محمد حامد حقمل

محمد حامد حقمل –

د نړۍ بریالي کسان څنګه خپلو موخو ته ورسېدل ؟ او د دوی د بریالیتوب راز په څه کې و؟ دا هغه پوښتنې دي چې ددې ځواب به یوازې د دوی د مثبت فکرکولو اوددې فکر کولو عملي کیدل وی. نو له دې څخه معلومیږي چې د نړۍ ټول پرمختګونه یوازې او یوازې له مثبت فکره سرچینه اخلي او همدا فکر دی چې یو انسان څومره چې مثبت فکر کوي هاغومره ستر او بریالی شخص ترې جوړیږي. مثبت فکر کول په انسان کې معنویت را ژوندی کوي او انسان ته سترتوب بښي. موږ هرهغه څوک لوی کسان ګڼو، چې تل لوی مثبت فکرونه کوي. تاسوبه کله هم د وړو او منفي فکر انسانان  لوی نه وي ګڼلي او د لوی فکر انسانان به مو د وړو اومنفي فکرو انسانانو په کتار که نه وي درولي.

نو انساني اخلاق، غوره صفات، ښه پرېکړه، د وجدان سپېڅلتیا او دې ته ورته ټول انساني جوهرونه یوازې او یوازې د مثبت فکر په فابریکه کې تولیدېږي. لکه څرنګه چې شیوکهرا په خپل « ته ګټونکی یې » نومي کتاب کې هم د مثبت فکر په اړه زیاتې خبرې کړې دي چې د متن په یو ځاي کې لیکي.

څه ډول کولی شوچې مثبت فکر جوړ او وساتو؟ ددې سوال د ځواب لپاره یې لاندې ځوابونه ورکړي دي.

*پرهغو اصولو ځان پوه کړئ چې د فکر مثبته بڼه جوړوي.

*دا باید و غواړئ چې مثبت فکر ولرئ.

*د تمرین لپاره د هغه اصول، مقرارت او د ژمنتیا حس وروزئ.

نوراځئ! خپل منفي فکرونه په مثبتو فکرونه بدل کړو، او تل د هغه چا ژوند مطالعه کړو چې دوي په نړۍ کې پیژندل شوي دي او همدارنګه د نړۍ مشهور نومیالي دي. بیا هم تکراروم چې راځئ! مثبت فکر وکړو او د خپلې کورنۍ او ټولنې د انساني ژوندانه د هوساینې لپاره فکر له نسخې درمل جوړ کړو. نو ستاسو مثبت فکر ستاسې د شخصیت مثبت انځور دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *