قاضي احمد

د ولسمشرۍ کاندیدان د خپلو سیاسي پالیسیو له مخې په څلورو ډولونو وېشل شوي دي.

مذهبي ایډیالوژیستان: دغه کسان له مذهبي حکومت څخه خبره کوي، خو دا چې دغه مذهبي حکومت دې کوم حقیقت وي، بلکې زیات یوې خیالي ایتوپیا ته پاتې کېږي.

په دې ډله کاندیدانو کې قطب الدین هلال او استاد سیاف شامل دي.

قطب الدین هلال تراوسه نه دي ویلي کوم اسلامي حکومت چې دی یې غواړي له اوسني حکومت څخه به څه توپیر ولري. دی یوازې دومره وایي چې بهرني ځواکونه په هېواد کې نه پرېږدی، پخواني فاسدان محاکمه کوي او په فساد ترلاسه شوې شتمنۍ یې بېرته ځنې اخلي، چې دا بیت المالې خبرې دي او کوم اسلامي حکومت نه شي تعریفولای.

په تېرو ۵۰ کلونو کې د اسلامي ډلو تشه همدا وه چې دوی له یوه اسلامي حکومت او نظام څخه خبره کوله، خو هغه یې نه شول تعریفولای، په داسې حال کې چې دغو ډلو د خپل دغه نا تعریف شوي خوب د پلي کولو په نوم ۳۵ کاله جګړې وکړې او په دې جګړو کې تر دوه ملیونو افغانانو ووژل شول.

استاد سیاف بیا وايي چې د عمري عدالت حکومت پلی کوي، خو دا چې د ده د عمري عدالت حکومت بیا څه دی په هکله یې د کمپاین پرمهال یوه خبره هم نه شي کولی او خپل وخت په تشو موعظو مصرفوي. د کمپاین پر مهال د دې پرځای چې د خپل حکومت برنامې او د هغې د پلي کولو لپاره یې د تمویل سرچینې تشریح کړي لکه د جمعې موعظې د خلکو وخت په هغو مذهبي پندونو، توصیو او نصیحتونو ضایع کوي، چې ته به وایې کوم ملا او خطیب یې نویو مسلمان شویو کسانو ته کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک تازه مسلمانان نه دي، په دې خبرو تر بل هر چا ډېر ښه پوهېږي او دا خبرې د دوی لپاره ډېرې تکراري او زړې خبرې دي.

په هېواد کې دغه مذهبي ډلې له تېرو ۳۵ کلونو په یو نه یو ډول حاکمې وې، دوی خو د خپلو حکومتونو پرمهال یوازې قتلونه، فساد، لوټول، غصبول، ورانول، وهل او تړل کول نو هغه وخت د دوی عمري عدالت څه چې حتا د هندوانو هومره عدالت یې هم چا ونه لیده.

ولس باید وپوهېږي چې دغه باټې یې تشې پلمې او د تېر واک او ځواک د بېرته ترلاسه کولو او پر ولس یو ځل بیا د چپه مېچنو څرخولو لپاره دي او هر هغه څوک چې په دې لار کې د دوی مرسته کوي، د اسلامي ارشاداتو له مخې له دوی سره به یې په هر ظلم، هر روپې فساد او هر قتل کې شریک وي.

بله ډله کاندیدان ګټه پالي انارشیستان او ماکیاولستان دي، چې واک ته د رسېدو لپاره هر ډول ملي، ټولنیز او ولسي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، خلکو ته په درواغو ویلو سر دي او کله کله یې له خولې رښتینې اپلتې هم وځي. ځکه دوی خپلو پلویانو ته د واک ګرځولو او، ګروپي، قومي، سمتي او تنظیمي ګتو د پاللو خبره کوي، چې په دې ډله کاندیدانو کې عبدالرحیم وردګ، زلمی رسول او ډاکتر عبدالله راځي چې وردګ یې یوازې د وردګیانو د ګټو خبره کوی، عبدالله یې د جنګسالارانو، نظار شورا او جمعیت اسلامي ډلو د ګټو د خوندي کولو او زلمی رسول یې د کرزي د حکومت د فساد سالارانو او مافیایي کړیو د ګټو د خوندي کولو خبره کوي، خو دا خبرې په یو څه مهارت سره ترسره کېږي او عامو وګړو لپاره د درک وړ نه دي. هغه وګړي چې له دوی سره په واک ته رسېدو کې مرسته کوی، د اسلامی ارشاداتو پراساس د دوی په هر ډول ژبنی، سمتي او سیاسي توپیر او تعصب او هره روپۍ فساد کې به شریک وي او په اخرت کې له دوی سره په یې ځای یو وي.

بله ډله کاندیدان خدمت پالي کاندیدان دي چې په دوی کې ګل اغا شېرزی او سلطان زوی راځي. که څه هم د دوی برنامې خلکو ته په کار او خدمتونو وړاندې کولو څرخي، خو دومره رایې نه لري چې ټاکنې وګټي.

په بله ډله کې نوښتګر کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی شامل دی. دغه کاندید د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کوټلې برنامه لري او په اقتصادی چارو کې هم پوره مهارت لري، خو په سیاسي چارو کې کېدای شي له یوشمېر خنډونو سره مخامخ شي. د ده په وړاندې تر ټولو لوی خنډونه به د نظار شورا، مذهبي تنظیمونه او د کرزي د حکومت پاتې شوني مفسدان وي. دی که وکولای شي د یوه ملی سیاست او حکومت لپاره له خپلو مرستیالانو جنرال دوستم او سرور دانش او خپل پلوي کریم خلیلي او د دوی له ډلو سره یوې نه ماتېدونکې هوکړې او توافق ته ورسېږي او هم په پښتنو کې یو نوښتګر او پیاوړی ځواک رامنځته کړي، نو کولای شي د دغو انحصار ګرو او فاسدو ډلو د ګواښونو او خنډونو په وړاندې ودرېږي او له خپل کاره بریالی راووځي. که دی د خپلو مرستیالانو په کنټرولولو کې پاتې راځي او ونه کړای شي په پښتنو کې یو پیاوړی نوښتګر سیاسي ځواک او حرکت رامنځته کړي، نو کېدای شي یا د خپلو مخالفانو د دسیسو قرباني شي او یا هم لکه کرزی د هغوی لمنې ته ولوېږي او د حکومت ټول امتیازات ترېنه جار کړي او په بدل کې یې د خپل سر خیرات ترې وغواړي.

په دې هکله د ولس مسوولیت څه کېدای شي؟

یوازې اشرف غني ته په رایو ورکولو سره د ولس مسوولیت پای ته نه رسېږي، بلکې یو بل نوی مسوولیت ورته تر غاړې کېږي او هغه دا چې تر واک وروسته غني یوازې پرې نږدي او د فساد سالارانو او انحصارګرانو په وړاندې یې کلکې ننګې ته ودرېږي. ولس باید د غني ټینګ ملاتړ وکړي، تر څو خپلې اقتصادي برنامې پلې او د فاسدانو مخه ونیولای شي. همداراز واک له مافیایي کړیو او انحصارګرو ډلو ولس ته وګرځوي او د انارشۍ ځای ولسواکۍ ته خوشې شي.

اشرف غني او د هغه د تحول او تداوم ټیم دا مهال د ولس لپاره یو غنیمت دی، ده د یوه ملي دولت او واک د رامنځته کېدو لپاره غږ پورته کړی او په کار ده چې په دغه ملي حشر کې د طالبانو په ګدون ټول ولسونه برخه واخلي او تر هغه چې غني په سمه و ملاتړ ته یې دوام ورکړي، که له لارې ښویېده بېرته یې په سمه کړي او که نه سمېده نو خپل ملاتړ ترې واخلي او یا له واکه یې لرې کړي. ځکه د اسلامي ارشاداتو پراساس رایه ورکول بیعت دی، بیعت پر هر مسلمان واجب دی او په دوه ډوله دی. یو په دیني چارو کې له زعامت نه پیروي ده او بل په دنیوي چارو کې د زعامت ملاتړ دی. دغه ملاتړ باید د بدۍ، ظلم او فساد لپاره نه وي، بلکې د مسلمانانو د خدمت، خیر او ښېګڼې لپاره وي. بیعت له یوه زعامت سره په هغه صورت کې سم دی چې خلک وکولای شي د زعامت د منحرفېدو په صورت کې د هغه مخنیوی هم وکړای شي، له دې پرته چاته رایه ورکول به له مار څخه د ښامار او له یوه عاجز او مظلوم بنده څخه د فرعون جوړولو په معنا وي او دا ډول بیعت او رایه ورکول شرعي نه دي.

د هزاره وو او ازبکو بیعت له اشرف غني سره په شرعي شرایطو برابر دی، خو د پښتنو بیعت به تر هغه له چا سره سم نه وي، چې تر څو دوی دومره منسجم او په یوه ځواک بدل نه شي چې په ټولنه کې د فاسدانو د مفسداتو او زعامت د انحراف د مخنیوي وس او توان په ځان کې پیدا نه کړي.

تر هر څه لومړی پښتنو ته په کار دي چې له اشرف غني نه د خپل بیعت په بدل کې ژمنه واخلي، چې له دوی سره به د پښتنو په انسجام او یووالي کې مرسته کوي او پښتانه به د ځانځانۍ له دې حالته راباسي او په یو نوښتګر او اغېز لرونکي ځواک به یې بدلوي چې تر څو وکولای شي له نورو قومونو سره په ملي مسایلو کې خپله رغنده ونډه واخلي او په خلاص مټ خپل مثبت رول ولوبولای او خپل صلاحیت تمثیل کړای شي.

په پای کې یادونه کوم، چې له دې مقالې څخه زما هدف کوم کاندید ته کمپاین کول او یا د کوم کاندید مخالفت کول نه دي، بلکې د خپل ولس په وړاندې د دیني، ملي او هېوادني دین ادا کول دي چې زه فکر کوم په دې حساسو شرایطو کې یې پر ما دا حق دی.

2 thoughts on “څلور ډوله کاندیدان او له دوی سره د بیعت شرایط !”
  1. مننه دا یوا ځی ستا مسولیت نده بلکه د ټول ملت مسولیت ده چی هر څوک پخپل سهم کی ددی وطن د ابادی د پاره د منا سب سړی چی نه غل نه قا تل او نه یی لاسونه د ملت په وینو سره وی کار وکړو انشا اله دا ظر فیت په دا کتر غنی کی شته او په لاندی بر خه کی به یی نوا قص وی خو وا یی خدا یه دی سپیو ته مو بی خپلو سپیو مکړی او انشا له غنی دا وس لری چی خپل ما تحت کنترول کړی الله ج دی وکړی

  2. ښه لیکنه ده کور دی ودان. مګر ولی ږموږ ښا غلی دا هیروی چی. 1- ‌ ‌ تالبان او ددوی بلویانو اساسی خبره ده او باید حل شی. خاصتان بشتون اولس تهو حکه دا نور لوبغا ړی خو تول د یوه سترخوان خلک دیږ هر خوک چی وګتی جګړه به جاری وی. 2- خا رجیان وږی نو مالی مرستی به له کومه سی چی د خلګو اساسه ستونږه حل سی. دغه داړه ماران او توبکیان به خبله بانګی باسی او یا به هی به ږور تری اخستل کیګی او ږور هم د بل به لاس کی دی.3- د اردو او نورو مسلحو حواکونو چی به ګرسره ملی رنګ نلری ساتنه خنګه کیګی؟ .
    به داسی حالت کی یوه جامع برنامه به کار ده ا و تر اوسه هیخ کادید نه ده شکاره کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *