تاند- د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو ترمنځ بله څلوراړخیزه غونډه به د روانې فبرورۍ په درویشتمه په کابل کې جوړه شي.
دا به د څلورو هیوادونو څلورمه څلوراړخیزه غونډه وي چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه پکې خبرې کېږي. لومړنۍ غونډه د تېر میلادي کال په دسمبر کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوه.
تر دې وړاندې دوې څلوراړخیزې غونډې په اسلام اباد او یوه په کابل کې جوړه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس ذکریا نن /پنجشنبه/ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د همږغۍ څلوراړخیزه غونډه په کابل کې په دې هدف جوړېږي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته امکانات برابر کړي.
د درېمې څلوراړخیزې غونډې په پای کې ویل شوی و چې د روانې فبرورۍ تر پایه به له طالبانو سره د سولې د خبرو نېټه څرګنده شي او هیله شته چې په څلورمه څلوراړخیزه غونډه کې د طالبانو استازي هم ګډون وکړي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په دې اړه څه ونه ویل.
له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه، چې ایا طالبان به په راتلونکې څلوراړخیزه غونډه کې ګډون وکړي او که ونه کړي، له څه ویلو ډډه کوي.
وسله والو طالبانو د څلور اړخیزو غونډو په وړاندې محتاط دریځ خپل کړی دی. نه یې په کلکه رد کړي او نه یې په زغرده د هغو ملاتړ څرګند کړی دی خو یو لړ شرطونه یې اعلان کړي دي.
د افغانستان ولسمشر د فبرورۍ په پنځلسمه، له افغانستانه د پخواني شوروي د سرولښکرو د وتلو د اووه ویشتمې کالیزې په مناسبت په وینا کې د طالبانو او د حکمتیار د اسلامي حزب په شمول د دولت پر ټولو وسله والو مخالفانو ږغ وکړ چې سوله وکړي او جګړه بس کړي.