس مې په قهر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *