چي ماشومتوب کي به موږ د ښوونکي لخوا راکړل سوې کورنۍ دنده کي له کومي ستونزي سره مخ سوو، نو له پلار، مشر ورور او مور څخه به مو مرسته غوښته.
مګر یو څلور کلن برتانوی ماشوم (لوکاس وايټلې) چي کله د ساینس مضمون په کورنۍ دنده کي بند راغی، نو یې د امریکا د فضايي څېړنو مرکز (NASA) ته بریښنالیک ولیږی او ورنه ویې غوښتل، چي مرسته ورسره وکړي.
لوکاس په دریو پوښتنو کي له مشکل سره مخ و.
د ناسا ادارې دې ماشوم ته ډېر ژر د بریښنالیک له لاري مثبت ځواب ورکړ.
د ناسا راکټ انجينر ((ټيډ ګریف)) نه یوازي د ماشوم د بریښنالیک ځواب ورکړ، بلکه ماشوم لوکاس ته یې د هغه په ځواب کي لس دقیقې ویډیويي لکچر ثبت او ور ولېږه، چي هغه کي د ماشوم د کورنۍ دندي په اړه لنډه وینا سوې، چي هر سوال یې په ښه ډول ځواب کړی دی.
دا خبره د کوکاس په ښوونځۍ کي خپره سوه. ټول ښوونکي ډېر خوښ سوه. د ښوونځۍ ادارې د ناسا ویډیو هم ننداره کړه او ماشوم لوکاس ته یې افرین ووایه.
د ماشوم لوکاس درې ماشومي پوښتني په دې ډول وې:
د ټولو ستورو شمېر څومره دی؟
سپوږمۍ ته د ختلو د هڅي کوونکو په لړ کي دوهم او دریم څوک دي؟
ایا خلا ته کوم ځناور پورته سوی؟
د لومړۍ پوښتني په ځواب کي ټیډ ویلي، چي تر ننه د ستورو کوم دقیق ارقام شتون نلري، مګر د ساینس پوهانو د اټکل له مخي ښايي دومره وي.
1,000,000,000,000,000,000,000,000
د دوهمي پوښتني ځواب ټیډ په دې ډول ویلی، چي امریکا سپوږمۍ ته د ختونکو په لړ کي لومړۍ، دوهم روس او دریم نمبر کي چين راځي.
او دریمه پوښتنه ټیډ داسي ځواب کړې، چي بلې; ډیر ځناور خلا ته تللی دي. تر دې وروسته هغه د ځینو حیواناتو چي خلا ته ختلي تذکره بیان کړه. تر دې وروسته هغه د فضايي راکټ او نورو بیلابیلو الوتکو په اړه هم معلومات وړاندي کړه.
پر دې مهال د لوکاس پلار وویل: چي ماشومتوب کي ده هم ناسا ته ایمیل کړی و، چي ناسا ورته مفصل ځواب لېږلو تر څنګ ورنه مننه هم کړې وه.
نور به دا ورزیات کړو، چي تېر کال یو اوه کلن هلک (ډسټر) هم ناسا ته بریښنالیک لیږلی او لیکلې وو، چي غواړي مریخ ته ولاړ سي.
ناسا نه یوازي هغه ته ځواب ووایه، ډیر یې تشویق هم کړ او ورسره ورسره یې مریخ ته د تګ مصارف هم ور وښودل.