یو یتیم ماشوم د مور په خواریو لوی شو، ږیره يې راغله، په ستونزمنو حالاتو کې له ښوونځي فارغ شو، د مورکۍ خواته راغئ، ویې ویل: مورجانې، غواړم پوځي پوهنتون ولولم او سرتېری شم. زویه له نظامي تېر شه، که څه درباندې وشي زه به څه کوم.
ګوره مورې د خپلې مور په څېر وطن حق راباندې لري. سمه ده زویه لاړ شه، په لوی څښتن مې سپارلی یې، یو ځل دې خور او کوژدنه هم ووینه. خورکې په اجازه دې غواړم سرتېری شم او د خپلې مور وطن خدمت وکړم. ورورکه، له خدای پرته بیا یوازې تا لرو. که خدای مکړه څه درباندې وشي بیا به موږ څه کوو. ته مه ژاړه دا نور سرتېري هم خویندې میندې لري. خور یې سرتېري ورور ته په اوښلنو سترګو د تګ اجازه ورکوي. سرتېری له پوځي زده کړو وروسته یو ځل بیا له خپلې مور او خور سنګر ته د تګ اجازه غواړي.
سرتېری په داسې حال کې له کوره وزي چې د مور او خور یې له ژړا غږ غرېو نیولی وي. مور یې لوی خدای ته لاس پورته کوي او د خپل زوی له پاره دعا کوي. په دعا کې وایي خدایه لور مې بې پلاره ده ته یې مه بې وروره کوي او په زړه کې یې د خپل زوی کوژده شوې پېغله سترګو ته درېږي. زوی په تندي ښکلوي او مخه ښه ورته وایي. سرتېری د یو جنرال په امر د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي. څو میاشتې وروسته له دښمن سره په یوه سخته جګړه کې سرتېری ټپي کېږي. په یوه الوتکه کې کابل ته د درملنې له پاره پوځي روغتون ته لېږدول کېږي.
سرتېری روغتون کې د درملنې له پاره بستر کېږي. مور، خور او کوژدنه یې په سرو سترګو ژاړي، خو میاشت وروسته د سرتېري ټپونه جوړېږي، کورنۍ ته یې وایي چې ژر به رخصت کړل شي. د سرتېري مور، خور او کوژدنه له روغتون څخه د سرتېري د بهر کېدو له پاره د روغتون مخې ته ورځي، له خوشالۍ د ټولو له سترګو اوښکې بهېږي. دوی د روغتون دروازې ته نژدې کېږي، دې وخت کې د چاودنې وېروونکی غږ اوري. ټول ځای په ځای کېني. وړاندې د روغتون له ودانۍ تورې لوخړې پورته کېږي.
سرتېری د ژوندي پاتې کېدو له پاره د پنځم پوړ له کړکۍ بهر کېږي او په دېوال ځان کلک نیسي. د سرتېري پام کېږي چې مور، خور او کوژدنه یې په دروازه کې په چیغو چیغو ژاړي. د سرتېري کوټې ته مخالف وسله وال رسېږي. کړکۍ ته ورځي غواړي سرتېری لاندې خطا کړي. لاندې د سرتېري د کورنۍ درې بېوزله مېرمنې وسله وال ته خپل پلو نیسي او په چیغو چیغو زارۍ ورته کړي چې په زوی، ورور او خاوند یې زړه سوی وکړي، د خدای روی ورته شفیع کوي خو! وحشي وسله وال سرتېری لاندې خطا کوي. مور، خور او مېرمن یې خپل بې ځواکه او لړزېدلي لاسونه ورته نیسي، سرتېری د دوی تر غېږي رسېږي خو لږ وروسته د سرتېري د کور په لور څلور جنازې روانېږي. ۱۳۹۵/۱۲/۱۸
عا ملینو ته یی د الله له در بار څخه هغه عذاب غواړم چې تر دا ننه یی داسې عذاب په بل هيڅ یا غي او طا غي نه وي نا زل کړۍ ، یا الله