د خوښۍ مخه څنګه نيول کېږي؟
خلک د خوشحالۍ لپاره ډېره څه کوي. خو زيات مهال يې هڅې نتيجه نه ورکوي، دوى دا هڅه بيا کوي، دا ځل تر پخوا سخته هڅه، د ساري په توګه:
_ زياتې پيسې پيدا کوي.
_ زيات قدرت او حيثيت پيدا کوي.
_ پر خپلو کمزوريو تمرکز کوي او هڅه يې دا وي، چې ليرې يې کړي (د دې پرځاى چې خپل قوي اړخونه نور هم رابرسېره کړي)
_ هڅه کوي غوره او مناسب وي (ځان کم نه ګڼي)
_ هڅه کوي په زوره ځان خوشحاله کړي، د دې لپاره په ناسمو طريقواو چلونو پسې ګرځي.
موږ اورېدلي چې پيسې خوښي نه شي رانيولاى، خو زيات خلک رښتيا هم پر دې خبره باور نه کوي. دوى دغه پوښتنه کوي: زياتې پيسې ما نه خوشحالوي؟ ته لېونى يې؟ که زياتې پيسې ګوتو ته راشي، خپل ټول پورونه پرې کولاى شم، خپله اوسنۍ دنده پرېږدم، هغه کار پيلوم چې هر وخت يې ما ارمان درلود، ډېرې پيسې به خپلې کورنۍ ته هم ورکړم او د خيرښېګڼې پر چارو به يې هم ولګوم. تاسې راته واياست چې پيسې خوشحالي نه راکوي؟
هو. دا حيرانوونکې ده، خو رښتيا دي. په دې اړه زياتې څېړنې شوې دي. د لاټرۍ ګټونکي هم کال وروسته خوښ نه وي، حال دا چې دوى به د لاټرۍ تر ګټلو مخکې تر دې زيات خوښ وو. حيرانوونکې دا ده چې دغه اصل پر هغو کسانو هم صدق کوي، چې په خواشينکوونکو لانجو يا خطرونو کې راښکېل دي: يوکال وروسته دوى تر اوس زيات خوښ وي.
دا شرايط نه دي چې موږ خوشحال يا هم خپه کوي. په دې اړه فکر وکړئ: که پيسې زموږ د خوشحاله ساتلو لپاره کافي واى، بيا به مو په خپله شا و خوا کې ګڼ کسان ليدلاى چې يې ويلاى ((واو، زه له خاورو راپورته شوم، کافي پيسې لرم او اوس خوښ يم))
تر اوسه مې له چا داسې کومه خبره نه ده اورېدلې. په حقيقت کې ګڼ شتمن کسان شته چې ډېر خپګان لري. که بخت او شهرت کار ورکولاى، د فلمونو لوبغاړي يا هم د راک موزيک سندرغاړي به په نشو اخته نه واى، دوى د دې پر ځاى چې پر خپل شهرت يا هم شتمنۍ خوښ وي، نشو ته پناه وړي.
شتمني د خوشحالۍ سبب نه کېږي. که کېدلاى ايا موږ به اوس خوښ نه وو؟ ما ګڼ ښايسته شيان رانيولي، خو يوه هم خوښي نه ده راپه برخه کړې، دغه سامانونه يوازې هغه وخت د اوږدې مودې لپاره د خوښۍ احساس راکوي چې د کوم کار په کولو کې ونډه واخلي: د تار د اوبدلو څرخ، زما وړه کښتۍ او…
دغه شيان دومره اهميت نه لري، خو داسې کارونه کوي، چې زما ژوند ته خوند په برخه کوي.
بله مسئله چې ستاسو خوښي درڅخه اخلي، پر حقيقت سترګې پټول او ځان ته دا کاذب تلقين ورکول دي، ګواکې هغه څه رښتيا نه دي چې ورباندې پوهېږئ. هره هغه فلسفه چې ستاسو څخه غواړي پر حقيقت سترګې پټې کړئ، سمه نه ده. په حقيقت کې څېړنو ثابته کړې، د خلوص نشتوالى د خواشينۍ په اندازه ستاسو زړه ته تاوان لري. ستاسو بدن او جسم هغه کړکېچ او ټکر احساسوي چې د حقيقت او ستاسو د عمل ترمنځ روان وي، دا مسئله ورته ډېره ويجاړوونکې تمامېږي. دا ښه ده چې د ستونزې په وخت کې په يوه سمې حل لارې پسې وګرځئ، خو دا ډېره مهمه ده چې حقيقي واوسئ. (يعنې تاسې همدا تاسې واوسئ).
دا ټولې تلکې دي، چې تاسې په اسانۍ په کې بندېږئ، بيا په ځانګړې توګه مطبوعات او اعلانات چې موږ لا دغو تلکو ته نژدې کوي! د ټلويزيون، مجلو، ورځپاڼې او نورو مشهورو رسنيو عمده موخه د اعلاناتو خرڅول دي. له دې لارې پيسې لاسته راوړي. دوى داسې نشراتي مواد توليدوي چې ستاسو پام ځان ته راجلب کړي، نو تاسو به تر ممکنه حده د دوى اعلانونه وګورئ.
دغه راز د اعلاناتو هدف دا دى چې تاسې د کمپنيو توليدات رانيسئ. که تا پر خپل ژوند قناعت کړى وي، د نورو شيانو له رانيولو به ډډه وکړې. د دې لپاره چې تا د توليداتو رانيولو ته اړ کړي، د اعلاناتو کمپنۍ په قصدي ډول هره هڅه کوي، تا ته دا نظر درکوي، چې په ژوند کې دې يو څه کم دي، ګواکې که نور هم ښايسته شئ، غاښونه مو نور هم سپين شي، خلک به لا درسره مينه وکړي. دوى تاسو ته دا نظر درکوي، چې په ژوند کې مو کومه نيمګړتيا شته، که د دوى توليدات رانيسئ، ګواکې دا ستونزه به حل شي او تاسې به خوښ ياست.
دوى به تاسې پلورنځيو ته په تګ راتګ مجبوره کړي: دوى درته وايي چې تاسې نيمګړي ياست او خوښ نه ياست، بيا دوى يوه حل لار درکوي، چې هېڅکله تاسو ته خوښي نه درپه برخه کوي. څومره چې ډېر دغه اعلانونه اورئ او ګورئ هغومره به دا ډېره ګرانه وي چې خوښي درپه برخه شي.
درې پيغامونه بدلون راولي، ځان تر ممکنه حده له دوى ليرې وساته. کله چې انټرنټ کاروئ د اعلاناتو د مخنيوي ځينې اپ يا پروګرامونه شته چې هغه وکاروئ. که کومه تجارتي راډيو اورئ، د اعلاناتو په وخت کې يې بنده کړئ. که ټلويزيون ګورئ لږ تر لږه د اعلاناتو پر مهال يې ږغ بند کړئ. غوره به دا وي چې کوم ثبت شوى پروګرام واورئ چې اعلانات به يې تېرولاى شئ. خو غوره دا ده چې ټلويزيون ونه ګورئ. ګڼې ټلويزيوني خپرونې (نندارې) د همدې لپاره جوړې شوي چې تاسې خواشيني کړي، تاسې به مجبوره شئ د دوى د اعلاناتو له کبله زيات توليدات رانيسئ.
که دغه ټول کارونه درته ګران وي، په اوونۍ کې يې يوځل تجربه کړئ، وګورئ چې څومره سکون درپه برخه کوي. دا ډېره اسانه ده چې له دغو ټولو منفي پيغامونو پرته خوشحاله واوسئ.
له پيسو، قدرت او جعلي اوسېدو پرته ځينې نور دوامدار چلندونه هم شته چې د خوښۍ په وړاندې يې خنډ جوړ کړى دى. هغه قرباني کېدل، ځان مستحق احساسول، ژغورنې ته په تمه پاتې کېدل او نور تورنول. د دې پرځاى چې بشپړ مسووليت او د خپل ژوند بدلولو کنټرول په لاس کې واخلئ، پر خپله ناتواني تمرکز کول.
په لنډه توګه که ووايو، خوښي له شرايطو نه راځي، نه هم خوښي شرايط راولي. پيسې لرل، شهرت يا هم قدرت نه شي کولاى تاسې خوشحاله کړي، که له ناوړه پېښو سره مخ کېږئ، مه ورته تسليمېږئ چې ستاسو تقدير وټاکي.
بنده کړئ. که ټلويزيون ګورئ لږ تر لږه د اعلاناتو پر مهال يې ږغ بند کړئ. غوره به دا وي چې کوم ثبت شوى پروګرام واورئ چې اعلانات به يې تېرولاى شئ. خو غوره دا ده چې ټلويزيون ونه ګورئ. ګڼې ټلويزيوني خپرونې (نندارې) د همدې لپاره جوړې شوي چې تاسې خواشيني کړي، تاسې به مجبوره شئ د دوى د اعلاناتو له کبله زيات توليدات رانيسئ.
که دغه ټول کارونه درته ګران وي، په اوونۍ کې يې يوځل تجربه کړئ، وګورئ چې څومره سکون درپه برخه کوي. دا ډېره اسانه ده چې له دغو ټولو منفي پيغامونو پرته خوشحاله واوسئ.
له پيسو، قدرت او جعلي اوسېدو پرته ځينې نور دوامدار چلندونه هم شته چې د خوښۍ په وړاندې يې خنډ جوړ کړى دى. هغه قرباني کېدل، ځان مستحق احساسول، ژغورنې ته په تمه پاتې کېدل او نور تورنول. د دې پرځاى چې بشپړ مسووليت او د خپل ژوند بدلولو کنټرول په لاس کې واخلئ، پر خپله ناتواني تمرکز کول.
په لنډه توګه که ووايو، خوښي له شرايطو نه راځي، نه هم خوښي شرايط راولي. پيسې لرل، شهرت يا هم قدرت نه شي کولاى تاسې خوشحاله کړي، که له ناوړه پېښو سره مخ کېږئ، مه ورته تسليمېږئ چې ستاسو تقدير وټاکي.
بدلون اوونيره\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳