زه چې کله د اقتصاد د پوهنځي محصل وم،په هر اړخيز ډول له خپل مسلک سره په اړيکه کې وم، هغه مهال مې د اقتصادي خبرونو اورېدلو، د اقتصادي ليکنو او مقالو لوستلو ته زياته تلوسه درلوده او هڅه مې کوله چې د اقتصاد په اړه ډېر څه واورم او يا يې ولولم،ډېر وخت به مې د ورځپاڼو، مجلو او وېپاڼو لپاره په اقتصادي ليکنو تېرېده، چې دې کار زياتې مطالعې او د نويو معلوماتو پلټڼې ته هڅولم؛ که په لنډ ډول ووايم د پوهنتون په دوره کې مې له خپل مسلک سره تودې اړيکې درلودې خو کله چې له پوهنتون څخه ليرې شوم له خپل مسلک سره مې واټن هم په ډېرېدو شو،چې دا کار زما لپاره د زغملو نه و؛ما غوښتل چې داسې لارې چارې ومومم چې په راتلونکې کې هم د مسلکي ځوان په حيث ټولنې ته کار وکړم؛ زما په شان ډېر ځوانان چې کله له  پوهنتونونو او يا له نورو تعليمي مرکزونو څخه فارغيږي نو له خپل مسلک سره مخه ښه کوي او له نورو مسلکونو سره ځان نښلوي؛دا بيا هغه وخت وي چې ځوانان له يو ګونګ حالت سره مخ کيږي ؛ يو خو دا چې په خپله مسلکي برخه کې د هغوی وړتيا نزول مومي او له بلې خوا په نوي مسلک کې چندان نه ځليږي او د نابلدتيا احساس کوي او په دې ډول په خپل مسلک کې د هغوی استعداد ځپل کيږي.تاسې به ډېر ليدلي وي چې له انجينرۍ پوهنځي څخه فارغ محصل سياسي فعاليتونه پر مخ وړي په داسې حال کې چې د حقوقو او سياسي زده کړو مسلکيان ښآيي په سياست کې ډېر بريالي وي او يا دا چې له ادبياتو يا ژورنالېزم څخه فارغ شوي محصلين د دې پر ځای چې د خبريالۍ او رسنيو سره اړيکې وپالي ډېر وخت په نورو مالي او مديريتي برخو کې دندې پر مخ وړي، همداشان ډېر ځوانان چې د ښوونې او روزنې له پوهنځيو فارغيږي په اقتصادي مسائلو او چارو کې ګوتې وهي،زه دا نه وايم چې ځوانان مو په نورو مسلکي برخو کې د کار وړتيا نه لري په دې ليکنه کې زما موخه دا ده چې له خپل مسلک سره وآټن په عمومي ډول د ځوانانو او هېواد په زيان دی، دا کار داسې مانا لري لکه يو غوړېدلی او تازه بوټی چې په ناڅاپي ډول د اوبو له کمښت سره مخ شي او ورو ورو خپله تازه ګي له لاسه ورکوي،د ځوانانو دا کار که څه هم د مجبوريت له کبله وي خو که ځوانان هڅه وکړي له خپل مسلک سره اړيکې وپالي دا کار به يې تر لوړو پوړيو ورسوي؛په دې ليکنه کې په لنډ ډول هغه ټکيرا اخلم چې له تاسې سره د خپل مسلک په پاتې کېدو کې مرسته کولی شي.

  • ځوانان بايد له خپل مسلک څخه تر فراغت وروسته په هغه برخو کې د دندو پلټنه وکړي چې د دوی له مسلک سره اړخ لګوي.
  • له پوهنتون څخه فراغت په دې مانا نه دی چې ګواکې نور ستاسې مسلکي زده کړې پای ته ورسېدې،بلکې تاسې بايد وړاندې لاړ شئ،د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې خپله موخه وټاکئ.
  • هڅه وکړئ چې په خپل کور کې داسې ورکوټی کتابتون ولرئ چې ستاسې د مسلک اړوند ډېر کتابتونه ولري او تل لاسرسی ورته ولرئ.
  • په انټرنېټ کې د خپل مسلک اړوند هغه پاڼو ته سر ورښکاره کړئ چې ستاسې د مسلک اړوند تازه او جالب معلومات خپروي،دا کار به مو له خپل مسلک سره لېوالتيا زياته کړي.همدارنګه مسلکي فېسبوکپاڼې وپلټئ او په فېسبوک کې مسلکي ملګري ومومئ،دا ځکه چې د هغوی له کړنو خبرېږئ او دا کار تاسې ته د نوي کار انګېزه درکوي او له خپل مسلک سره مو مينه زياتوي.
  • له خپلو نږدې ملګرو سره د خپل مسلک اړوند بحث وکړئ او خپل معلومات له هغوی سره شريک کړئ،ښايي دا کار مو له نويو او ګونګو موضوعاتو سره مخ کړي او تاسې مجبور کړي چې په دې اړوند د معلوماتو پلټنه وکړی.
  • د راډيو او تلويزونونو له لارې د خپل  مسلک اړوند خبرونه،مرکې او بحثونه په غور واورئ او هڅه وکړئ چې داسې موضوعات پخپله هم تحليل کړئ.
  • همدا اوس قلم را واخلئ او د خپلې خوښې موضوعات وليکئ،تاسې بايد د خپل مسلک لپاره د يو ښه ليکوال وړتيا هم ولرئ، ليکوالي هم د نورو کړنو په شان تمرين او کار ته اړتيا لري،هېڅکله مه ناهيلي کېږئ بلکې خپلو ليکنو ته دوام ورکړئ،په دې کار سره تاسې له خپل مسلک سره ژورې اړيکې پاللی شی.
  • په هغه غونډو او کنفرانسونو کې د حاضرېدو هڅه وکړئ چې ستاسې د مسلک اړوند وي،هلته تاسې له نږدې څخه د مسلکي او با استعداده ملګرو د موندلو فرصت تر لاسه کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *