مصطفی ساپی

ډېر کم ویندویان دي،چې کولی شي دډېرو خلکو مخکې یوه تاثیرلرونکې وینا وکړي او هغوې دخپلې وینا په لور راجلب کړي.

د خپل بدن ودریدو ته متوجې اوسئ:

ډېری خلک چې اوږده وینا کوي سرښکته کوي اوخپلو خبروته متوجې کیږي دا کار دبدن حالت او تمرکز له منځه وړي چې په دې کار سره تاسې هم  تمرکز له لاسه ورکوئ

ډېرو مطالعاتو ښودلې ده،هغه څوک چې دوینا په حالت کې سر وچوت دخپلو اوږوو سره برابر نیسي اوپښې د خپل وجود دعرض سره برابرې خلاصوي بریالي دي دا حالت ددې باعث ګرځې،چې په خپل ځان باوري او تاثیر لرونکې وینا وکړو.

له وینا مخکې قضا حاجت ته لاړ شئ:

دا کار ابتدائي او ساده په نظر راځي خو دقضا حاجت او د مثانې په تشولو سره تر ډېره حده خپل تشویش کمولی شو،ښه دا ده،چې تاسې دخپل تشویش عوامل مخکې له وینا څخه برطرفه کړئ،ترڅو ستاسې ذهن د وینا په وخت مشغول نه وي تر څو مو تمرکز له منځه یونه سي.

څو ارامه ساه ګانې ستاسې زړه اراموي:

له وینا مخکې تمرین وکړئ ترڅو ستاسې ساه په منظم،ژوره او ارامه وي،له دې لارې هم ستاسې عصبي سیستم ارامیږي او هم مو په ارامه ساه اخیستل ددې باعث کیږي ترڅو مخکې له مخکې تاسې په خپل نفس  باوري شئ کوښښ وکړئ تر څو په هر وار ساه اخیستو سره له ځانه سره دا عبارت (ارامه اوسه) تکرار کړئ،کوښښ وکړئ ترڅو له دې کلمې سره په ارتباط کې اوسئ،که څو ورځې له وینا مخکې دا ډول ساه اخیستنه تمرین کړئ نو دوینا په ورځ به خود به خوده ستاسې ساه همداسې په منظم ډول اخیستل کیږي.

مخکې له وینا څخه خپلې خوړونکې غذا ته پاملرنه وکړئ:

ځینې غذا ګانې ممکن ستاسې د ناراحتۍ سبب شي،بیا بل ډول غذاګانې لکه قهوه ممکن ستاسې دصوتي تارونو اومرۍ دوچېدو سبب شي ښه به وي،چې له داسې غذاګانوڅخه له وینا مخکې ځان وساتو دهغې په ځای داسې غذاګانې چې د هضم وړ اوسپکې وي مصرف کړو.

خپله تیاري پیاوړې کړئ:

دهغه څه باره کې،چې تاسې وینا اوخبرې کوئ بشپړ مالومات لاسته راوړئ او په هغې موضوع باندې کافي تسلط پیدا کړئ،ترڅو له دې لارې په خپل نفس باوري او ګټوره وینا وکړئ ځينې وختونه په موضوع دنه تسلط له ویرې وینا ستاسې په نفس باور کموي اوستاسې وینا مکمل له ماتې سره مخ کوي.

وانګیرئ چې بده پېښه به وشي:

په نفس  دباور یوه لاره په بده پېښه فکر کول دي ممکن ستاسې دوینا په وخت بده پېښه شي له دې لارې کولی شئ خپلو ضعیفو ټکو ته پام وکړئ ترڅو دهغې د له منځه وړلولپاره پلټنه وکړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *