لیکوال: براین ټرېسي ژباړن: محمداکبر حقمل د روڼوالي ارزښت په آسانه ډول د پوهېدلو وړ دی. آیا دا ډول تصور(انګېرنه) مو کړې ده، چې تاسو په یوه لوی ښار کې یاست او له تاسو وغوښتل شول ترڅو د یوه وړوکي موټر په چلولو سره یوه ځانګړي کور یا دفتر ته خدمت وکړي. اما ستونزه دلته ده، چې په واټونو او سړکونو باندې هېڅ تابلو(دښودنې تخته) شتون نه لري او تاسو هم په خپل لاس کې ددې ښار هېڅ کومه نقشه نه لرئ، اما یواځې د هغه مطلوب کور یا دفتر په اړه تاسو ته بشپړ معلومات درکول شوي وي. اوس نو پوښتنه داده، چې پرته له کومې تابلو او نقشې څخه د موخې کور یا دفتر ته رسېدل به څومره وخت ونیسي؟ کېدای شي ستاسو ځواب د عمر تر پایه پورې وي او که چېرې تاسو وکولای شئ، چې کور یا دفتر پیدا کړئ نو واقعآ تاسو باید له خپل غوره چانس څخه راضي واوسئ. اوس نو زموږ لدې نه موخه داده، چې بدبختانه زمونږ ډېری کسانو خپل ژوندانه ته د همدې کیسې رنګ ورکړی دی. پرته له څرګند پروګرام څخه ژوند کول یعنې خپل ځان ته د ماتې ورکول دي. دا ډول خلک ټولې پرېکړې د کار کولو په منځ کې په یوه وخت سره پیلوي او دوی تل په عادي ډول له لسو نه تر دوولسو کلونو کار کولو وروسته بې پایلې، ماتې خوړونکي، غمګین، خفه او ناراضه وي. دوی بیا هره شپه په خپل کور کې د تلویزیون په کتلو سره دا ارزوګانې یا هیلې کوي، چې خپل ژوند یې ښه شي اما هېڅکله هم په یواځیتوب سره داسې کار کول ورته شوني نه دي. ژوند ژوند دی. ژوند هیله غواړي. ژوند ټاکلې موخه غواړي. ژوند خپل ځان بېهوده تېرول نه غواړي. ژوند نه غواړي ترڅو تا په یوه کوچنۍ درجه کې وګوري. ژوند غوره دی ژوند غوره کړنې غواړي. اوس نو، چې ته له دې ستر ارزښتمن څیز(ژوند) څخه برخمن یې، باید په کې ټاکلې موخه ولرې او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ټاکلې او څرګنده برنامه ولرې، نه یواځې داسې، چې موخه ولرې اما ورته څرګند پروګرام او مهالوېش ونه لرې ځکه، چې پرته له مهالوېش کار کول مو بریا ته نشي رسولای.