تاند- د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو (چهارشنبه) د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په خپله پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې یو وار بیا اعلان وکړ چې سوله او جوړجاړی یوازیني حللار ده او جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده.

د څلور اړخیزې غونډې برخوالو هیوادونو ژمنه وکړه چې له خپل نفوذه په استفادې به د سولې د هدفونو لپاره فعال رول ولوبوي.

په اعلامیې کې هغې ژمنې ته  هیڅ راز اشاره نه ده شوې چې د کابل په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې برخوالو هیوادونو کړې وه.

خو پاکستان وايي چې په څلور اړخیزه غونډه کې ټولو په دې موافقه وکړه چې سولې ته باید چانس ورکړای شي او سوله ییزې خبرې د افغانستان د مسلې د حل یوازینۍ لار ده.

د افغان چارواکو په وینا د کابل په غونډه کې پاکستان ژمنه کړې وه چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول پر ضد به یې په ګډه اقدام کوي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې لږترلږه کار چې پاکستان کولی شي له خپلې خاورې د طالب مشرانو ایستل دي.

د غونډې برخوالو د کابل د تېر اپریل د نولسمې نېټې برید وغانده او د تروریستي بریدونو عاملانو ته یې خبرداری ورکړ چې د خپلو اعمالو ځواب ته دې تیار واوسي.

د څلور اړخیز ګروپ په تېره غونډه کې، چې په کابل کې جوړه شوې وه، ژمنه شوې وه چې په بله ناسته کې به یې وسله وال طالبان هم ګډون کوي.

په پرونۍ غونډه کې نه یوازې دا چې طالبانو ګډون نه درلود بلکې د پای په اعلامیه کې یې طالبانو ته په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه هم نه ده ورکړای شوې.

د غونډې د پای په اعلامیه کې د بلې غونډې نېټې ته له اشارې پرته، ویل شوي« راتلونکې څلوراړخيزه ناسته به د ټولو غړیو هېوادونو په سلا راوبلل شي.»

د اسلام اباد په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان په استازیتوب د دغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز احمد چودري، د امریکا په استازیتوب د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازی ریچارد اولسن او د چین په استازیتوب د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد خاص استازي دینګ ژنیګ ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *