لیکنه: صالح محمد هوتک –

دلته د داسي یو اپلیکشن (Android Device Manager) په اړه ږغیدلې یو چې کولای سي ستاسو د ځیرک موبایل نه یوازي موقعیت معلوم کړي، بلکې کله چې ستاسو ځیرک موبایل ستاسو څخه لادرکه سوی ئي او یا مو یو ځای هیرکړی وي نو تاسو کولای سی موبایل بند (قُلف) کړئ، زنګ ورته ووهې او یا هم په موبایل کې ثبت سوې ټول مالومات او فایلونه له منځه یوسی.

که څه هم په زیاترو ځیرک موبایلونو کې دا اپلیکشن (Android Device Manager) له مخکې نه موجود وي خو که چیري نه وي نو تاسو کولای سی د Play Store   Googleڅخه ئې هم ترلاسه کړی.

صالح محمد هوتک
صالح محمد هوتک

د استعمال طریقه :

۱ – لومړی خپل په موبایل کې Settings ته ولاړ سی او هلته پر Security کلیک وکړی وروسته Device administrators  کلیک کړی او د Android Device Manager تر څنګ کلیک وکړی او چیک مارک ئې کړی.

۲ – که مو غوښتل چې د موبایل موقعیت معلوم کړی  نو باید مو د موبایل Location – On وي او که مو یوازي غوښتل د موبایل داخلې حافظه له منځه یوسی، موبایل ته زنګ ووهی او یا هم ټلیفون قُلف کړئ نو اړ نه یاست چې Location  مو On کړی.

2

۳ – خپل د Google Account (Gmail Account) ته به خپل د کمپیوټر له لارې او یا هم د بل ټلیفون له لارې داخل شی او تر هغه وروسته خپل د Profile پر عکس کلیک وکړی، هلته به My Account کلیک کړی او په هغه کې پر Find your phone باندې کلیک وکړی.

 دلته به هغه موبایلونه تاسو ته وښودل سي کوم چې تاسو خپل Account پکښې خلاص کړی وي اوس نو تاسي کولای سی خپل ورک سوي موبایل پر نوم باندې کلیک وکړی تر هغه وروسته پر Locate کلیک وکړی که چیري ستاسو د موبایل Location-On  وي نو تاسو ته به ستاسو د موبایل موقعیت د نقشې پر مخ معلوم کړل سي.

2

اوس نو دلته بیا تاسو ته درې انتخابونه موجود دي.

Ring – که مو چیري پر Ring کلیک وکړی نو ستاسو موبایل ته به زنګ ووهل سي په لوړغږ باندې حتی که چيري زنګ بند (Silent) هم وي.

2

Lock – که چیري پر Lock کلیک وکړی نو ستاسو ورک سوی موبایل به Lock سي او استعمالوونکې شخص ته به میسج واستول سي چې موبایل د (Android Device Manager) لخوا بند کړل سوی بیا هغه شخص کولای هم سي چې د مبايل له اصلي خاوند سره په اړیکه کې سي.

2

Erase – که مو چیري پر Erase کلیک وکړی نو ستاسو په ورک سوی موبایل کې به ټول مالومات له منځه ولاړ سي بغیر د وصل سوی حافظې (میموري کارډ) نه.

نوټ: دا هر څه هغه وخت شونې دي چې موبایل مو د انټرڼیټ سره وصل وي یعنې موبایل مو انلاین وي او ستاسو په موبایل کې ستاسو (Gmail Account) خلاص وي.

One thought on “څنګه د خپل ورک سوي ځیرک موبایل موقعیت معلومولی سو؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *