د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې څلور تنه وسلوال طالبان په هغو ماينونو او چاودېدونکو موادو ووژل شول، چې په يوه موټر کې يې بار کړي وه او غوښتل يې ښار ته يې انتقال کړي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې پېښه د ميوند ولسوالۍ د دېکوبات له ساحې څخه د تېرېدو په حال کې شوې ده.  په جنوبي او نورو ولايتونو کې وسلوالو طالبانو د ماينونو او نورو منفجره موادو کارونې ته زياته مخه کړې ده، چې وخت ناوخت دوى په خپله دوى ته هم تلفات اړوي.

 د کندهار مطبوعاتي دفتر په بله اعلاميه کې ويلي چې درې تنه طالبان په ميانشين ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د کندهار چارواکي وايي چې تېره شپه په ژړۍ ولسوالۍ کې يو پوليس د يوه طالب وسلوال له خوا وژل شوى، چې طالب په متقابلو ډزو کې وژل شوى دى.

One thought on “څلور طالبان په خپل ماين ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *