دا ۷ لارې مو درته شرحه کړې دي، کولای شي ستاسې په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کړي. امتحان یې زیان نه لري!
ډېری وخت مو دا عادت شوی دی، چې ځانونو ته د نورو په نظرګورو او پېژنو، په دې ډول که هغوی موږ ته ښه نظر نه درلود، زموږ په نفس باندې باور تر ډېرې اندازې کمېږي. که چانس له موږ سره یاري وکړي او د چا موږ خوښ شو، ځان راته ډېر لوړ او لوی ښکاره شي. خو دا په یاد ولرئ، چې زموږ خپل درک د نور له فکر نه په موږ باندې ډېر تاثیر لري، ځکه خلک هماغه ډول موږ ته فکر کوي؛ څنګه چې موږ د ځان په اړه فکر کوو. ډېری داسې موضوعات شته چې زموږ تر کنترول لاندې دي او کولای شو د هغه په مراعت کولو سره زموږ په نفس باور زیات کړي.
دا ۷ لارې مو درته شرحه کړې دي، کولای شي ستاسې په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کړي. امتحان یې زیان نه لري!
۱ – مناسبې جامې واغوندئ
کله چې تاسې ښه ښکاره شی خلک به تاسې ته په بېل نظر ګوري. له حمام کولو د وېښتو او صورت جوړل، د مناسبو جامو اغوستل او تمیز کولای شي، له تاسې سره مرسته وکړي چې په خپل نفس مو باور ډېر شي. خو ځان ښایسته او اراسته کول پدې مانا نه دي، چې زیات پیسې په ځان مصرف کړی. کولای شی د ډېر قیمت لرونکو جامو په ځای مناسې او ارزانه بیه جامې واخلی. او لدې کار سره مو خپل ظاهر ښکلی کړئ.
۲ – درېدلو ته پام وکړئ
که په سستۍ او بې حالی له پرتو اوږو سره خبرې وکړی، هغه څه چې تر سره کوی یې، ورسره مینه او علاقه ونه ښيي او له خپل ځان سره مینه ونه کړی، دا پدې مانا ده، چې تاسې په خپل نفس په کافي اندازه باور نه لری. د خبرو کولو په وخت کې نیغ ودېږئ، سر مو پورته ونیسئ او د سترګو اړیکه رامنځته کړئ. لدې کار سره به نه یوازې د نورو په زړونو کې د ځان له پاره مثبت فکر رامنځته کړی؛ بلکې ډېر ښه احساس به مو د ځان له پاره رامنځتهکړی.
۳ – په کتار، ردیف کې مخکې ودېږئ
ځینې خلک په ښوونځۍ، اداره او جلسو کې داسې کوي، د قطار په اخر کې ودېږي، ځکه چې د چا ورته پام نه شي،لدې امله چې له خلکوورېږي او په ټوله کې په ځان باور نه لري. پرېکړه وکړئ، چې د هغه د رفع له پاره د قطار په سر کې ودېږئ او په خپلې وېرې مو برلاسي شئ. او بل ټکی چې د په نفس د لوړ باور خلک په لاره چټک ځي، هغوی تل د ځان د تللو او لیدلو له پاره ځانته ځای ګوري. حتا که بېړه نه لری، له انرژی سره حرکت وکړئ، دا ددې لامل کېږي چې مهم په ښکاره شی.
۴ – په لوړ غږ خبرې وکړئ
که دکومې ټولنې غړي یاست او په لوړ غږ له خبرو کولو نه وېرېږی همدا اوس پیل وکړئ. هڅه وکړئ، چې یو ځل هم په غونډه کې په لوږ غږ خبرې وکړی؛ لدې لارې نه یوازې به مو په ځان باور زیات شي، بلکې دخپلو ملګرو په منځ کې به محبوب او مشهور شی.
۵ – د ځان ویناوال اوسئ
۳۰ تر ۶۰ ثانیو وینا کول چې ستاسې هیلې او موخې پکې دي، په کاغذ ولیکئ او هغه د آینې مخې ته په لوړ غږ سره د یوه ویناوال په توګه ووایئ. حتا کولای شی، په خپل ذهن کې هغه تکرار کړی. شاید دا کار تاسې له پاره حیرانونکی او د خندا وړ وي، خو باور وکړئ، کولای شي دا کار ستاسې په نفس باندې باور په لوړولو کېتاسې ته حیرانونکی وي.
۶ – منندوی اوسئ
ددې په ځای هغه شیانو چې نه یې لری او یاهم په خپلو کمزو ټکو باندې تاکید وکړی، هغه څه چې لری هغه لېست کړئ او په هره ورځ کې مو د مننې او شکر ایستلو له پاره وخت وټاکئ. خپل تېر بریالیتوبونه، وړتیاوې، مثبت ټکي مو تل ځانته تکرار کړئ.
۷ – د نورو صفت وکړئ
کله چې موږ نسبت ځان ته مثبت احساس نه لرو، د نورو په رټلو او غیبت پیل کوو. د بدلون له پاره دا باید زده کړئ، د نورو صفت او د اوازې د خپرولو نه ځان وساتئ. د نورو له ښه ټکو نه مو په ځان کې بهترین شیان وینی. او د نورو بهترینو خلکو څخه زده کړه وکړئ، دا د نورو صفت کول به مو په ځان باور زیات کړي.
سرچینه: aftabir.com
ډير امکان لري چې د مکارم الاخلاق کتاب نوم مو اوريدلئ دغه کتاب په معنوي، فرهنګي، تيوريکي او نظري لحاظ د نفس په باره کې بل څه وايي. دلته د نفس تعريف او معنا د انسان په ژوند کې هغه برخه ده چې کله ناکله د فراط له غرونو هم اوړي او دومره سرکشه کيږي چې په ټولنه کې د استعمار او اسعباد سبب ګرځي بنابران دا پېچلئ بحث ده او دومره مجهوله بڼه نه لري چې يوازېې ادت، جامې. کتار ،غيبت او داسې نور احتوا کړي