د نېکبختۍ احساس کوم تصادف نه دی، بلکې د منظم فکر او کردار پايله ده. که څه هم د نېکبختۍ لپاره کوم ځانګړی فورمول نشته خو شخصا په دې اړه فکر کولی شو چې کوم شيان مو نېکمرغه کولی شي . د مارچ شلمه د ملګرو ملتونو  له خوا د ( د نېکبمرغۍ ورځ ) نومول شوې ده .

نېکمرغي يوه داسې ګډه موخه ده چې د بشري ټولنې هر وګړی يې په لټه کې دی . يوه مړۍ ډوډۍ، په سوله کې ژوند، روغتيا، ماديات او نورې زياتې ښکارندې ( پديدې ) شته چې انسان نېکبخته کولی شي .

ډېری داسې انساني حقوق شته چې قانون پېژندلي او د هغه په عملي کولو يې تاکيد کړی دی، که څه هم ( د نېکبختۍ حق ) په هېڅ قانون کې ندی تعريف شوی خو د آزادۍ حق او د نېکبختۍ د موندلو لارې په ځينو قوانينو کې شاملې شوې دي . د بېلګې په توګه په لومړي ځل (د امريکا د خپلواکۍ په يوه علاميه کې ) د pursuit of happiness)) تر سرليک لاندې پدې اړه يوه څه ليدل کيږي . خو دلته به د نېکبخته کېدو په هکله ځينې لارو چارو ته اشاره وکړو.

۱ ــ هره ورځ د نېکبختۍ حس د طبي علومو د څېړنو يو موضوع ده، ټولنپوهنه، روان پوهنه او فلسفه هغه علوم دي چې د دغه حس د موندلو په برخه کې په بېلابېلو طريقو مرسته راسره کولی شي .

څېړنو ښودلې چې په آزاده هوا کې ۲۰ دقيقې قدم وهل د نېکبختۍ حس پياوړی کولی شي البته تر ۲۰ دقيقو کم قدم وهل هم دغه حس تقويه کوي .

د ( دويچه وله ) د راپور په بنسټ که څه هم د نېکبختۍ حس فردي دی خو د افرادو ګډو هڅو ته اړتيا لري . د مثال په ډول څنګه به وکولس شو چې په ککړه او آلوده هواکې وګرځو او د نېکبختۍ احساس وکړو؟ د هوا پاکوالی د يوه تن د وس خبره نده چې ګډې هڅې نه وي .

۲ ــ ورزش: سپورت يوازې د جسمي روغتيا لپاره نه بلکې د روحي روغتيا لپاره هم ګټور دی ، په تېره بيا چې د څو کسانو يا لږ تر لږه د دوه کسانو لخوا تر شي، کله چې روحي ستونزې حل شي دا خپله يو نېکبختي ده .

۳ ـ انسان يو ټولنيز ژوی او د ټولنې تر ټولو وړه حجره ده، دی د کورنۍ څښتن هم دی او له خپلې کورنۍ سره دده اوسېدل چې د امنيت او محبت په فضا کې وي د نېکبختۍ له حسه برخمن کېدل دي، خو څېړنو داهم ښودلې چې د کورنۍ د غړو کيفيت تر کميت مهم دی .

۴ ـ هره ورځ آرام هم د دغه حس په پياوړتيا کې برخه لرلی شي ، هره ورځ نيم ساعت له هی هوی نه لرې کېدل ددې باعث کيږي چې نېکبختي حس کړو .

۵ ـ موسکا يې بله لار ده، موسکۍ څېره نه يوازې داچې ټولنيز اړيکي پراخوي بلکې د نېکبختۍ حس هم تقويه کوي او په مغز کې د (اندوفينو) د توليد سبب کيږي . دغه هورمون چې د سپورت په وخت هم توليديږي د خوشالۍ او نېکبختۍ لامل کېدای شي.

۶ ـ له نورو سره مرسته هم دغه حس پياوړی کولی شي ، څېړنو ښودلې چې له اړمنو کسانو سره مرسته او همکاري انسان ته د خوښۍ او نېکبختۍ احساس ورکوي .

۷ ـ په کافي اندازه خوب هم کولی شي چې د انسان روحي وضيعت تر حده کنټرول کړي، د نېکبختۍ احساس يې زيات کاندي، له منفي او خواشينونکو فکرونو يې لرې وساتي. منظم خوب د مغز د هيپوکامپوس د پياوړتيا سبب کيږي، کله چې هيپوکامپوس ځواکمن وي نه يوازې حافظه تقويه کيږي بلکې مغز مثبت کار کولو ته تمايل پيداکوي .

۸ ـ مينه او هارمونيک اړيکي هم د نېکبختۍ حس روزي، همداسې په بدو او سختو حالاتو کې د ښو شېبو او خاطرې ياد هم پدغه برخه کې پام وړ رول لري . هغه کسان چې هېرجن دي او يا يې په ژوندپېښو( خاطراتو) کې منفي احساسات زيات دي بايد د ښو خاطرو د ياداشت کتابچه ولري او په لازم وخت کې مراجعه ورته وکړي.

۹ ـ له طبيعت او حيوانانو سره مينه هم د نېکبختۍ په زياتوالي کې زياته برخه لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *