زه پخپله هم یو وخت یو له هغو کسانو څخه وم چې جرئت مې کم و، په یو ځای کې نه شم غږېدلای. حالات بېخي خراب ول.
دا چې څنګه جرئت تر لاسه کړو، د دې لارو چارو نه به داسې یادونه و کړم:
جرئت په وړکتوب کې انسان کسب کولای شي، هغه داسې چې د کورنۍ لخوا ډېر تحديد نه شي، مانا دا چې ورته ونه ويل چې مه غږيږه، هسې مه کوه، دا کار دې ښه نه وه. بل وارې داسې ونه کړې، او همداسې نور……
ځکه ماشوم هر څه زده کولی شي، ښه ته بې باید ښه وويل شي او له بدو کارنو څخه منع شي خو، په ښه او شيرينه ژبه باندې نه په زور او زیاتي باندې.
ځينې خلک له ماشومتوبه، ډېر باجرئته وي، دا ډېر ښه وي او هر ځای کې پرمختګ کولای شي. خو، هېره دې نه وي، جرئت په ځينو و ګړو کې فظري وي، اما کسب کيدلای هم شي. هغه داسې:
هر څوک چې کم جرئته وي، باید په ټولنه کې د خلکو تر منځ اړيکې زیاتې وساتي، هر چېرې چې غونډه وي، مجلس وي، ور شي تر څو له خلکو څخه خبرې زده کړي. او یا هم ددوی خبور ته غوړ و نيسي. خير دی په لومړي سر کې دې خپله کوم نظر نه ور کوي، بلکې ددوي خبرو ته دې غوږ ونيسي. ځان دې په لومړي سر کې نه شرموي. هسې نه د ټول ژوند له غونډو او مجلسونو څخه محروم شي.
لکه هم چې یو نوی تنکی ځوان بې جرئت وي، نو په کار ده ورته چې ډېری په ره ځی کې نظر وړاندې نه کړي، ځکه نومړی په خپل ځان لا سم باور نه لري، او زر زر وارخطا کېږي. ده ته په کار ده چې ځان باندې ښه باور و لري بیا که چېرې و غږېږي کومه بده خبره نه ده. ځکه یو خو به ښې خبرې و کړي او بل که په سم جريت سره و غږيږي د ټولو توجه به ځان ته جلب کړي. نو ښه داده چې هر څوک کم جرئته وي، لومړی دې غونډو او مجلسونو کې ونډه اخلي اما ډېر نه غږېږي نه بلکې د نورو نه دې د خبرو چل زده کوي، بیا وروسته دې ورو، ورو دی هم خپل نظر وړاندې کوي.
یو مهال زه خپله ډېر کم جرئته وم، لومړی چې کله پوهنتون ته بریالی شوم. په ټولګي کې به چې ناست وم، ما به ويل چې ټول ټولګيوال ماته ګوري.. هسې به مې یوه خبره هم نه شوای کولای. چې استاد به کومه پوښتنه کوله زما به ښه زده وه مګر دا جرئت نه وو را سره چې د تختې سر ته پورته شم او پوښتنه ځواب کړم. دا چې ما څنګه خپل ځان ته جرئت پيدا کړ، دا ډېره لویه خبره ده.
د جرئت د پيدا کولو لپاره مهمه او لنډه لاره داده، چې په ادبي او مدني غونډو کې برخه واخلو.همداسې د نورو پوهنځيو محصلين کولای شي چې د خپل اړونده پوهنځیو غونډو تعجب کړي. تر څو یو ښه او با جرئته ځوان شي.
زه خپله په هېڅ ځای کې، له هېچا سره مې حتی خبرې نه شوای کړای. هسې ور سره پتنګ وم ما وې ددې مرض دارو به له کومه کومه. مګر تر هغه مې جرئت پيدا نه کړ، تر څو چې مدني او ادبي غونډو ته لاړم نه. په لومړي ځل کابل ادبي بانډار ته لاړم، غزل مې کره کتنې ته وړاندې کړ، خو په ډېر سخت حالت کې مې ګډونوالو ته ور واوروه. نږدې وم چې د دريځ په سر را چپه شم.
خو، ما سره چې په جرئت کې مرسته کړې ده، هغه یوازې افغان ملي غورځنګ دی. ځکه دلته داسې خلکو خبرې کولې، پرېزينټيشن به یې ور کولو، چې د د نظرونو تبادله به پکې کيدله. په لومړي ځل چې ورته راغلم ډېر خوښ شوم، تر دې دمه مې ډېر څه پکې زده کړي دي.
ملګرو ته یوه لنډه مشوره:
که غواړئ چې یو تکړه او با جرئته ځوان شئ، نو لاړ شئ په ادبي او مدني غونډو کې ګډون و کړئ. خیر دی په لومړي ځل مه مایوسه کېږئ چې دلته خو ټول خلک ډېر تکړه دي، زه داسې نه شم کيدلای، زه به داسې خبرې ونه شوای کړای. رښتیا هم سړي ته سل تشويشونه پيدا کېږي. مګر ددې تشويشونو د رفع کولو لپاره یوازینۍ لار مبارزه ده. ځان نه تسليمول دي. ورو، ورو په ځان باور پيدا کول دي.
هر ځوان تکړه دی، هر ځوان انرژي لري، هر ځوان دې په ځان او په خلکو باندې و مني هغه ویوازې په دې کېږي، چې په هره ځای کې غونډو ته لاړ شي، هر ځای کې د خلکو سره ښې اړېکې پيدا کړي. سالمکې او نه ماتېدونکې اړېکې، تر څو خپل ځان او ټولنې ته د خدمت مصدر و ګرځي.
ذبیح الله ایمان ډیر ښه مطلب لیکلی او اشاره یې ورته کړې خو ده ته مې یوه مشوره دا ده چې دا مضمون د کاپي کړه او یو کس دی هغه ته یې حتمي وکړه کوندې لدې خبرو يو څه واخلي، او هغه شخص به زه بیا په تلفون کې ور وښیم