ژباړن: شفیق الله یوسفزی –
کارمندانو ته انګېزه ور کول هغه وخت ډېر مهم وي، کله چې تاسې غواړئ خپل کارمندانو څخه بهتره ګټه واخلئ او هغه کارمندان له ځان سره وساتئ، چې په مارکیټ کې ور ته تقاضا لوړه ده. که چیرې د کارکوونکو تشویق په نشت حساب وي، نو دوې اکثره وخت خپل د کار ځای بدلوي، د کارمندانو د تشویق لپاره نه لګښت ته اړتیا ده او نه دومره ډېر پیسو ته چې د دوې انګېزه لوړه او غښتلې کړې، یوازې یو څو وړاندېزونو او نوښتګر فکر ته اړتیا ده. د کارمندانو د انګېزې لوړونې به مو د کاروبار په پرمختګ او بریالیتوب کې ډېره مرسته وکړي، د کاروبار ګټه به مو ور سره ډېره شي او اداره مو به لنډ وخت او لږو منابعو سره ډېر مزل وهلی وي.
هر کس په ځینو مهمو مقطعو کې د انګېزې ورکولو تجربه لري او د کارمندانو د لوړ او ثابت تشویق ساتل هم یو ستونزمن کار دی. مونږ د متخصصینو څخه یو څو مهم ټکي را اخیستي او سره مو یو ځای کړي، ترڅو ستاسو په کارخونه کې د کارمندانو لپاره د انګېزې لوړه کچه تضمین کړي. د انګېزې لوړونې دا یو څو مهم ټکي کوم خاص صنعت او ادارې ته ځانګړې شوي نه دي، ډېر لږ او یا هېڅ لګښت ته اړتیا نه لري. کارکوونکو ته انګېزه ور کول په هره سوداګرۍ باندې د عملي کېدو وړ ده، پرته له دې چې د کاروبار اندازې څومره ده، که یاد کاروبار نوی په کار پیل کړي وي او یا که په یو ستر کاروبار بدل شوی او د خپل بریاوو لوړ حد ته رسیدلې وي.
تقدیرول:
د ادارې د کارکوونکو د انګېزې د لوړولو لپاره یو تر ټولو مهمه تګلاره د دوې د سخت کار پیژندنه ده، چې د کار په اوږدو کې یو کارکوونکی هڅه کوي تر څو د کار په پایله کې اضافي تولید ولري او که چیرې د خواريکښو کارکوونکو د اضافي هڅو پيژندنه ونه شي او د دوې د کار قدردانی ونشي، نو د یو څیړونکي په ډول وایم؛ په راتلونکې کې بیا هیڅکله کارکوونکو څخه داسې طمعه ونه لرئ چې دوې به د ډېر کار ترسره کولو لپاره هڅه وکړي. تاسې څنګه د دوې کاري خواري پيژندلی شئ، چې د کارکوونکو د تشویق لپاره ډېر مهم دي؛ تر څو په حیقیت کې هغه زحمت وپيژندل شي چې دوې يې په ټوله کې تر سره کوي. د کارکوونکو د تشویق او په دوې کې د انګېزې د ژوندي ساتنې لپاره پیسې مناسب دي خو یوازې پیسې بسنه نه کوي او یا پیسې تر ټولو ګټوره انګېزه ورکوونکې نه ده. د کارکوونکو په ټيم کې د ارزښتمند کارګر په نښه کول هم ګټور دی، خو البته د شمېرو له مخې نه.
د کارکوونکو د انګېزې ډېرولو یو ثابت شوې تګلاره او په کار کې د وګړو د ګټورتوب ډېرولو لپاره اړینه ده، چې د دوې ترمنځ سیالۍ رامنځته شي او دوې یو بل سره سیالي وکړي. کله چې د کارمندانو ترمنځ مو دوامداره او سالم سیالۍ رامنځته کړه، نو دا به د کارګرو د انګېزنې لوړونې سبب وګرځي او کارمندان به مو به د پخوا په پرتله ډېر کار او تولید ولري. څنګه چې کارمندانو مو د ویاړ او لوړ ښودنې حقوقو لپاره سیالۍ کوي او البته چې بریالي او خواریکښ کارګرانو ته د انعامونو په ورکړې سره هغوی ګټوونکی بلل کېږي او د ویاړ احساس کوي. خپل ځان مو مطمین کړئ چې ستاسو لخوا د رامنځته شوې سیالۍ ډول د کارګرانو ترمنځ د بدې سیالۍ سبب نه ګرځي او د دوې ترمنځ سیالۍ د دې سبب نه ګرځي چې دوې د یو بل کار سبوتاژ کړي، د یو بل د پرمختګ مخه ونیسي او یا د دوې په کاری وړتیا باندې منفي اغېزه وکړي، ځکه مونږ وینو کله کله په یوه اداره کې داسې پيښېږي چې ځینې کسان هڅه کوي چې نور کارمندان ترې څه زده نه کړي او یا که هغوې د زده کړې هڅه کوي، نور يې مخه نیسي. هو! په یاد لرئ. که چیرې داسې څه پېښ شول، نو ژر تر ژر د سیالۍ د داوم مخه ونیسئ.
مثبت فکرپالنه:
که د کارمندانو تېر کمزوری فعالیت مو همداسې ثابت په خپل ځای پاتې شي، نو ستاسو د کارکوونکو ګټورتوب ژوبلوي او انګېزه يې وژني. که څه هم همیشه دا امکان نه لري، څو وړاندوینه وکړو چې هر څه له ځېنو شیانو پرته په سم ډول روان دي، خو مونږ ټول د منفي حالت لپاره د خپل زغم او حوصلې یوه اندازه لرو. د منفي کړنې جبرانولو یوه لاره دا ده چې د مثبت فکر پواسطه لارښوونې وشي، خو مثبتې لارښوونې د ناکامیو په ګوته کولو په پرتله او یا د هغه څه په ګوته کولو په پرتله چې په غلطه روان وي، اسانه نه دی.
په ظاهري بڼه خوښي او مثبت فکرپالنه د یو کاروبار په بریالیتوب کې ستر رول لوبولی شي نسبت دې ته چې تاسې کله د کاروبار د بریا فکر وکړې.
خپل بنسټ مو د منفي پالنې څخه مثبت پالنې او خوښې ته واړوئ او د دې چټک مثبتې اغېزې ته وګورئ، دا به نه یوازې ستاسو په کاري تجرې او د کارمندانو په انګېزې مو ژور اغېز وکړي، بلکې ستاسو په اړیکو او شخصي ژوند به هم د پام وړ اغېز ولري.
لنډمهاله موخو ټاکل:
کله چې تاسې په یوې داسې پروژې کار کوئ، کوم چې ډېر وخت نیسي او د کار پای ته رسېدو لپاره لږه روښانتیا هم نه ښکاري، تاسو او ټیم به مو په ډېرې چټکۍ او نسبي ډول د روحیي ضعیفوالي سره مخ شئ. خپل ټیم ته مو وښايئ چې د لیدو وړ پرمختګ به، نه یوازې ستاسو هر یو تن ته ښه احساس ور کړي، بلکې دا به ستاسو د کار او هغه پرمختګ چې ستاسو په خواریو منځته راغلی، یو ښکاره توپير رامنځته کړي.
واضح خبره ده هر کله چې لنډ مهاله موخې لاسته راوړل شي، د کارګرو انګېزه ډېرېږي. همدارنګه د دا ډول لاسته راوړنو په خوښې لمانځل به ورته اغېزې لا ډېرې کړي. د دې لارې د پرمختګ تعقیبول به تاسو ته د وخت په اوږدو کې ستاسو پرمختګ وښايي او کله چې تاسې شاته ګورئ، تاسې په اسانې کولای شئ چې وګورې څومره مخکې راغلې یاست.
د مسولیت ډېرول:
هغه کارمندان مو چې په کار کې ستر مسوولیت په غاړه لري، د کاروبار د یو ونډه لرونکي په ډول احساس کوي، نسبت هغو کارمندانو ته چې په کاروبار کې په ټېټه کچه بوخت وي. دا ډول کارکوونکي به په ثابت ډول د ډېرو هڅو لپاره ځان چمتو کوي، څو ډېرې لاسته راوړنې ولري، ځکه چې اوس دوې د کاروبار بریالي کول تر ډېره د ځان شخصي مسوولیت ګني. پرېږدئ چې کارکوونکي مو د پروژې د پایلو لپاره ډېر مسوولیتونه په خپله غاړه واخلي او په یوه پروژه کې د کارکوونکو مسولیتونو ډېرول، د دوې د انګېزې د لوړولو یوه بله لاره ده. تاسو همدارنګه دوې ته د ټریننګ له لارې ښوونیز فرصتونه ورکړئ، تر څو دوې د دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل مهاروتونه پیاوړي او غښتلي کړي.
خپلواکي ور کړئ:
کارګرو ته مو خپلواکي ور کړئ څو د خپل کار برخلیک په خپله وټاکي، پرېږدئ چې دوې خپل حقیقي کار څنګه او کله تر سره کوي او دا د مثمریت د غښتلي کولو او د انګېزې د لوړولو یوه غوره لار ده. خپلواکي کېدلای شي یوه ځواکمن انګېزه ورکوونکی عنصر اوسي، لکه څنګه چې روبرت چینسکي ویلي: خپل کارمندانو ته مو ووايئ؛ څه ته اړتیا ده چې تر سره شي او بايد په کومه نېټه کارونه پای ته ورسېږي او دوې ته اجازه ورکړئ چې پرېکړې دوې خپله ونیسي او خپل حقیقي کار تر سره کړي. د ځینو لپاره دا په دې معنا ده چې کار ته وختي راشي او ځینې نور بیا غواړي چې په اونیزه رخصتۍ کې کار وکړي. کارمندانو ته مو د ازادۍ ورکړه مهمه ده، څو د دوې انګېزه لوړه اوسي او په یوې پروژې د زړه نه کار وکړي. همدارنګه مهمه نه ده چې دوې په کار ځای کې دي او کنه. د کار ازادي به مو د کارمندانو د انګېزې لپاره حیرانوونکي او مثبتې پاېلې ولري، ځکه کله چې کارمندان مو په خپل کار ډېر کنترول ولري، دا به هم مرستندویه اوسې چې په کار ځای کې د وړوکي مدیریت انګېزې لرلو سره یو دښمن له منځه یوسي او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.
ټوله اېز کار ته پرمختګ ور کړئ:
یو تر ټولو ځواکمن انګېزه ورکوونکی ټوله اېز يا مشترک کار دی. یو ځای سره کار کول او د مجموعي هڅو پایلې کتل سړي ته یو ستر احساس ور کوي. مشترک کار کول یو کس سره هغه وخت مرسته کوي او کاري انګېزه يې لوړوي، کله چې مورال يې ټيټ وي.
همکارانو مشخص کړې چې د کارمندانو د انګېزې او تشویق لپاره یو مهم عنصر د ځای بدلون دی، څو دوې یو میل اضافه وړاندې لاړ شي او خپل هڅو او خواریو ته دوام ور کړي. د زيسا انلاین مارکیټ یو داسې چاپیریال رامنځته کړی چې په یوه لېرې سیمه کې پلور، پېر، بازارموندنه او اړیکې یو ځای تر سره کېږي. آیا ستاسو کاري چاپیریال ستاسو د کارمندانو ټولی تشویقوي او که د هغوی زړه په کې په تنګېږي؟ آیا کارمندانو ته مو د منسجمې لارې کاري فرصت برابر کړی؟ که چېرې ځواب نه وي، ستاسو د کارمندانو د انګېزې کچه ټیټه ده او تاسو اړ یاست چې د خپل کار ځای جوړښت ته پرمختګ ور کړئ.
د امن احساس پیدا کړئ:
د فزیکي امنیت څخه د دندې امنیت ډېر ارزښت لري. ستاسو کارکوونکي په دوامداره توګه احساس ته اړتیا لري، څو دوې پوه شي چې په نږدې راتلوونکي کې تر یو وخته دوې دلته د کار کولو لپاره ځای لري او د دوې دنده خوندي ده. د کارکوونکې د انګېزې د وژلو یوه لاره د یوې نامعلومې فضا رامنځته کول دي او د دې حالت په پراختیا سره ګتورتوب له منځه ځي. ارواپوهنه څرګندوي چې په سلسله مراتب کې خلک اساسي اړتیاوو ته ضرورت لري، تر څو خپل بشپړ انرژۍ ته ورسېږی او امنیت د ژوندي پاتې کېدو څخه وروسته بنسټېزه اړتیا ده لکه خواړه او اوبه چې دي. کله چې دلته په کار ځای کې د فزیکي امنیت ترڅنګ د په دندې د پاتې کېدو احساس وي، د کارګرانو انګېزه لوړېږي او کارګران نور هم تشویق کېږي تر څو له کومې وېرې پرته په بشپړ انرژې کار وکړي.
شفافیت رامنځته کول:
شفافیت د باور فضا د رامنځته کولو لپاره یو له غوره لارو چارو څخه دی او همدارنګه شفافیت به مو د ټول ټیم ترمنځ د کارګرانو انګېزه او باور ډېره کړي. هره هغه اړیکه، د هغې اړېکې په ګډون چې د کار په بهیر که لېرې هم وي، غوره ده چې د باور په بنسټ جوړه شوې وي. د باور رامنځته کولو ترڅنګ د شفافیت بله ګټه دا ده چې هر کارمند ته د یو شان معلوماتو اطمنان ور کوي او دا ستاسو ټیم ته یوه ستره معنوي ګټه کېدلای شي. دا مهمه ده چې خبرې په مسولیت او په ګټور ډول تر سره شي او کارمندان مو کره معلوماتو ته ډېره اړتیا لري، څو په موثریت ډول سره کار اجرأ کړي.
د خوښۍ څرګندول:
که چیرې کار کول داسې احساس نه شي لکه هره ورځ په پارک کې، نو ټیم به مو داسې احساس کړي چې دلته کار کول ډېر ستړی کوونکی دی، حتی که هغه یوه ورځ هم وي. تاسو د کار په جریان کې د ټوکو او شوخۍ لپاره کوم لوبغاړي ته اړتیا نه لرئ چې هلته په خوښې سره کار تر سره کړئ، تاسو کولای شئ چې په دوامداره توګه د ادارې رسم او عاداتو سره سم ځینې خوښۍ وزېږوئ.
خپل کارمندانو ته مو د لږۍ خوښې په ورکولو سره به حیران شئ، چې دوې څومره ډېره انګېزه تر لاسه کوي.
تاسې کولای شئ چې د پاسنیو وړاندېزونو په رڼا کې د خپل کارکوونکو انګېزه ډېره کړئ. تاسې په خپله معنا په کار ځای کې د کارمندانو د انګېزې لوړولو ته پرمختګ ورکړئ او پایلې يې وازمويئ چې څومره ګټور پرېوځي.
د کارګرانو د انګېزې لوړونې لپاره تاسې خپل نظرونه او وړاندېزونه مونږ ته را په نښه کړئ، تر څو مونږ پوه شو چې نور څه ته اړتیا ده، پاتې نور کوم ګامونه واخیستل شي او همدارنګه ذکر کړئ چې کومې کړنې پدې برخه کې ګټورې نه دي، څو پدې ډول مو خپل د کارمندانو انګېزه او ګټورتوب لوړه کړې اوسې، چې په پاېله کې مو کاروبار د بریالیتوب، پرمختګ او سرلوړې په برخه کې مخکښه اوسي.
مننه د لوستلو له حوصلې څخه مو