راپور: نقيب احمد عزيزي –
د جمعې سهار د غوايي دولسمه وه، چې د بهير دا غونډه د ننګرهار پوهنتون په اديتوريم کې د عبدالباسط اميرزوی په تلاوت روښانه شوه. وياندوی يې نقيب احمد عزيزي او مېلمانه يې ځوان شاعران مير احمد ياد او رضوان الله اوبرنګ ول. سميع الله مجاهد، صديق روان او شهنواز نوري د کوربنو پر څوکيو ناست ول.
د غونډې پرانيستونکې وينا خوشال دراني وکړه او د تېرې اونۍ راپور عزيزي وړاندې کړ. دراني وويل، د ټولو ملګرو لپاره د خوښۍ ځای دی، چې ژوند ادبي بهير د خپل غړي ښاغلي سميع الله مجاهد د دريو ژباړل شويو اثارو (د پيغمبرانو کيسې، قرآني کيسې او د قهر ورځ) د مخکتنې کور به دی او د خپلې څلورمې کاليزې د نمانځنې وياړ هم لري. ده د ياد بهير پر تېر فعاليت ځغلنده خبرې وکړې او هيله يې وښوده، چې د ژوند بهير د ځينو ملګرو له فراغت وروسته به هم دا بهير فعاله وي.
د بهير د تېر څلور کلن فعاليت په اړه اتل مشواڼي خپله مقاله ولوسته. ده په مقاله کې د بهير پر ادبي هڅو رڼا واچوله. ويې ويل، ((د ژوند ادبي بهير بنسټ په يوه خونه کې ايښودل شوی و، هغه هم د څو بې وسه محصلينو په مټ. خو د بنسټ ايښودنې اراده يې قوي وه. تر دې چې بهير يې په سختو حالاتو کې وپاله. ستونزو او کړاوونو ژوند بهير مړ نه کړ او دا دی تر اوسه لا ژوندی دی.))
ده دا هم وويل، چې (( پر هر ډول ستونزو سربېره تر ډېره هڅه شوې، چې ناستې پرلپسې پر مخ ولاړې شي او د بهير ټول اړخونه په پوره او کره ډول وړاندې شي. خو کله-کله د بېلابېلو ستونزو له کبله يوه نيمه ناسته ځنډېدلې، لکه په روغ رمټ پوهنتون کې د مناسب ځای نشتوالی، بې وخته رخصتي او ځينې وخت د ازموينو پر مهال…))
د سميع الله مجاهد پر کتابونو د ليکل شويو مقالو د لوستنې لړۍ د ښاغلي ارشاد رغاند په خبرو پيل شوه. رغاند د بهير هڅې وستايلې او د مجاهد کتابونه يې په ديني او علمي برخه کې ښه لاس ته راوړنه وبلله. رغاند د مجاهد نثر روان وګاڼه او ده ته يې په دې برخه کې د لا پرمختګ غوښتنه وکړه.
وروسته عبدالباسط اميرزوی، اتل مشواڼي، نقيب احمد عزيزي، ډاکټر ظاهر عادل، خوشال دُراني، عنايت الرحمن فيضان، رحمت الله جاهد، ادريس وقارزي او بهادر خان خپلې مقالې وار په وار واورولې.
دوی د مجاهد هڅه وستايله او په څنګ څنګ کې يې د ځينو ګرامري تېروتنو يادونه وکړه. عنايت فيضان خپله مقاله تر ډېره د بهير د فعاليتونو ځيرنې ته ځانګړې کړې وه. ده وويل، (( د ژوند ادبي بهير ملګري راسره دا درې کاله کېږي، چې پېژني؛ خو د کره کتنې په وخت کې به يې داسې پر يو بل پر ځای نيوکې کولې، چې ما په لومړي سر کې فکر کاوو، چې دوی بېخي سره پېژني نه.))
ظاهر عادل وويل، ((موږ داسې کتابونو ته اړتيا لرو، چې څو اړخيزې موخې ولري.)) نقيب عزيزي وويل، ((د مجاهد په دې کتاب کې ګوتنيونې ته جوړ ټکي کم دي. د موضوع د نمک او روانتيا خوند پکې جوت دی، چې د انتقاد څپه تر ډېره پرې ورتلای نه شي. داسې مثال لري، لکه د موټر پر شيشه چې د باران څو څاڅکي ولګېږي ؛ خو سمدستي د موټر هيندارپاک پسې سم شي، شيشه پاکه شي.))
خوشال دُراني وويل، (( د مجاهد صاحب د پيغمبرانو کيسې، قرآني کيسې، او د قهر ورځ هغه اثار دي، چې په لوستو يې سړی هک پک کېږي؛ ځکه په دې کتابونو کې هغه کيسې ژباړل شوې دي، چې موږ يې اړتيا احساسوو.))
اتل مشواڼي د مجاهد د قرآني کيسې کتاب په اړه وويل، (( قرآني کيسې يوازې افسانې نه دي، بلکې موږ ټول پرې د يوه روڼ حقيقت په توګه باور پرې لرو.))
بهادر خان وويل، (( تر کومه چې زه د ناقص علم پر بنسټ پرې پوهېږم واقعاً د ستايلو وړ هڅه ده؛ ځکه چې له ابتدا تر انتها پورې يې د لوستنې په مزل کې له کومې ستونزې سره مخ نه شوم. هغه که لفظي وي، که معنوي.))
تر مقالو لوستلو وروسته سميع الله مجاهد له دوی ټولو مننه وکړه. ويې ويل، (( ژوند ادبي بهير د هيواد د پوهنتونونو پر سطحه هغه نوم دی، چې د ادب ډېر دوستان ورسره اشنا دي. زه يې د څلورمې کاليزې د وياړ مبارکي ټولو ګډونوالو او په ټوله کې د پښتو ادب ټولو ميينو ته وايم. خوشاله شوم، چې تاسې زما کتابونو ته وخت ورکړ، ومو لوستل او ورباندې ومو ليکل.))
د غونډې وروستۍ برخه شرنګينه مشاعره وه، چې په دې بيتونو پيل شوه:
څو چې انسانه! ستا په زړه کې بغاوت نه و
توره په کار نه وه او غشو ته حاجت نه و
دی چې خپل رنګ نه ويني، ويني به بيا بل څنګه
ښکلي چې نه را کتل ماته، ملامت نه و
اوس خو به لمر د پاچاهانو د محل خال وای
شکر چې هر ځای خو د جبر ولايت نه و
د مشاعرې لومړی ګډونوال رضوان الله اوبرنګ او دويم مير احمد ياد و. په مشاعره کې د ټولو ګډونوالو د شعرونو تر څنګ، ناسته د شاه محمود عابد ترنم وزنګوله.
راتلونکې اونۍ ته ادبي درس ميرويس ميوندوال او ځانګړې موضوع سباون خاموش واخيسته. د کره کتنې لپاره شاه محمود عابد د خپلې يوې نثري ليکنې د راوړلو ژمنه وکړه. دغه ناسته د ادريس وقارزي په دعا کولو نږدې غرمه دولس بجې پای ته ورسېده.
۱۳۹۲/۲/۱۲ جمعه