سریزه
په تیرو دوو اونیو کې مو د بودجې د لږ لګښت په هکله د دولت د اجرائیه او مقننه دوو قواوو تر منځ ناندرۍ ولیدې او واوریدې او زر به قضائیه قوه هم په دې اړدوړ کې راګډه شي. دا یوازې سږ کال نه دی چې د بودجې د لږ لګښت ستونزه شتون لري، له تیرو پنځلسو کلونو راهیسې له ورته حالت سره لاس او ګریوان یو خو نه ورباندې برلاسي کیږو. د پراختیایي بودجې په پوره توګه او په خپل وخت داسې لګول چې متوازن پرمختګ رامنځته کړي اسانه کار نه دی او د وړتیا لرونکو کارپوهانو د دوام لرونکو او دوراني څیړنو، مشورو او په کلکه او ریښتینولۍ سره یې پلي کولو ته اړتیا وي.
په دې لیکنه کې موخه داده چې په افغانستان کې د بودجې د نه مصرف د پرمختیایي پروګرامونو او پروژو د نه پلی کیدو په مسئله یو څه رڼا واچوو او وړاندیزونه وکړو. هیله ده که څوک ورباندې عمل وکړي.
ستونزه چېرې ده؟
د بودجې نه لګښت د دې مانا لري چې پرمختیایي پروګرامونه او پروژې پلي نه شي، کار او شتمني خلق نه شي، د بیا رغونې او پرمختیایی پروګرامونه او پروژې بریالي نه شي او خلک ناهیلي او بیوزله پاته شي. د بودجې د نه لګښت او یا د بیخي کم لګښت ستونزه یوازې زموږ د هیواد ستونزه نه ده. دا ستونزه په زیاتو ملکونو په تیره بیا په هغو ملکونو کې چې کمزوري دولتي نهادونه لري، شتون لري. دلته موږ ځینو لاملونو ته ګوته نیسو:
- کله چې دولتي نهادونه او ادارې د شخړو، شته فساد، زورواکۍ، لږ ظرفیت، د قانون د نه پلي کیدو او نورو له لاسه وشړیږي د بودجې د لګښت په ګډون هیڅ کار هم په سمه توګه نه کیږي.
- د مسلکي بودجې جوړول او پروګرامونو او پروژو په اغیزمنه توګه تکمیلول سم پاخه نهادونه غواړي په کومو کې چې د لوړو زده کړو لرونکي کدرونه زیاته کاري تجربه، د غوره کار اخلاق، مکافات او مجازات، ښه رهبري او په کار کې ریښتینولي ولري.
- په داسې حالت کې تر ډېرې کچې په کار ګومارنه د قانون، مقرراتو او لیاقت په بنسټ نه بلکه د خپلوۍ، قوم، سمت او ګوندي اړیکو په اساس کیږي.
- داسې ادارې له وړتیا لرونکو کارپوهانو او مسلکي خلکو تشیږي، هلته وطن او خلکو ته د خدمت احساس له منځه ځي، د کار اخلاق، د مسلک او وظیفې درناوی خپل مفهوم له لاسه ورکوي او هر سړی د جیب ډکولو په غم کې وي.
- نو ځکه دا ادارې په اغیزمنه توګه د تیر وخت د پروګرامونو او پروژو د کمښتونو، اوسنيو غوښتنو، امکاناتو او زیرمو سمه ارزونه نه شي کولای چې له د هغو په بنسټ په مسلکي ډول بودجه جوړه او د متوازن او تلپاتې پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره یې ولګوي.
- هغه ملي نهادونه چې د بودجې په جوړولو او لګولو د نظارت صلاحیت لري له خپل صلاحیت څخه د کال په ټولو وختونو کې د کوم منظم پلان له مخې سم کار نه اخلي او یوازې د فشار راوړلو لپاره له صلاحیتونو کار اخلي.
- د ملي شورا د دواړو خونو دا حق دی چې د وزارتونو په کار نظارت وکړي، که کوم وزیر پاته راغلی وي خپل اعتماد ورڅخه واخلي، خو دا نظارت باید د ټول کال په بهیر کې وکارول شي، باید په ملي شورا کې دا تخصص وي چې د وزارتونو پلان د کال په لمړیو میاشتو کې وارزوي او به پلي کولو یې کلک نظارت وکړي، ننګونې یې ورپه ګوته کړي، نه داچې یوازې دا چې د مالي کال په پای کې د بودجې کم لګښت دوی راویښ کړي.
- زموږ افغانانو یو بد عادت دادی چې له خپلو تیرو تیروتنو هیڅ درس نه اخلو، نه یې ارزوو او نه بل چاته غوږ نیسو. دا ستونزه او زموږ د کلتور یوه برخه ګرزیدلې ده. کله مو چې یو ځل اوبه تر ستونې تیرې شوې د بل ځل هیڅ پروا نه کوو. د بودجې د کم لګښت او د پروګرامونو د نه پلې کیدو له ستونزو سره هر کال لاس او ګریوان وو او بیا بیا تکراریږي خو زموږ کمې اړوندې ادارې ورڅخه زده کړه کوي.
ما دوه ورځې مخکې د مالي چارو له یوه افغان کارپوه څخه د دې مقالې لپاره د مالوماتو د راټولولو په بهیر کې پوښتنه وکړه چې ایا زموږه اړوندو دولتي ادارو په څو وروستیو کلونو کې د بودجې د نه لګښت او د پروژو د نه تکمیلدو په هکله په ګډه کوم منظم بحثونه او ارزونې کړې دي او که نه او ایا زموږ ادارو د اړوندو تجربه لرونکو کارپوهانو په مټ تخصصي څیړنې سرته رسولې دي چې ولي هر کال زموږ زیاتې سکتوري ادارې له ۳۵ سلنه زیاته بودجه نه شي لګولای؟ هغه چې د دولت له مالي سیستم سره بلد او وررسره کار کوي په لنډه راته وویل چې په خواشینۍ سره ځواب منفي دی.
څه کول په کار دی؟
د بودجې جوړولو ته باید د یوې نه پای ته رسیدونکې داسې پروسې په سترګه وګورو چې تل ورته پاملرنه کیږي، ارزول کیږي، ننګونې او فرصتونه موندل کیږي، اړونده نهادونه په ګډه له یو بل سره کار کوي تر څو په ستونزو بریا ومومي. همدارنګه، بودجه د پروګرامونو او پروژو د ښه مدیریت د یوې الې په توګه باید قبوله شي او ورڅخه همداسې ګټه واخیستل شي.
خو د دې کار لپاره په اړوندو دولتي ادارو کې یو غوره اړونده سیستم، د ګډ کار او څار میکانیزم او وړ کارپوهان، ګډ کار ته ژمنتیا او ریښتینولي باید رامنځته کړو. ملي مشران باید نور د وړتیا په بنسټ په کار ګومارنو ته ژمن شي، د اصولو او وړتیا په اساس دولتي پستونو ته غوره کدرونه معرفي کړي. دوی د قانون پلي کولو ته د خپل کار په سر کې باید ځای ورکړي. که دا کار ونه شي هیڅ بله هڅه به پایله ونه لري.
باید د بودجې د د مسلکي جوړښت، لګښت، نظارت او ارزونې یو سم میکانیزم او سیستم جوړ، امتحان او په کلکه پلی شي. په دې کې باید په وزارت مالیه، سکتوري وزارتونو او په ملي شورا کې کارپوه کسان وي چې په ګډه د بودجې تخصیص د تیرو کلونو د لګښتونو، اوسنیو وړتیاوو، او اړتیاوو په اساس پلان، پلې او نظارت کړای شي، او په وخت د ستونزو وړاندیوینه وشي او مخه یې ونیول شي. د دې کار لپاره اړتیا ده چې د یوه ملي بحث په جریا کې د اړوندو خواو لکه ملي شورا، وزارتونه، مدني ټولنې، اکادیمیکي بنسټونه او نورو ګټور ګډون تضمین شي.
بودجه مصرفول د یوې پروسې په توګه. دا باید یو تلپاتې دوراني بحث وي چې په ټاکلو وختونو لکه په هره میاشت او یا په یوه ربع کې اړوندې ادارې لکه اړونده سکتوري وزارتونه، د ملي شورا اړونده کمیسیونونه، اکادیمیکي کسان او نور د اړوندو کارپوهانو په مټ د خپل وظیفوي اړخه ارزونه وکړي، تیاری ونیسي او په دې ملي بحث کې ګډون وکړي، ننګونو او خنډونو ته په وخت د حل لارې پیدا کړي نه داچې یوازې د کال په پای کې یې ورته پام شي.
د بودجې په اساس پلان کول. دولتي نهادونه د مالیې وزارت په مرسته باید خپل بودجوي او کاري پروګرامونه داسې پلان کړي چې د لاسته راوړنو او د بودجې د لګښت لپاره په هره ربع کې ځانګړې نښې (Indicators) ولري او هغه د اړوندو سکتوري او بودجوي کارپوهانو په مرسته وڅارل شي او تحلیل شي تر څو مالومه شي چې ایا د ټاکلي ربع پروګرام سم پلی شوی او بودجه د پلان سره سمه لګول شوې او که نه. که ستونزه وي څه ده او څنګه یې لیرې کړي.
په دې کې ټول دولتي نهادونه خپل خپل مسوولیتونه لري او هغوی ټول باید به ګډه په هماهنګۍ سره له یو بل سره کار وکړي تر څو د پروګرامونو د پلي کولو او د بودجې د کم مصرف ستونزه لیرې شي. د مثال په توګه د مالیې وزارت، ملي شورا او په تیره د دواړو خونو مالي کمیسیونونه، د وزارتونو او نورو دولتي ادارو مالي مسوولین د کارپوهانو په مرسته د اروزنې یو سم میکانیزم رامنځته کړي چې په هره میاشت او هره ربع کې د بودجې د لګښت په هکله ورته کره مالومات ورکړي، ستونزې وپیژني، او د لیرې کولو لپاره یې یو بل ته لاس ورکړي. دا پروسه که سمه تکرار شي، له تیرو تیروتنو زده کړه وشي، د نورو ملکونو له تجربو ګټه واخیستل شي او په اخلاص سره یو بل ته لاس ورکړل شي ستونزې لیرې کیدای شي.