Cara Stein

ژباړن: صالح محمد صالح

تاسو ته:

د خوشحالۍ لپاره يوازې د دې متن لوستل کافي نه دي، تاسې بايد عملي اقدام وکړئ او خپل ژوند خپله بدل کړئ. زه دا تجربه لرم چې د ښه کار او ښه احساس لپاره دا متن څومره مرسته کولاى شي.

هرکله چې فکر کوئ ستونزو راګير کړي ياست او بدمرغه ياست، يا هم ستاسو ژوند ښه دى خو تاسې غواړئ ډېر خوند ورڅخه واخلئ، فکر کوم دا معلومات تاسو ته مهم دي، هيله لرم د ژوند د پرمختيا لپاره درسره مرسته وکړي.

لومړۍ برخه:

خوشحالي څنګه راځي؟

په نړۍ کې د ګوتو په شمار کسان خوښ دي، زه چې څومره کسان پېژنم زيات يې، په طبيعي ډول خوابدي دي، يقيناً څومره کسان چې ما کتلي خوښ نه ښکاري، خوښو کسانو ته دستي د چا سترګې وراوړي، ځکه د دوى شمېر ډېر کم دى. که سړى خپله اراده نه کوي، دا ويل اسانه دي، چې خوښ اوسېدل پېچلې مسئله ده، يا هم په دې اړه ځينې رازونه شته چې سړى بايد ځان په پوه کړي، يا هم هيله لرئ کاشکې تاسې بل څوک پيدا واى.

خلک ذاتاً د خوښيو له يوې اندازې سره دنيا ته راځي، د خوښيو تنظيم او شرايط هم پر دې تاثير لري چې تاسې څومره خوښ ياست. تاسې لا هم دا ځواک لرئ چې ځان خوشحاله کړئ. د حيرانۍ وړ خبره ده چې زموږ ٥٠ سلنه خوښي په جنتيکي يا ارثي لحاظ راسره دي، يوازې ١٠ فيصده يې په شرايطو پورې تړاو لري، پر ٤٠فيصده نورو خوښيو موږ کنټرول لرو.

بيا نو ولې دومره دېر خلک خوښ نه دي؟ ځواب يې ډېر ساده دى. تر اوسه پورې يوه سوچ د ډېرو خلکو د خوښيو مخه نيولې ده. تاسې يې هم يوه دقيقه په اړه سوچ وکړئ. خپل ژوند ته وګورئ کوم شى يې تاسو ته بد احاس درکوي؟

ايا تاسې هره يکشنبه دشپې خوابدي ياست چې سبا دوشنبه سهار بيا کار ته ځئ؟ دا غالباً ځکه چې تاسې اندېښنه لرئ سبا به اړ ياست هغه کارونه وکړئ چې خوښ مو نه دي، خو کولو ته يې مجبور ياست، يا به تشويش لرئ چې کارونه زيات دي او تاسې يې د ترسره کولو توان نه لرئ، ښايي دواړه علتونه وي.

ښايي په کارځاى کې مو بېخونده خلک وي، تاسې بيا تشويش لرئ چې له دوى سره به بيا تر يوه چتر لاندې کار کوئ.

کله چې د بېلونو تصفيې ته کښېنئ، د زړه له تله وحشت ځپلي کېږئ؟ ځکه تاسې اندېښنه لرئ چې د هر شي لپاره دومره ډېرې پيسې نه لرئ.

کله چې د موټرچلولو پر مهال يو څوک په چټکۍ ستاسو له مخې [له خپل موټر سره] تېرېږي، ايا تاسې سر ته سوکان کشوئ؟ ښايي هرڅوک به دا کار وکړي، خو ښايي هغه سړي به قتل کړى وي! هغه په وېره کې دى او تاسې خپه ياست چې ده يا دې د موټرچلولو پر مهال خطر درپېښ کړ.

ګڼ بد خونده احساسات په وېره بدلېږي. که د کار، پيسو، خپلو اړيکو، يا هم د ځان په اړه د خلکو فکرونو او خبرو ته په تشويش کې ياست، دغه ډول ټول مسايل د وېرې او اندېښنې سبب کېږي. دا ډېره مهمه ده چې پوه شئ: وېره د خوښۍ دښمنه ده. نور بيا…

بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *