خبریال: احمد رشاد ؛
د ویتنام یوې محکمې خپل څلور وګړي اسټرالیا ته د انسانانو د قاچاق په جرم، د بند په سزا محکوم کړل.
د سټار انلاین ویبپاڼې په حواله، دوی په بیړۍ کې خلک بار کړي وو چې د اسټرالیا د سمندري ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه او بیرته را وشړل شول.
دغه کسان چې په جون میاشت کې راشړل شوي وو، تیره سه شنبه د با ریا وونګ ټاو (Ba Ria-Vung Tau) په ولایت کې محاکمه شول.
د سرچینې په حواله، له یادو شویو کسانو څخه نُویَن جیوو ټونګ ( Nguyen Giao Thong) ،چې د خپلې ډلې سرلښکر و، په درې کاله او شپږ میاشتې بند او نُویَن ټوان کیټ ( Nguyen Tuan Kiet ) په دوه کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شول.
همدارنګه د دې ډلې دوه نورو کسانو ته د (۱۸) میاشتې بند سزا اورول شوې ده.
له دغو محکومینو سره هغه (۲۱) کسان هم را شړل شوي چې د دوی په لاس قاچاق کیدل؛ خو هغوی ته کومه سزا نه ده اورول شوې.
د انساني قاچاقبرو د دغې څلور کسیزې ډلې مشر اوه ویشت کلن نُویَن جیوو ټونګ په ( ۲۰۱۳) کال کې اسټرالیا ته تللی و. هغه له بیرته راتګ وروسته له خپلو درېیوو نورو ملګرو سره ، چې د محکمې لخوا په بند محکوم شوي، په انساني قاچاق لاس پورې کړ.
دې ډلې د می په ۱۸ مه ، له قاچاقي کډوالو ډکه بیړۍ د اسټرالیا په لور وخوځوله چې شل ورځې وروسته د اسټرالیا اوبو ته داخل شوه.
خو څرنګه چې اسټرالیا له خپلو سمندري پولو ټینګه څارنه کوي او د دغو پولو د څارنې او خوندیتوب په موخه ځانګړي عملیات پرته له وقفې په ټول شدت روان دي، نو د قاچاقچیانو بیړۍ په نښه شوه او ونیول شوه.
د قاچاقبرو دغه څلور کسیزه ډله وروسته له هغې محاکمه شوه چې اسټرالیا له ویتنام سره یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به هغه ټول ویتنامیان له اسټرالیا را وشړل شي چې هلته ناقانونه اوسیږي.
اسټرالیا ته د جګړو او زور زیاتي له ویرې د پاکستان، ایران، افغانستان، ویتنام… او منځني ختیځ اوسیدونکي د ورتګ هڅې کوي، خو اسټرالیا هیڅ ناقانونه وګړی په خپل هیواد کې نه پریږدي؛ یا یې بیرته راشړي او یا یې په ټاپو ګانو کې پرتو توقیف خونو ته استوي.
د بشري حقونو ډلې د کډوالو په اړه د اسټرالیا په سختو کړنلارو نیوکې کوي؛ خو اسټرالیا له خپلې کړنلارې ننګه کوي او وايي چې په دې توګه یې د انساني قاچاق مخه ډب کړې او هم یې په سمندر کې د خلکو له ډوبیدو مخه نیولې ده.
اسټرالیا په اوبو کې ایساره لویه وچه ده. هغه کسان چې غواړي په ناقانونه توګه دې هیواد ته لاړ شي نو مجبور دي چې د بیړیو له لارې خپل مزل پیل کړي.
د شمیرو له مخې، له (۲۰۱۵) کال راهیسې اسټرالیا ( ۱۱۳) ویتنامیان ،چې بیړیو کې دغه هیواد ته تللي وو، نیولي او بیرته یې را شړلي دي.
په سویل ختیځه اسیا کې پروت ویتنام څخه د کډوالۍ لړۍ د اوږدې خونړۍ جګړې له پیل سره سم شروع شوې ده او دا مهال په اسټرالیا کې له (۲۳۰۰۰۰) څه ډیر ویتنامیان اوسیږي. دغه جګړه چې د (۱۹۵۵) کال د نومبر په لومړۍ پیل شوه، د (۱۹۷۵) کال د اپریل په دیرشمه پای ته ورسیده. جګړه د شمالي ویتنام او سویلي ویتنام تر منځ وه.
د شمالي ویتنام په ملاتړ کې د کمونیستي ائتلاف غړي؛د وخت شوروي اتحاد، شمالي کوریا او چین ولاړ و او د سویلي ویتنام په ملاتړ کې امریکا، جنوبي کوریا، اسټرالیا، ټایلنډ، نیوزیلانډ او فلپین ولاړ و چې په پای کې سوبه د شمالي ویتنام په برخه شوه.
د ځینو شمیرنو له مخې په دغه جګړه کې له یو میلیون ډیر وګړي ووژل شول او د ویتنام دواړه برخې په پراخه کچه ویجاړې شوې.