نن می ډیرې پوښتنې په ذهن کې ګرځې، خو د کفر د ټاپې له ډاره یې د لیکلو جرأت نشم کولي. هسي هم را ته تل خلک دا وایې چې کنجکاوي دې مرض دی.
ومې لیدل چې ډیر افغانان له جنګ څخه ستومانه دي او د عرفاتو په میدان کې سولې ته دعا کوي، د غریب د اولاد په حال اوښکې تویوي، خو د دعا ډیره برخه یې د شیهدانو د مغفرت او د ځان د ګناه بښلو په اړه وه، دا راته جوته شوه چې تر ژوندیو مړي موږ ته ډیر اهمیت لري نو د خلکو په قول موږ هماغه شهید پرور ملت یو.
په مکتب کې مې دا شعر درسې نصاب کې و:
دل بدست اور که حج اکبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است
نو دوی چې په مکه کې د غریب په حال ژاړي او ننواتې کوي ولې ورسره مرسته نکوي چې دومره لګښت باندی حج ته ځي؟ ما خو لوستي دي چې حج هم خپل شرایط لري، زه فکر کوم په موږ افغانانو لا حج فرض نه دی ځکه هلته چې څلور لسیزې اختر نه وي راغلی نو حج او قرباني هم ریا کاري ده.
هلته چې ماشومان ټول کال د انسانانو غوښې ګورې او د پسه د غوښې اخیستلو توان نلري، اختر نه راځي.
هلته چې انسانان لا قربانې کیږي نو د پسه حلالولو ته حاجت څه دی.
اوریدلې مې دي چې د یوې مور زوې ډیره موده ورک و، مورته یې کورته چا سي ډي راوړه چې واخله د زوی ویډیو دې په دې کې ده، مور په خوشالۍ سره دا ویډیو ګوري، او ویني چې زوی یې ورته چړه په ستوني حلالولې او الله اکبر پرې وایي، د هغه مور اوس هم له ستونې نه وینې راځې چې د خپل زوی حلالول یې ولیدل، خدای خو اسماعیل (ع ). وژغوره خو بنده ګانو یې د دې مورکۍ زوی حلال کړ….
اختر مبارک دی، خو که موږ جنت او حورې غواړو نو د کعبې د طواف وخت لا زموږ نه دی راغلي اوس د غریب د حاجت پوره کول په موږ فرض عین دې. خو چې تکراري فریادونه نه اورو د مور له ستونې څخه د وینو کانګې نه وینو، د پلار بیوسي نه وینو، د بیلاسو بی پښو سرتیرې بیوسه میرمن او ماشومان نه وینو، د باروتو په اور سوځیدلې سترګې او د ماین د انفجار کاڼه غوږونه نه وینو او که وینو یې نو ورسره عادت یو ، مونږ هم ړانده یو او کاڼه او هم او هم نغواړو پوه شو، مونږ ته د حج او کعبی طواف خوند راکوې او بیا د حاجی په اوریدو سره من من غوښې اخلو.
په نکریزو سره لاسونه، نوې جامې، او د پسه وینه تویول به هله په اجرونو او ثوابونو کې حساب شې چې زمونږ د وطن کاڼې او بوټو نه مرغۍ پهډآر سره وانه الوځې، د وطن هسک غرونه مو د سرتیرو په وینه ونه ساتل شې،ماشومان مو په لوبو کې د انتحاری تمثیل ونکړې، او میندو مو د خپل زلمې ځوی په وینو لت پت ټټر ونګوری.
كله چې رایادیږي چې د وطن هره مور خور میرمن د خپل یو زړه ته رانژدی کس لمړۍ اخترلمانځې که یې وس ولری، او که وس نلرې نو ډیر کسان به حلوا هم نشې پخولی نو د هری لمانځنې د دود نه مې وجود په ریږدیدو شې، دومره بیګناه انسانانو وینې توي شوې اختره بس دي دلته مه راځه ! دلته د وینی بوي دې .