انګیزه، خوځنده قوه ده چې موخې ته د رسېدو لپاره هغې ته اړتیا شته. ځیني وخت حتی په ښو شرایطو کې هم د انګېزې ساتل سخت په نظر ښکاري.

اوس هغه کارونه چې سرته یې رسوئ په نظر کې ونیسئ موبایل او کمپیوتر مو په یوه وخت کار پرېږدي. او ټوله ورځ د خپلې پروژې د کارونو سرته رسولو ته فرصت پیدا نه کړئ، په داسي شرایطو کې څنګه کولای شئ په انګېزه کې پاتې شی.

سید زلمی سادات

ممکن چې له یوه سره د ارواپوهنې ساده لارې چې ټول د هغه سره آشنا یو، د انګېزې د ساتلو لټون وکړئ مثلا یو په زړه پورې انځور د یخچال په وره ووهو، د یو میلیون افغانیو چک له ځان سره ولیکو او د کمپیوتر په مانیتور یې ولګوو، او یا یو تاکیدي عبارت “ زه مې د موخې لاس ته راوړلو لپاره فولادي عزم او خپلې ټولې وړتیاوي په کار اچوم او هیڅ خنډ یې په مخ کې نه منم”  د خپلې الماری په آینه ولیکو.

د انګېزې د رغولو لپاره اړینه نه ده د هرې لوبې په قاعده پوه شې، او هیڅ دارو نه شي کولای انګېزه ورغوي. لیکوالان، ویناوال او هغه کسان چې د انګیزی د رغولو حل لاري خپله د ژوند لپاره ټاکې او هغه د ویډیو او یا سیمینار په شکل د تاسو په اختیار کې درکوي.

اما زما څو لسیزو مطالعو او پلټنو چې د کامیابه کسانو په باره کې مې سرته رسولې دي پنځه بنسټیز ټکي چې د انګېزی د ساتلو لامل کېږي لاس ته راوړي.

لاندې مقاله ووایئ تر څو وکولای شئ د انګېزې ساتلو موخې ته ورسیږئ.

ـ موخه وټاکه او د ټولو جزیاتو سره یې په ذهن کې مجسم کړه.

د موخې ټاکل…

خپله موخه ووینی او حس یې کړئ. انتظار یاست هغه وخت چې خپل هدف ته ورسېږی څه غږونه واوری؟ ستاسو په ویښتو کې د باد لګیدل؟ تشویق؟

دغه ټولو غږونو ته په خپل ذهن کې  غوږ ونیسئ.

کامیابه ورزشکاران خپله ټوله کړنلاره له ابتدا تر آخرینی شیبي حتی خولو اخرین څاڅکی چې اخرین خط ته د رسیدو په موخه یې په بدن باندي کیني په خپل ذهن کې مجسم کوي.

ـ دلیلونه موخې ته د رسیدو لپاره ولیکئ.

لیکل…

د چارو لوړې څانګې په دې نړۍ کې په شورماشور په اسانی له لاسه وځي مطلب فرصتونه محدود دي او که چېرې ستاسو پاملرنه نه وي له هغه سړک نه چې موخې ته پري رسېږۍ خارجېږۍ. په همدي دلیل باید سخت په خپل هدف پسې لاړ شئ او د هغه دلیلونو لیست چې موخي ته پري رسېږی ولیکئ او دغه لیست د باوري کیدو لپاره په خودکار قلم ولیکئ.

څېړنې ښیی هغه وخت چې په لاس لیکل کوئ نو د کلیماتو تر منځ اړیکې جوړیږي او په دغه کار کې مغز فعاله ونډه لري. ټایپ کول یو ماشیني عمل دی چې د هغه کار یوازی د تورو ټاکل دی او په هغه کې مغزي اړیکې نه جوړيږي.

ـ خپله موخه په وړو ټوټو وویشی او جزوي موخې ته مو مادي بدله په نظر کې ونیسی.

ما دغه لاري ته  “غوڅ بندي” نوم په نظر کې نیولی دی غوڅ بندي په دې معنی چې موخه په کوچنیو برخو ویشل کیږي. په دغه لاره کې تر ټولو ښه غیردارویې طریقه ده چې د پاملرني نه شتون په اسانی سره له منځه وړي.

تونې رابینز: چې مسلمان عالم دی او یو ښه ویناوال د فردی وړتیاوو د پرمختګ څارګر دی وایې،” د استرس اصلي ریښه هغه کارونه دی چې په اړه یې اندیښنه کوو. که غواړي په پروژه مو کار وکړی او ټول کارونه په یوه  وخت کې سرته ورسوی استرس له تاسو څخه پښي سپکوي.” موخې مو په کوچنیو برخو، او ریښتني لید بدلې کړی او هر ځلي یوازي یوه برخه سرته ورسوی.

د عصب پيژندنې علم وایې، کله چې تاسو د یو کار کوچنی برخې سرته رسوی په عصابو کې د دوپامین  هورمون ازادیږې، د دوپامین تولید تمرکز زیاتوي او موږ د بلې مرحلې د سرته رسولو لپاره تشویق کوي.

ـ ناهیلي نه شئ

ناهیلي…

موخې ته د رسیدو لپاره ستراتیژي ولری، اما تل بدلون ته تیاری ونیسی، ځکه ټول شیان د مخ لید وړ نه  دي. توماس د ارواپوهنې لوی عالم وایې، ما ماتې ونه منله، یوازي لس زره داسي لاري مې کشف کړي چې ځواب یې نه ورکاوه، زموږ د ضعف لوی ټکې زموږ تسلیمیدل دي. یوه باوري لار د دي لپاره چې په کسب کې بری تر لاسه کړو د دي ویل “ دا ځل بری مومم” دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *