نن سبا په هیواد کې ډیری افغانان له داسې ناروغیو مري چې مخنیوی او علاج ېې ډیر اسانه کار دی په دغو ناروغیو کې یوه د سینې د سرطان نارغي ده.

په نورو هیوادونو کې د سینې یا تیو سرطان د شلو کلونو مخکې نارغي او سرطان نه دی چې علاج ېې ناشونی او مخه ېې ونه نیولی شي ، د عامه پوهاوی لوړاوی، ژر تشخیص، او په درملیزه برخه کې پرمختګونه د دې سبب کیږي چې په میرمنو کې دغه ناروغي معالجه شي یا ېې مخه ونیول شي خو له بده مرغه زموږ په هیواد کې هر کال سلګونو کسان له دې ناروغۍ مري.

کیداي شي دغه شمیره ډیره لوړه وي خو په هیواد کې صحي احصایه نه شته نو نه پوهیږو چې دقیقاً څومره کسان له دې ناروغۍ مري.

که څه هم موږ په طبي برخه کې ستونزې لرو خو په نورو برخو په تیره بیا د عامه پوهاوي په برخه کې څه ناڅه کولی شو که دغه لیکنه په دقت ولوستل شي او دغو مواردو ته پام وشي د سینې د سرطان مخه به مو تر ډیره نیولې وي او د یوې مور ژوند به مو ژغورلی وي.

لومړی هغه ریسک فکټورونه یا د خطر عوامل یادوو چې د سینې سرطان پيدا کولی شي که په دغه موقیعت کې یاست له ځان سره پام کوئ او ژر ژر د ټسټ لپاره ډاکټر ته ورځئ:

تر څلویښتو د لوړ عمر میرمنې

په کورنۍ کې د سینې په سرطان د اخته ناروغ شتون

ډیر وزن درلودونکې میرمنې

هغه میرمنې چې لږ فزیکي فعالیت لري

او هغه میندې چې په وینه کې ېې سټروجن هورمون ډیر وي

باید حتماً وخت نا وخت د سینې د سرطان معاینه وکړي او د معاینې یا چکاپ لپاره ډاکټر ته ورشي.

د دې لپاره چې د سینې په سرطان اخته نه شئ دغو ټکو ته هم پام کوئ:

سګیریټ مه څکوئ، خپل وزن په طبیعي او مناسب حد کې وساتئ، تل سپورټ کوئ، په خوړو کې مو سبزیاني په تیره بیا کرم، ګلپي او شنه ګلپي زیاتې کړئ او غوړ کم خورئ.

دا هغه عوامل دي چې تاسو ېې کنټرولولی شئ خو هغه څه چې ستاسو له کنټروله بهر دي په هغو کې جنس ، توکم، عمر، د مینوپوز یا د میرمنو د وچیدا عمر، د بیلابیلو درملو استعمال او تاثیرات، او د کورنۍ صحي وضیعت اومخینه او په هیواد کې ناسم صحي سیسټم دی.

د سینې د سرطان په معالجه کې ژر تشخیص ډیر اغیز لري او که تاسو د دې ناروغۍ په نښو نښانو پوه شئ نو مخه ېې هم ژر نیولی شئ له بده مرغه د سینې سرطان په پيل کې خاصه نښه نه لري خو که تسو کله ناکله خپل تي یاسینې په خپله معاینه کړئ نو ممکن درسره مرسته وکړي.

په څو میاشتو کې یوځل خپلې سینې په خپله معاینه کوئ « روده به ېې وروستن دروښیم » او غوره دا ده چې په کال کې یو ځل ډاکټره دغه کار وکړي په دې ډول ممکن سرطان په لومړني پړاو کې کشف کړئ .

هغه نښې چې میرمنې باید ورته پام وکړي:

که مو په سینه یا تخرګونو کې وړه دانه یا غوټه پیدا شوه ژر تر ژر ځان ډاکټر ته ورسوئ.

که مو د سینو یا تیو له څوکو وینه یا نور ترشحات راغلل نو بې احتیاطي مه کوئ او حتماً د نور معایناتو لپاره ډاکټر ته ورشئ.

که مو د سینو یا تیو د څوکو شاوخوا پوستکی وچ شي او پوست اچول ېې پيل کړل نو دا هم ممکن د خطر یو نښه وي.

که مو د سینې څوکه دننه خوا ته ننوځي نو حتماً ډاکټر ته ورشئ.

کله چې ستاسو سینه یا تی سور بخونه ،التهابي او یا و پړسید نو د یوه جدي خطر په توګه ېې وانګریئ او ډاکټر ته ورشئ.

کله چې ستاسو د یو تي شکل او بڼه بدله شي نو ممکن کومه ستونزه وي.

که مو د سینې پوستکی ګورنځي شو اویا ېې حساسیت تر پخوا زیات شوي وي چې په لږ لمس سره هم درد کوي نو باید د نورو معایناتو لپاره اقدام وکړئ.

-Breast-Cancerلکه چې وویل شول د تشخیص لپاره په خپله د میرمنو په وسیله د تیو یا سینو معاینه ډیر اهمیت لري په لنډه توګه هغه لارې او رودې درښیم چې څنګه خپلې سینې معاینه کړئ:

۱- ودریږئ او دواړه لاسونه په زنګونو کیږدئ په همدې حالت کې خپلو سینو ته ځیر شئ او ښې ېې معاینه کړئ چې بڼه او اندازه ېې طبیعي ده که ېې تغیر کړی دی،د سینو تر منځ فاصله یا واټن وارزوئ چې طبیعي دی که ېې بدلون کړی ، که مو د سینو په ظاهري بڼه کې هر دول بدلون ولید در سره ېې ولیکئ، دغه راز د تیو څوکو ته ښه ځیر شئ چې طبیعي دي که ېې بدلون کړی دی.

۲- په دویم پړاو کې په داسې حال کې چې د هندارې په مخکې ولاړه یاست لاسونه مو پورته کړئ او ورو ورو ېې د سر شاته یوسئ او په همدې حالت کې وګورئ چې سینې یا تي مو پورته لور ته حرکت کوي که نه په طبیعي حالت کې دواړه سینې په منظم ډول پورته ځي دغه تمرین په میاشت کې یو ځل کوئ نو کله چې کومه غیر طبیعي ستونزه پیدا شي دغه حالت هم بدلیږي نو که هر بدلون مو احساس کړ له ځآن سره ېې ولیکئ.

په همدې حالت کې د سینو څوکو ته ځیر شئ چې څنګه دي، او ګورئ چې پړسوب یا ګونځې خو ېې نه دي پیدا کړي او یا څوکې خو دننه لور ته نه دي ننوتي ، دغه راز په داسې حال کې چې لاسونه مو پورته نیولي خپل تخرګونه هم معاینه کړئ چې پړسوب یا غوټه خو پکې نه ده پیدا شوې.

۳- په دریم پړاو کې خپل کیڼ لاس پورته کړئ او د ښي لاس په ګوتو په کیڼې سینې فشار رواړئ او خپلې ګوټې له پاسه ښکته لور ته او دغه راز د سینو له منځه د تخرګ لور ته یوسئ او خپله سینه لمس کړئ دغه راز کولی شئ ګوتو ته مو دایروي حرکت ورکړئ په دې حال کې ټوله سینه لمس یا جس کړئ او که هر ډول بدلون مو احساس کړ وېې لیکئ.

بیا همدغه کار په ښي تي یا سینې هم وکړئ غوره ده دغه تمرین یا معاینه په حمام کې له تر شاور لاندې وکړئ ځکه چې کله پوست لوند وي معاینه ېې هم اسانه وي او ګوتې په اسانه پرې تیریداي شي.

۴- دواړه لاسونه ښکته کړئ او د ښې لاس په منځنۍ او د اشارې په ګوتو ورو ورو د سینو یا تیو څوکو ته مساژ ورکړئ او د سینو څوکه مخې ته کش کړئ وګورئ چې له کشیدا وروسته د سینې څوکه بیرته خپل ځاي ته ستنیږي که نه او دغه راز وګورئ چې د سینوله څوکو اوبه ، وینه یا بل ډول ترشحات بهر ته راوځي که نه . هر ډول بدلون چې مو احساس کړ در سره وېې لیکئ.

ښۍ سینه هم همداسې معاینه کړئ.

۵- دغه معاینه د خوب په کوټه کې وکړئ په کټ ستوني ستغ څملي او بالښت مو تر سر او اوږدو لاندې کیږدئ،چپ لاس مو تر سر لاندې کړئ په ښي لاس مو سینو او تخرګونو ته مالش ورکړئ« همغه ډول چې د ولاړو په معاینه کې مې توضیح ورکړه دغه معاینه هم همداسې ترسره کړئ»

هر بدلون مو چې احساس کړ وېې لیکئ .

دغه معاینه ډیره مهمه ده او که په منظم ډول او په طبیعي حالت کې ېې وخت ناوخت وکړئ نو کله چې لږ بدلون هم په سینو کې پيدا شو تاسو ېې پیدا کولی شئ او له دې وژونکې ناروغۍ ځان ژغورلی شئ.

زه سرطان په درملنه او نورو طبي مسلو بحث نه کوم ځکه هیڅ ګټه نه لري یوازینی شي چې اهمیت لري او تاسو له مرګه ژغورلی شي هغه په وخت تشخص دی او په دې برخه کې ډیره مرسته تاسو په خپله له ځان سره کولی شئ.


د سرطان په اړه نورې لیکنې:

په مېرمنو کې د سینې سرطان

د سینې سرطان؛ ځان څنګه ژغورلی شو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *