سړى معمولاً هغه مهال درواغ وايي، چې د يو څه د له لاسه وركولو وېره ورسره وي. كه پوهېږو، چې ريښتيا زموږ اعتبار او شخصيت ته تاوان رسوي، درواغو ته مخه كوو. كه د خپلې ګناه له سزا څخه ډارېږو، درواغ وايو، ))چې ما نه ده كړې((. كله چې غواړو ځان تر هغه څه چې يو، ښه وښييو؛ نو درواغ وايو. البته لويان د خپل حقارت د پټولو لپاره هم درواغ وايي. لاپې د درواغو يو ډول دى، چې ځينې كسان د خپل حقارت د جبران لپاره ورته مخه كوي.

يوه ورځ زموږ يوه استاد وويل، چې: ((هغه خبره چې د زړه نه يې وكړئ، خامخا په نورو اثر كوي. تظاهر مه كوئ او درواغ مه وايئ، هڅه وكړئ هغه څه ووايئ، چې د زړه له تله يې منئ.)) ما وويل: سړى كله كله د نورو له ډاره د زړه خبره نه شي كولاى، سړى مجبورېږي، چې تظاهر وكړي. ممكن د سړي ځينې خبرې د ټولنې له باورونو او دود دستور سره په ټكر كې وي. استاد وويل: ((سړى په داسې حالاتو كې هم كولاى شي داسې خبره وكړي، هم يې رښتيا ويلي وي او هم يې د نورو خيال ساتلى وي.))

د درواغ ويلو په مسئله كې دوې خواوې دي، يوه خوا هغه ده، چې درواغ وايي او بله خوا هغه، چې سړى درواغ ويلو ته مجبوروي. مثلاً ماشوم پياله ماته كړې ده، كه دى ډاډه اوسي، چې په دې كار يې نه رټو؛ نو درواغ به راته نه وايي. كه رييس مو په ريښتيا باندې باور وكړي؛ نو دې ته به نه اړ كېږو، چې د خپلې غيرحاضرۍ په باب د درواغو پلمه جوړه كړو.

كله كله د نورو بې ځايه تمه هم په سړي باندې درواغ وايي. ته يو بايسيكل لرې، چې هره ورځ ورباندې خپل كار ته ځې راځې. همدغه بايسيكل دې لاس او پښې دي. يو ملګرى دې دى، هر وخت بايسيكل درنه غواړي، څو وارې يې بايسيكل درخراب كړى هم دى. اوس كه ورته ريښتيا ووايې، چې بايسيكل ځكه نه دركوم، چې خراب به يې كړې، ډارېږې چې درنه خپه به شي؛ نو د درواغو بهانې ورته كوي او بايسيكل نه وركوې. دلته د نورو بې ځايه تمې تا مجبوروي، چې درواغ ووايې.

له بلې خوا ماشومان ډېر څه بلكې هر څه له لويانو زده كوي. كله چې د كورنۍ لويان درواغ وايي، ماشومان هم درواغ ويل زده كوي. موږ اكثراً دغه شي ته پام نه كوو. ماشوم ته نصيحت كوو، چې درواغ مه وايه، درواغ ويل بد دي؛ خو پخپله هره ورځ د هغه په مخ كې نورو ته درواغ وايو. په ماشوم باندې زموږ كړنې زموږتر ويناوو ډېر اثر غورځوي. يوه ورځ زموږ د يوه خپلوان ماشوم ورنه پوښتنه وكړه، چې سګرټ څكول ښه كار دى كه بد؟ مور يې ځواب وركړ، چې ((بد كار دى)) هغه وويل: ته خو هر وخت وايې چې ماما دې ښه سړى دى. هغه كه ښه سړى دى؛ نو ولې سګرټ څكوي؟

دا خو ټولو ته جوته ده، چې درواغ ويل هم خپله درواغجن ته او هم ټولنې ته تاوان رسوي. په درواغجن باندې خلك باور نه كوي او په سپك نظر ورته ګوري. كه درواغ يو مخ نه شو ختمولاى؛ نو بايد هڅه وكړو، چې كم خو يې كړو. كه غواړئ چې ماشومان مو په درواغو روږدي نه شي؛ نو بايد دغو ټكو ته پام وكړئ:

هڅه وكړئ چې د ماشومانو په مخ كې مو چا ته درواغ ونه وايئ.

ماشوم په وړو ګناهونو لكه د لوښو په ماتولو باندې مه رټئ، په دې توګه به هغه درواغ ويلو ته نه مجبورېږي.

له ماشوم څخه د هغه تر وسې پورته تمه مه لرئ. په دې توګه به هغه درواغ ويلو ته هم نه اړ كېږي او پر ځان باندې باور به هم پيدا كړي.

ماشومانو ته هغه كيسې واوروئ، چې رښتيا ويونكي په كې ستايل شوي او بريالي شوي وي او درواغجن په كې ناكام شوى وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *