تاند- یو لرغونۍ جګ، چې څو زره کاله پخوا جوړ شوی، مخکې تر دې چې خپل اصلي هیواد افغانستان ته وسپارل شي، د لومړي ځل لپاره په لندن کې نندارې ته وړاندې شو.

ټیلګراف ورځپاڼې نن /شنبه/ د دې نقره يي جګ عکس خپور کړی او وايي چې دا جګ ۴ زره کاله پخوا جوړ شوی دی.

دا جګ په افغانستان کې په غیرقانوني ډول له خاورو راایستل شوی او بریتانیا ته قاچاق شوی و.

وروسته له دې چې دا جګ د لندن په ګیټ ویک هوايي ډګر کې ونیول شو، د بریتانیا موزیم (بریټش موزیم) ته وسپارل شو. د موزیم متخصصانو ته دا اثر خورا مهم ښکاره شو او هغه یې په خوندي ځای کې وساته.

د بریټش موزیم مسوولان غواړي چې دا جګ په راتلونکي مني کې په کابل کې د افغانستان ملي موزیم ته وسپاري.

د بریټش موزیم یوه لرغونپوه ډاکتر سینټ جان سیمپسن سنډې ټیلګراف ته وویل«دا حیرانوونکی اثر دی چې باید په موزیم کې ایښی وي.»

د بریټش موزیم د لرغونو اثارو متخصص ډاکتر سیمپسن

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا د سپینو زرو جګ د ۲۳۰۰ او ۲۰۰۰ میلادمخکې کلونو ترمنځ جوړ شوی. دا هغه وخت دی چې افغانستان د هند، ایران او د جنوب لوېدیځې منځنۍ اسیا په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره نژدې سوداګري اړیکې لرلې او د برونز د عصر مدنیت په دې سیمه کې خپور و.

ډاکتر سیمپسن وايي«د افغانستان او شاوخوا هیوادونو د هماغه وخت ډېر لږ دا ډول ارزښتناک فلزي جګونه پاتې دي. دا ډول عتیقه اثار عموماً ویلي کېدل او نور شیان ترې جوړېدل.»

ډاکتر سیمپسن د دغه جګ د حکاکي شوي ډیزاین د ښکلا یادونه وکړه، ویې ویل چې په حک شویو ځایونو کې د سروزرو اوبه کارول شوي دي.

سیمپسن په دې اړه چې دا جګ به په ۲۰۰۰ میلادمخکې کې د چا و؟ وویل، سپین زر تل ارزښتناک فلز و نو خامخا به دا د کومې شتمنۍ کورنۍ لوښی و.

دا جګ ۱۲ اعشاریه ۳ سانتي متره لوړوالی لري او احتمالاً به د څښاک د اوبو لپاره کارول کېده.

د دې جګ بیه د لندن په ازاد بازار کې لسګونو زره پونډو ته رسېږي.

ډاکتر سیمپسن وايي چې دغه جګ روغ رمټ دی او هیڅ ځای یې خراب شوی یا مات شوی نه دی.

د بریتانیا موزیم له ۲۰۰۳ م کال را په دې خوا د افغانستان زرګونه لرغوني اثار، چې پولیسو د بریتانیا په هوايي ډګرونو کې نیولي، بېرته افغانستان ته سپارلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *