ټنبلي د هدف او هیلو قاتله ده . که چیرته وکولای شو په خپل وخت ځان د ټنبلۍ څخه  وژغورو، خپلو موخو او هیلو ته ورسیږو.

 له ټنبلۍ څخه د ځان ژغورنې له لاندې لارو سره باید اشنا شو.

۱-  خپل ځان وبښی

د یو انسان په صفت هیڅکله د خپل ځان څخه باید داسي تمه ونلرئ چې له هرې تیروتنې وروسته مایوسه شئ ځینې وختونه انسان څخه غلطی کیږي زیاتره وخت دناکامیو سره مخ کیږي هیڅ وخت  ددغه ماتو او یو ځل ناکامیو په جال کې ځان باید ګیر نه کړو، بیا باید پاڅیږو د نورو کامیابیو په لټه کې شو.

واقیعت دغه دځان دنه بښلو مسله مو دخپل ځان لپاره ډیره سخته نیولې وي کارپوهان هم وایې: (( باید دپرمختګ لپاره دخپل ځان څخه زیاته تمه ولرو،چې باید په لوړه کچه ژوند وکړو.

۲- هره شپه دویده کیدو څخه وړاندې دراتلونکې ورځي لپاره اماده شي

مطالعاتو ښودلي چې دانسان دارادې اندازه ډیره محدوده ده او ټنبلي معمولاً دفکر څخه انګیزه اخلي که چیرته غواړي سهار وختي دپاڅیدو څخه وروسته فعالیت پیل کړی او دورځنې حالت سره کوم اکس العمل ونه ښیې هره شپه مخکې له ویده کیدو وروسته دراتلونکې ورځې لپاره اماده شی څرنګه چې پلان جوړونه زیات وخت او انرژی غواړي که چیرته دسبا ورځې لپاره ځانګړي پلان ولرو کولای شو دغه انرژي او وخت دفعالیتونو لپاره زیات کړو او په لږ  وخت کې زیات کارونه تر سره کړو.

۳- مهمو کارونو ته اولیت ورکړو

په ژوند کې هغه کارونو ته باید حق او لیت ورکړو چې زموږ په پرمختګ کې ډیر اړین وي دابه ډیره ناممکنه وي په ژوند کې چې څومره فرصتونه زموږ مخې ته راځې دهغه څخه ګټه واخلو خو باید همیشه دورځنیو تصمیمونو لپاره یو مشخص چهارچوب ولرو

۴- همیشه  باید یو څه پیدا کړی

دوورځې ،اونۍ او میاشتي په جریان کې چې زیاتره کارونه تر سره کوي که نتیجه یې ډیره کمه وه مهمه داده چې دزیاتو موخو څخه یوه موخه وټاکې تر څو ددغه ټاکلې موخې لپاره زیات فعالیت تر سره کړي .

که چیرته غواړي چې په کار او کسب کې دپرمختګ وکړي په هغه څه کې چې بې ځایه کوشش کړي هغه لپاره باید منظم سیسټم جوړ کړي ارزښت یې لوړ کړي ټول وخت او انرژي ددغه کار لپاره په کارواچوي.

که چیرته غواړي یوه نوي ژبه زده کړي په ځای ددې چې ځان په آموزشي کتابونو، اپلیکشنونو او دیوټوب په ویدیو ګانو مصروف کړي لازمه ده یو باتجربه او دژبې حرفه ای استاد پیداکړي دهغې په مرسته ژبه زده کړي.

پای

 ۱۰/۵/۱۳۹۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *