ژباړه: حمیدالله حمیدي

بریالی، نمونه او پیاوړی کارکوونکی هغه دی چې د خپل ريیس او یا هم مدیر له خوا ورسپارل شوې دنده د هغوی له تمې  سره سمه سرته ورسوي. دا چې په دندو کې بریالي کېدل ځانګړي اصول لري، دغه راز له ځانه د یوه بریالي  او پیاوړي کارکوونکي جوړول هم ځانګړې تګلاره لري چې دا تګلاره بيا بريالي کارکوونکي له نورو هغو بېلوي. د دې لپاره چې تاسو هم په خپله اداره کې د یوه غوره کارکوونکي په توګه وپېژندل شی، دغو ټکو ته باید پاملرنه وکړئ.

۱- مسلکي چلند وکړئ

هغه ځای چې تاسو پکې کار کوی، کېدای شي شخصي دفتر، روغتون، دولتي اداره او یا هم د پېر او پلور یوه مغازه وي؛ خو دا ټول د ساعت تېرۍ ځایونه نه دي. په دنده کې د مسلکي اخلاقو درلودل د بریا یوازېنی رکن دی.

ريیسان او مدیران د ځیرکو او چل بازو کارکوونکو تر منځ توپیر په ډېرې اسانۍ سره کولی شي، ځکه هغوی دې موقف ته په اسانۍ سره نه دي رسېدلي. له شوخو کارکوونکو څخه مې موخه هغه کسان دي چې تل یې پر شونډو مسکا خوره وي. کېدای شي تاسو هم په دې برخه کې تجربه او یا هم په خپله شاوخوا کې دغه ډول همکاران ولری. د دې ډول کسانو په لیدلو سره ان ستاسو روحیه پیاوړې کېږي. د مسلکي اخلاقو درلودل هغه څه دي چې په کاري چاپېریال کې ستاسو بریا تضمینوي.

۲– د نیوکې زغم ولرئ

کله چې له نیوکې سره مخ کېږی، په حقیقت  کې خپل کمزوري ټکي پېژنی او لومړیتوبونو ته مو پام کېږي. که مو کله ريیس او یا هم بل همکار در باندې نیوکه کوي، ژر عکس العمل مه ښکاره کوئ، ځکه په دې سره به ستونزه لا لویه شي. ښه ده چې ځان ته وخت ورکړی، له يو بل سره خبرې وکړئ او په ارامۍ سره یو بل ته قناعت ورکړئ.

 ۳- تل مسلکي اوسئ

دا سمه ده چې هره دنده خپلې ستونزې او ننګونې لري. که مو دنده هر څومره اسانه او یا هم سخته وي، په دواړو حالتونو کې هڅه وکړئ چې مسلکي واوسی. په دنده کې بریا په مسلکيتوب، وړتیا، رښتینولۍ، کاري چاپېریال او د زده کړې په درجې پورې تړلې ده. که څوک خپل دنده په سمه توګه پرمخ نه شي بېولی، ښه ده چې پر خپلې ناتوانۍ اعتراف وکړي او په یوه داسې دنده پسې وګرځي چې له سویې سره یې سمه وي او په راتلونکې کې یې د پرمختګ لامل شي.

۴-  له همکارانوسره مو ښې اړیکې ولرئ

هڅه وکړئ، له ټولو همکارانو سره مو اړیکې له مینې او متقابل احترام څخه ډکې وي. هر څوک په خپله دنده کې یو ځانګړی مهارت لري. کارکوونکي په کاري چاپېريال کې د يو بل مرستې او همکارۍ ته اړ کېږي، ستاسو هڅه بايد دا وي چې له همکارانو سره مو د مرستې په پار خپلې هڅې ونه سپموئ او په پوره مینې او ایماندارۍ سره یې د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړئ.

۵- د زده کړې فرصتونه له لاسه مه ورکوئ

که هغه اداره چې تاسو پکې کار کوی، د خپلو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو کوم پروګرام پلی کوي، نو ضرور پکې ګډون وکړئ، ان تر دې چې که د دغه ګډون په بدل کې پيسې هم درڅخه اخيستل کېږي، تاسو يې د فرصت په توګه له لاسه مه ورکوئ. د نویو څیزونو زده کړه، تاسو په يوه پياوړي او وړ کارکوونکي بدلوي. دغه څه هغه وخت درته ګټه رسوي چې کله مو په اداره کې بدلونونه راځي. ښايي ډېر همکاران مو دندې له لاسه ورکړي، خو تاسو به د پياوړي او وړ کارکوونکي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوی. ان که خپله دنده له لاسه هم ورکړی، کولی شی د لنډې مودې لپاره په بله برخه کې هم کار وکړئ او په ډېر کم وخت کې بله دنده پیدا کړی. تل د نویو شیانو د زده کړې په لټه کې اوسئ.

۶- کار مو په سمه توګه ترسره کړئ

د دې لپاره چې په یوه غوره کارکوونکي بدل شی، کار مو په سم ډول تر سره کړئ او پر وخت کار ځای ته ځان ورسوئ څو ثابته کړی چې له دندې سره مو مينه لری.

هڅه وکړئ چې خپل شخصيت وساتی او څوک فکر ونه کړي چې وخت ته ارزښت نه ورکوی. دندې ته پر وخت نه ورځی، له دندې سره مینه نه لري او په ټوله کې د همکارانو د خبرو پر موضوع بدل شی. د اصولو ماتول، دوامداره او ډېره غيرحاضري، د کاري چاپېريال له نزاکتونو سره بې پروايي، هغه څه دي چې له کبله به يې يوه ورځ ضرور خپله دنده له لاسه ورکړی.

۷- وخت پېژندونکي اوسئ

هڅه وکړئ چې هره ورځ د رسمياتو له پيل ۱۵ دقیقې مخکې کارځای ته ولاړ شی. ځکه که پر لاره له کوم خنډ او ځنډ سره هم مخ شی، نو دفتر ته په رسېدو کې به درباندې نه ناوخته کېږي. ښايي مراجعين او پېرودونکي مو تر تاسو وړاندې دفتر ته رسېدلي وي، له هغوی سره روغبړ  او ښه رويه هم ستاسو پر بريا نېغ اغېز لري. که پر خپل وخت کار ځای ته ورسېږی نو تر ډېره به مو مراجعین او په ټوله کې هغه کسان چې له تاسو سره یې کار بند دی له تاسو خوښ وي.

۸- له ريیس مو وپوښتئ چې له تاسو د څه تمه لري

له ريیس او یا هم مدیر څخه د دې ډول پوښتنې کول په دې مانا دي چې تاسو تر نورو همکارانو یو ګام مخکې یی. کله چې در سپارل شوی کار تر سره کوی له مشرانو څخه مو یې د پایلو په اړه پوښتنه وکړئ. دغه څه مو په کاري مخینه کې د ښو او ارزښتناکو اسنادو په څېر ثبتېږي.

۹- وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړئ

که غواړی چې یو غوره کارکوونکی شی، نو د کار اړوند مسایلو په اړه مو بې تفاوته مه پاتې کېږئ. کېدای شي هغه څه چې تاسو یې پېشنهاد کوی سم نه وي، خو ښه خبره دا ده چې ريیس او یا مدیر مو تاسو د یوه فعال کارکوونکي په توګه پېژني او پوهېږي چې د کار او ادارې ګټې درته مهمې دي.

دا سمه ده چې د ريیس او یا مدیر قانع کول ستونزمن کار دی، خو هڅه وکړئ، باور یې لاسته راوړی څو مو د بریا په لار کې پراته خنډونه له منځه ولاړ شي. لکه څه ډول چې مخکې وویل شول کېدای شي ستاسو حللاره د چا خوښه نه شي، خو هڅه به مو دا وي چې د ستونزو پر مهال ارو مرو د حل یوه لاره تاسو هم په ګوته کړی. ځکه که تاسو هېڅ هم ونه وایی، کېدای شي تاسو د یوه کمزوري او بې تفاوته کس په توګه وپېژندل شی. هغه وخت د مهمو مسایلو په اړه د پرېکړې پر مهال له تاسو سره مشوره نه کېږي. د ادارې مشران یوازې په هغه کارکوونکو پسې ګرځي چې ځیرک وي او بس.

۱۰- کار مو پر وخت تر سره کړئ

در سپارل شوې دنده پر وخت سر ته ورسوئ او هېڅکله هم په کې ځنډ مه کوی. خپل ټول توان په کار واچوئ څو کار په خپل ټاکلي وخت سرته ورسوی.

۱۱- ټول پام مو باید د کار په اړه وي

ګوښه کېدل، د اوازو خپرول او په کاري چاپېریال کې خبرې یو بل ته وړل  د یوه ښه کارکوونکي ځانګړنې نه دي. نو له دندې پرته پر بل څه تمرکز مه کوئ. تاسو به هېڅ کوم داسې مدیر نه وي لیدلی چې په ګوښه کېدو، اوازو خپرولو باندې خپل کار کوونکي ته تنخواه ورکړي. که غواړی، له خپلو همکارانو سره صمیمي اوسی، د ورځې په اوږدو کې، د ډوډۍ خوړلو پر مهال او یا هم په دمه کې له هغوی سره داسې خبرې وکړئ چې ستړیا یې له منځه ولاړه شي او تاسو یې په زړه کې ځای پیدا کړی. خو د ډېر وخت لپاره دغه ډول کړنې ستاسو کاري وخت ضایع کوي. له بلې خوا دغه ډول کړنې چې تاسو د خپل همکار خواته ورځی او په خبرو یې بوختوی په هېڅ ډول ستاسو د مشر تابه لپاره د منلو نه دي.

فرض کړئ، له همکار سره مو پر خبرو بوخت یی، د مدیر مو در پام کېږي، بې له دې چې ځان در باندې پوه کړي در څخه تېرېږي، که دویم ځلې را ورګرځي او تاسو لا هم پر هغه ځای ولاړیی او خپل مجلس کوی، نو هرو مرو فکر کوي، چې تاسو وخت ضایع کوئ. نو ښه ده چې له همکار سره درېدل او خبرې کول مو له یوې دقیقې څخه زیات وخت ضایع نه کړي.

۱۲– فعال اوسئ

د دې لپاره چې د یوه غوره کارکوونکي صفت خپل کړی او په خپلو چارو کې بریالي شی، نو ښه ده چې هېڅ کار مو د مېز پر سر پاتې نه شي.

۱۳- مناسبې جامې اغوندئ

په یاد مو وي، هغه جامې چې تاسو یې د کاري چاپېریال لپاره ټاکی، پر هغه ذهنیت چې تاسو یې د همکارانو او ريیس په ذهن کې لری، مستقیمه مثبته او منفي اغېزه لري. دغه راز که مو په ورځني ډول سرو کار له ريیس او یا هم له مراجعینو او مشتریانو سره وي، نو هڅه وکړئ چې داسې جامې واغوندی لکه څه ډول یې چې کاري چاپېریال اېجابوي.

۱۵- د کاري پروژو لپاره داوطلب اوسئ

کله چې په کاري چاپېریال کې د یوه نوي کار د تر سره کولو په اړه خبره کېږي، تاسو باید وروستی کس نه وی، چې ټول او یا هم د کار یوه برخه در وسپارل شي. ريیس مو تر ټولو پر دې ښه پوهېږي چې دغه کار چاته وسپاري، خو تاسو هم هڅه وکړئ چې خپله وړتیا ښکاره کړی.

۱۶- تر وروستي ساعته کار وکړئ

غوره او بریالي کارکوونکي هغه دي چې د کاري وخت تر پای ته رسېدو ۱۵ یا ۲۰ دقیقې مخکې له خپل کار ځای څخه جګ نه شي. وروستۍ څو دقیقې چې لری یې ښه ده چې د مېز سر مو منظم کړی او ان د سبا لپاره هم خپل کاري پروګرام ته یو نظر واچوئ.

۱۷– نوي همکاران مو وروزئ

کله مو چې نوی همکار پر دنده پیل کوي، لار او ګودر ورته وښیئ او ویې هڅوئ. دا مه هېروئ چې تاسو هم دغه مرحله تېره کړې ده. له نوي همکار سره مو د یوه ښوونکي په څېر چلند وکړئ، د ستونزې په حل کولو کې ور سره مرسته وکړئ. لازمه نه ده چې پر ځای یې کار وکړی، خو مرستې ته یې هرو مرو ور ودانګئ. یو څه ته مو باید پام وي چې د نورو پر ځای کار کول او یا دا چې خپل مسوولیتونه پر تاسو در اچوي او ناوړه  استفاده در څخه کوي له مرستې کولو سره توپیر لري.

۱۸ – نورو ته درناوی مو عادت وګرځوئ

له ريیس نیولې تر ټیټې پایې کارکوونکو ته درناوی کول ستاسو د لویۍ او انسانیت ښکارندویي کوي. یوه څه ته مو باید پام وي چې خلکو ته درناوی کول هغوی ته انګېزه ورکوي چې په زړه کې یې ځای ونیسی او هغه څه مو په حق کې تر سره کړي چې پر وس یې پوره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *