ارشمیدس یوناني ریاضي پوه د کتاب پر لوستلو بوخت دی. یو رومي عسکر کتابتون ته ورننوت.عسکر چې د ارشمیدس د وژنې پرموخه هلته ورغلی و، پرلسپې غږونه یې پر ارشمیدس وکړل خو دی دومره په مطالعه کې ډوب و يانې دومره په غور يې مطالعه کوله چې د عسکر غږ یې هېڅ ونه اوریدو،عسکر خنجر را وویستو او ریاضي پوه د عسکر د پرلپسې وارونو له وجهې ځای پر ځای سا ورکړه.

ليکنه پرهمدې موضوع شوي چې موږ به څنګه د ارشمیدس غوندې کتاب لوستونکي شو؟ حتا داسې کتاب لوستنه چې کتاب پرانیزو، د کتاب پر سینه له غځیدلو کرښو سره له  ځان او چاپیریال بې پروا بوخت شو، تر څو کتاب مو له ځانه سره واخلي او زموږ ټاکلي  منزل ته مو د منطق پر وزرو ور ورسوي. په سر کې د افغاني ټولنې د با سواده قشر د پېژندنې کرښه باسو وروسته بیا د  نه لوست ستونزې پر حل غږیږو. د افغاني ټولنې با سواده قشر یا خو  بیخي کتاب نه لولي او په دویمه کټګورۍ کې هغه چې د کتاب   له یو څو پاڼو لوست وروسته د ستړیا احساس کوي او کتاب بندوي. لیکنه به هغو کسانو ته ډېره ګټه ور ورسوي چې د کتاب سره د نیمې لارې ملګرتیا کوي، کتاب د څو پاڼو له لوست وروسته د تل لپاره بندوي.هغه چې بیخي کتاب نه لولي بیل بحث او بیله د حل لاره غواړي خو موږ یې په دې لېکنې کې په دویمه کټګورۍ خبرې کوو.

ولې له کتاب لوستنې زر د ستړیا احساس کوو او چاره یې څه ده؟ ځکه داسې کېږي چې موږ مطالعه داسې نه ده کړي لکه څنګه چې یې لاندې سپارښتنه کېږي.

له سپارښتنو مخکې،د دې ستونزې د لا ښې سپړنې او حل لارې لپاره کتاب لوستنه د موضوعاتو له مخې په دوو برخو ویشو.

لومړۍـ ازاده مطالعه :چې د مالوماتو د ډېرولو پر موخه کېږي،د خپل مسوولیت ورهاخوا کتاب لوستنه ده. لکه د ښوونځی یو تن زده کوونکی د خپلو درسي کتابونه ورهاخوا نور کتابونه او مجلې لولي.

دویم ــــ د خپل مسوولیت او مسلک په ساحه کې مطالعه: لکه د ښوونځي زده کوونکي ته خپل درسي کتابونه، د پوهنتون محصل ته د خپل اړوند پوهنځي لکچرنوټونه.

له کتاب ستړیا په دواړو حالتونو کې يو ډول ده، خو د مسوولیت او مسلک په ساحه کې به له کتاب لوستنې ستړیا یو څه زر او ډیره وي خو موږ یې دواړو یو ډول بولواو پر حل یې غږیږو. د حل لپاره یې لاندې سپارښتنې  کېږي،تاسې دا سپارښتنې د کتاب لوستنې پر وخت په پام کې ونیسئ له لنډ وخت وروسته به په ځان کې تغیر حس کړي او دا ستونزه به مو ورو ورو حل شي.

۱) د کتاب لوستنې لپاره بشپړ چمتوالی یانې په روحي او جسمي ډول باید کتاب لوستنې ته جوړ وو.که مو فکر خراب یا مو فکري تمرکز په بل څه وو له کتاب لوستنې تېر شئ.

۲) هغه مطالعه چې د مسوولیت له مخې او د مسلک په برخه کې یې کوئ، سهار وختي باید وشي او ذوقي مطالعه د شپې ناوخته ښه ده.

۳) که مو پنځوس دقیقې کتاب ولوستو نو لس د قیقې حتمي تفریح وکړئ او بیا مطالعه ته ور وګرځئ.

۴) که ناروغ او یا مو خوب زنګوي له مطالعې تېر شئ او ارام  ویده شئ. د خوب د مخنیوي لپاره شین چای یا قهوه وڅښئ.اروا پوهان د خوب ځای هم د کتاب لوستنې لپاره ښه نه بولي.

۵) د کتاب لوستنې پر وخت د پنځو حواسو را يوځای کوونه چې اروا پوهان یې پاملرنه بولي.

۶)  په دې باید خبر شئ چې له کتاب لوستنې مو موخه څه ده له نننۍ مطالعې څه زده کول غواړئ؟

۷) د کلماتو  په ماناوو پسې ډېر سر مه ګرځوئ، بلکې د لیکنې محتوا ته فکر وکړئ،د لیکنې اساسي مفاهیم ذهن ته وسپارئ او په ورځني ژوند کې ترې استفاده وکړئ.

۸) د کتاب د یوې مقالې له لوست وروسته،د مقالې پر موضوع ژور فکر وکړئ، د مقالې موضوع ځان ته ښه تحلیل کړئ.

۹) په وروستیو کې ستاسې او د کتاب ترمنځ باید فاصله له30Cm  څخه ډیره او کمه نه وي.

که یاد ټکي په بشپړ ډول عملي کړئ،ستاسې او د کتاب ترمنځ به خبرې پیل شي، داسې خبرې چې ستړیا به ترې حس نه  کړی،ډېر وخت به ،کتاب لوستنې ته هوسیږې او بې کتابه به ځان بد درته ښکاري.در یاده کړو باید چې دا ډول کتاب لوستنه په اول کې ستونزمنه وي خو ورو ورو به ورسره عادت شی ځکه د یو عمل تکرار په عادت بدلیږي او عادت ستاسې په کړنو کې په خپله څرګندیږي. دې  داسې مطالعې ګټه به دا وي چې تاسې به لوستلي، څه هضم کړئ او په ورځیني ژوند کې به د اړتیا په وخت تاته او ستا پرمټ بل ته په ښه درشي.له دې لیکنې وروسته ،همدا د کتاب لوستنې سپارښتنې  یو بل تن ته وکړئ،تر څو معیاري کتاب لوستنه دود شي او افغاني ټولنه د مدنیت یو بل اصل ور خپل کړي.

د همداسې کتاب لوستنې د عامیدنې په تمه!

رفیق جنبش خوست

سرچینې

۱) احمدزی/ ګلاب/ ارواپوهنه/۱۳۹۴/میوند خپرندویه ټولنه/ کابل.

۲) ژباړن/ ځواب/عزت الله/نړیوالې څېرې/۱۳۹۱/ګودر خپرندویه ټولنه/ ننګرهار.

۳)ژباړن/ عبدالملک/د مقالې لیکلو اصول او د مطالعې  او څېړنې لارښود/صحاف/ کوټه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *