څلور نوم ورکي او مخ پټي مرکچیان سهار ارګ ته راشي او ماښام په توره خړه بېرته و وځي، په برنامو، تګلارو، شرایطو او خبرو یې له ارګ پرته هېڅوک خبر ندي.

دوی د سولې پیغامونه راوړي، خو دلته د سولې پیغام راوړنکي قاتلین پېژندل کېږي، ځکه خو څوک د ورنېږدې کېدو زړه نه کوي، دې بلا ته یوازې ارګ ځان نیولی دی او کریډیټ هم یې باید د همدوی وي.

د سولې تږي لارویان په هر سراب پسې بلا مزل و وهي، خو د سوزنده دشتو سرابونه چا حقیقي کړي دي.

لکه ماشومان چې وژاړي یوه خوږه ژاوله یې دارو درمل دي، خو دلته د سولې ماشوم سهار او ماښام ژاړي هېڅوک یې غږ نه اوري.

نه لالا ورنېږدې کېږي، نه ادې، ټول پردي شول او په چیغو، چیغو هغه متل زمزمه کېږي، چې په سختۍ کې هېڅوک نه پکارېږي.

د سولې مخ پټو مرکچیانو لا له وړاندې خپل شرطونه پاخه کړي دي، نه به یې څوک قواره ګوري او نه ترې څوک د شالید پوښتلو حق لري.

هر څه چې دوی کوي، هر څه چې دوی وایي او په هره لاره چې دوی غواړي باید ورسره ولاړ شې، څو د سولې ارمان ته دې ورسېږي، خو ددې پټ فلم پای لا هم همداسې پټ پاتې دی.

مرکچي په لاس کې اوږد لست لري، وزارتونه غواړي، څوک نوي راولي او څوک له دې وطنه د تل لپاره تبعیدوي. که په شرطونو کې یې لږ هم ټیټ او پاس وشي، مرورېږي او دې تاوان ته نو څوک تن ورکوي.

لکه د کلي له خانه چې خپل حق غواړې. ته حق نه ورپرېږدې او هغه یې نه درکوي، نو چې اوس د عذر او زارۍ کوم چل درځي تجربه کوې به یې.

که زور کوې، خان غوسه کېږي، که ارام پاتې شې د ماتې په معنی ده او په جګړه کې چې څوک مات وي، هغه باید تاواني وي.

له مخ پټي څوک هم د پوښتلو حق نه لري چې ته دومره ملا چا کړې، دومره په سیاست او چل ول څه پوه شوې، چې اوس لا د چنې وهلو په ټولو غربي لارو چارو خبر یې؟

چې برنامې دې له څښتن سره فرق نه لري، په خبرو کې دې یو اړخیز وزن پروت دی او لکه د امریکایي سیل ځواکونو دفاعي حملې کوې، دادې لا چېرته زده کړل؟

په سراب پسې تللی نابلده لاروی په سوزنده دشته کې یوازې پاتې دی، نه له سترګو اوښکې پاکوی شي، نه یې څوک غږ اوري او نه پناه ځای ویني. لار ورکی مسافر له خپل تصمیمه نه تېرېږي، له خپل ټاکلي هدفه هم نه شاته کېږي کلک لکه دیوال پخپلو شرطونو ټینګ دی.

پرون د کوټې دوکاندار د ارګ له هماغې دروازې پیسې وتښتولې، چې نړیوالې ټولنې پرې راننوېستلې وې او نن باید څلور مخ پټي او نوم ورکي مرکچیان دا اعزاز حاصل کړي، ځکه حق یې هم جوړېږي، خو یو یې باید د غنیمت په نوم خوري او بل یې د غلام.

د دوست او دښمن په تفکیک کې د سولې سرګردانه لاروی ټوله پړه په بهرنیانو غورځوي، خو له پدې هم پوه چې پخپله هم هومره سپین ندی چې دی یې وایي.

دا د خلاصون معیار نشي کېدای چې ټوله خبره دې ((ما خپله هڅه وکړه!)) په تله وتلل شي، له ولسي ادرسه تېر دیارلس کاله له همدې نړیوالو سره د حجرې رفت آمد چالان و، خو نن حالات بل ډول شول او پرون بل ډول ول.

ولس سولې ته شېبې شمېري، خو هغه سوله پدې قیمت نه ارزي چې نیم پکې ترلاسه کړې او نیم وبایلې. نور د بایللو وخت تېر دی، اوس پدې میدان کې یوازې مټې هم نه کارېږي، چې تل پکې تورې نیول شوې دي.

تدبیر، منطق، استدلال او شرایط به د نوې لوبې ابزار وي، خو د څلورو پټو مرکچیانو وړتیاوې څومره پدې تول برابرې دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *