ځان ته د ريیس د پام رااړولو لپاره ځینو کارونو ته اړتیا ده. زموږ ټولو خوښېږي چې په خپل کاري چاپیریال کې د ټولو د توجو وړ وګرځو، په ځانګړي توګه د رئیس او یا هم د کمپنۍ د عمومي مشر. په دې لیکنه کې به له څلورو داسې حرفوي لارو سره اشنا شئ چې د رئیس د پام وړ وګرځئ او هغه تر خپل تاثیر لاندې راولئ. سربېره پر دې چې چاپلوسي او غیر اخلاقي نه ده، کولای شئ چې له تاسو سره مرسته وکړي او ښه کارکوونکی درنه جوړ کړي.

۱ – خپله دنده مو وپېژنئ.

که غواړی چې له ځانه مو ښه احساس په ځای پرېږدی، ښه کار دا دی، چې خپلو څېړنو ته مو دوام ورکړی. په سلګونو کسان شته چې ستاسې وړتیاوې او توانایی لري؛ کولای شي ستاسې کار له تاسو نه په ښه توګه تر سره کړي. خوکه په خپل کار کې کافي معلومات ولری، کولای شی خپله لاره مو له هغوی نه جلا کړی. او سربېره پردې خپلې وړتیاوې مو پیاوړي کړیاو نوو خبرونو ته ډېر پام وکړئ.

د هغو مجلو او لیکنو نه هېڅ کله هم ځان مه تېروئ؛ چې ستاسې د کار په اړه نوي موضوعات خپروي. او همدارنګه هڅه وکړئ، چې له هم مسلکو کسانو سره مو اړیکه رامنځته کړی او د نوو څېړنو او مطالعاتو په اړه معلومات پیدا کړئ. او په پایله کې، د امکان په صورت کې خپلې څېړنې او مطالعې کې مو یو ګام مخکې واخلئ او وګورئ چې نوې څېړنې څه له هغې کمپنۍ او یا هم هغه اداره کې چې کار کوی څومره مرسته درسره کوي.

۲ – زیات وخت مو د کار له پاره پرېږدئ.

که د نیمه وخت کارکوونکی یاست بد مه کېږئ، کار او کور ته د تلو وخت ته مو توجو وکړئ. وکولای شی چې داسې وړاندیز هم وکړی، چې ډېر وخت کار کول غواړی. خو که د ټول وخت کارکوونکی یاست، له تاسې نه دا هیله کېږي؛ چې د کاري وخت تر پایه په دفتر کې پاتې شی. البته دا لازمه نه ده، چې د نورو په شان تر ډېره پاتې شی خو دا ښه ده، ددې په ځای چې هر ورځ په ۵ بجو د کار ځای پرېږدی هره ورځ نیم ساعت وروسته کار ځای پرېږدئ او مهمو کارونو ته مو پام کوئ. البته بیا هم پدې ټینګار کوم ډېرې فداکاری او ځانښودنې ته اړتیا نه شته، خو دا له یاده مه باسئ، هېڅ داسې رئیس نه شته چې د هغه کارکوونکی نه چې تل خپل ساعت ته ګوري او خپل توکي ټول کړي او کور ته لار شي خوښ وي.

همدارنګه که رئیس مو له تاسې وغوښتل چې تر ډېره پاتې شی، تر څو له هغه سره مرسته وکړی پرته له کوم اعتراض او نیوکې دا قبوله کړئ. ستاسې شوق، هڅه او مرسته ډاډمنه لاره ده، ددې له پاره مو چې رئیس د پام وړ وګرځی او هغه تر خپل تاثیر لاندې راولی.

۳ – درناوی وکړئ او حرفي اوسئ.

له په دوامداره توګه ناوخته مو کار ته راشی، او د کار مهمې جلسې له لاسه وکړی، او یا مو هم له همکارانو سره بې ادبه خبرې وکړی په جدي توګه مو د رئیس د پام وړ نه ګرځیاو نه هم هغه تر خپل تاثیر لاندې راوستلی شی. په هماغه اندازه چې له بې ادبۍ نه لیرې اوسېدل اړین دي، د مودب اوسېدل او د حرفي کارونو له پاره مرسته کولای شي تر څو د توجو وړ تاثیر رامنځته کړي.

تاسې کولای شی، دا درناوی مو د رئیس سره د خبرو کولو په وخت کې له ځانه وښيي.

که مو رئیس نه خوښېږي، او یا هم له هغه سره ستونزه لری؛ دا چې تاسې یو کارکوونکی یاست هڅه وکړئ، له هغه سره په درناوي چلند وکړئ.

۴ – له همکارانو سره لاره پیدا کړئ.

ممکن تاسې مو د ټيم تر ټولو هوښیار کس اوسی، او یا هم شاید کار مو له نورو ژر پای ته ورسوی خو دا له یاده مه باسئ؛ د مدیر یا رئیس حواس مو اوازو او د همکارانو د نه لیدلو خبرو ته ډېر وي. نو سربېره پردې دا اړینه ده، چې له همکارانو سره مو ټولنیزه اړیکه ولری. بیړې ته اړتیا نه شته، چې تاسې د هغه ښه ملګری اوسی خو لاره پیدا کړئ چې په اړینو کارونو کې له هغوی سره همکار اوسی. همدارنګه که له همکارانو سره مو د مرستې وړاندیز درکړي، حتما به مو رئیس له هغه نه استقبال وکړي. یو رښتنۍ رهبر هغه څوک دی، چې هڅه کوي چې له نورو سره مرسته وکړي. همدارنګه هڅه وکړئ، چې د کاري چاپیریال له اوازو نه لیرې اوسی، ځکه چې لدې خلکو سره ناسته پاسته ددې لامل ګرځي، چې تاسې هم نابالغ او نا پوهه شخص وپېژندل شی. او همدارنګه دا کار مو ستاسې د ادارې کاري وخت ضایع کوي.

ژباړه او زیاتونه: شبیراحمد سليمي نړیوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *