۱- له خپلو ماشومانو سره مینه وکړئ!
د یوه خوشاله ماشوم روزلو لومړی راز د هغه په ستایلو کې دی. د میندو او پلرونو مینه د ماشوم په خوشاله ساتلو کې تر ټولو اړین عامل دی.
کله چې ماشومان لویږي نو د دې په پوهیدلو سره چې د هغوی باورونه، خوښې، عادتونه او استعدادونه ارزښتمند بلل کیږي د خوشالۍ احساس کوي او دا د هغوی د ژوند د راتلونکو کلونو په خوشالۍ کې بنست ایښودونکي دي. البته د ماشوم منل د هغه د تیروتنو څخه په دایمي ډول سترګې پټول نه دي. خو زده کړئ چې د ماشوم کړنې نقد کړئ نه د هغه شخصیت. همدارنګه هغه څه له ماشوم څخه غواړئ هغه ماشوم ته ووایاست، نه هغه څه چې نه یې ترې غواړئ. یعنې هغه ته د (دا مه کړه!) خبرې په ځای ووایاست (دا وکړه!).
۲-نه زه نه شم کولی په، هو زه کولی شم بدل کړئ!
کله چې ماشوم پوه شي چې په هغه ډاډه یاست او باور مو پرې پیدا کړئ، هغه احساس کوي چې هر څه ته لاس رسی ورته ممکن دی. د ځان په اړه د ماشوم فکر تر هر څه ډیر اهمیت لري. له همدې امله میندو پلرونو ته ښايي مثبت افکار ماشومانو ته القأ کړي. کله چې د (د ماشوم روزلو) کتاب د لیکوال مک بلدسو زوی ته د هغه ښوونکي وویل: د فوتبال په لوبلو کې هیڅ استعداد نه لري. هغه خپل رټل شوي زوی ته وویل: ((هیڅ کله چاته اجازه مه ورکوه چې اهدافو او هیلو ته دې لار ومومي!))
نن ورځ د هغه زوی د خپل هیواد په یوه مخکښ ټیم کې یوه تکړه حرفوي لوبغاړی دی. د بلدسون مثبتو فکري القائاتو د هغه د زوی په ذهن کې د هغه ژوند بدل کړ.
۳- عادلانه اوصول وضع کړئ او خپله هم هغوی ته ژمن واوسئ!
د کم عمر لرونکي ماشومان د خوندیتوب په احساس سره خوشاله کیږي. فرض کړئ چې د یوه لوړ پاڼ په سر ولاړ یاست، په هغه صورت کې چې د ساتلو لپاره یو سپر ولرئ نو د هغه پاڼ په سر له ولاړیدو به خوند واخلئ، که داسې نه وي نو د ویرې او ډار سره به مخ شئ. ماشومان هم همدارنګه دي. که د هغوی د کړنو لپاره یو قوی او کلک چوکاټ (قانون) شتون ولري، هغوی پرمختګ کوي. په حقیقت کې ماشومان د لارو چارو په لټه کې دي.
۴- مثبت لوري روښانه کړئ!
خپل ماشوم ته مو ورزده کړئ چې هیځ داسې ستونزه نه شته چې نه شئ کړی یو دبل په مرسته یې حل کړئ. همدارنګه هغه ته ورزده کړئ چې خوشبین واوسي. که کومه بده پیښه وشوه نو په لوړ غږ فکر وکړئ پریږدئ چې هغه مو فکر واوري د بیلګې په ډول ووایئ( وای باور مې نه کیږي چې داسې پيښه دې شوې وي، خو هر څه به سم کړم کومه مهمه خبره نه ده) د خوشبینۍ زده کړه اړینه ده ځکه ماشوم د خوشاله راتلونکي لپاره هیله من او لیواله کیږي. ناراضه او ناخوښ کسان د ژوند په منفي پيښو تمرکز کوي، په داسې حال کې چې خوشاله کسان د ژوند په هغو پيښو فکر کوي چې دا د راتلونکي په اړه یو ښه لیدلوری ورکوي.
۵- د ماشومانو د خوښۍ کړۍ مو بشپړه کړئ:
میندې پلرونه د داسې ښوونکي او مربیانو په لټه کې دي چې د ماشومانو د خوښۍ د کړۍ په بشپړه ولو کې له دوی سره مرسته وکړي. له خپل ماشوم سره مو مرسته وکړئ چې د ملګرتیا اړیکې وساتي او هغه پراخه کړي. پیاوړې اړیکې درلودل او د هغوی رامنځ ته کول په راتلونکي کې د خوشاله ژوندانه اصلي شرط دی.
۶- ماشومان مو تحرک ته وهځوی:
کوم ماشومان چې ډیر وزن اخلي دا د دوی روغتیا او خوشالتیا ته تاوان رسوي. چاغ ماشومان د نورو په پرتله خواشیني وي او په ځان باور نه لري. که ماشومان مو لوبو او ورزش ته وهڅوئ او تر خپله وسه ښه خواړه ورکړئ نو هغوی به هم فعاله وي او هم به سالم بدن ولري. له نورو ماشومانو سره د لوبو کولو په سبب به مو ماشوم نوښتګر اوخلاق رالوی شي او اجتماعي وړتیاوې به یې څو برابره شي.
۷- خوښۍ مو له ځان سره د یادګار په توګه زخیره کړئ:
د ماشوم د خوښې شیان لکه عکسونه، پوست کارتونه، د لاس نښې او د دوی په خپل لاس جوړ شوي د لوبو توکي چې ماشوم ته یې د خوښۍ شیبې وریادوي په یوه ډبه کې خوندي او وساتئ. کله چې ماشوم مو ناروغ یا خفه دی او یوې وړې موسکا ته اړتیا لري، هغه ډبه پرانیزئ او ماشوم ته مو خوښي ډالۍ کړئ.
۸- د اړیکو جادوګرې شیبې پيدا کړئ:
په وروستیو څیړنو کې چې په ۲۰۰۰ له ۵ کلنو تر ۱۷ کلنو ماشومانو تر سره شوې له هغوی نه پوښتل شوي چې هغه څه دي؟ چې دوی یې غواړي خو په پیسو یې نه شي اخیستئ. ټولو یې ځواب ورکړ چې مور او پلار او د هغوی پاملرنه ده. ماشومان غواړي چې مونږ د هغوی په اړه فکر وکړو. داسې پروګرامونه جوړ کړئ چې د کورنۍ ټول غړي په کې ګډون ولري میلې، یو ځای پټيو او باغونو ته تلل…. ماشومان په ورځینیو کارونو لکه د کور کارونه، د کور اړین توکي پیرل او د باغچې په اوبولو کې شریک کړئ.
۹- د بیا هڅې کولو ځواک مو ماشوم ته ورانتقال کړئ:
د ماشوم ټول پام او توجه مو دا ده چې په خپل ټولګي کې لومړی مقام تر لاسه کړي، خو دا مقام یې بل ټولګیوال ګټي. د خوشاله اوسیدو یو مهم راز د ستونزو او مشکلاتو د زغملو توان او قدرت دی. له ټولو ستونزو څخه د ماشوم د لرې ساتلو هڅه مه کوئ. د دې په ځای هغه ته ورزده کړئ چې څنګه له ستونزو سره مخامخ شي. که د درس ماتې یا کومه بلې ماتې هغه ناهیلۍ کړي، مرسته ورسره وکړئ چې ژر تر ژره خپل عادي حالت ته راوګرځي. هغه وهڅوئ چې خپل احساسات د یوې لیکنې یا انځور په ډول بیان کړي. تاسو د خپل ماشوم الګو یاست. ډاډه شئ چې یوه مناسبه الګو د هغه په مخ کې شته خپله روحیه په هیڅ ډول شرایطو کې له لاسه مه ورکوئ.
۱۰ – په ماشوم کې مو حیرانتیاوې راوپاروئ:
کله چې ماشوم له ځان څخه د لوې پدیدې سره مخ کیږي، که هغه پدیده فزیکي وي که معنوي، د رضایت احساس کوي. له ماشوم سره مو د خدا(ج) د عقایدو، دیني مقدساتو په اړه خبرې وکړئ مهمه نه ده چې هغه دې ټول جزیات درک کړي.
له هغه سره په شنو او یوازې ځاینو کې قدم ووهئ، ستورو ته یې ځير کړئ. د پاملرنې او پالنې احساس مو په ماشومانو کې وروزئ.