د ښوونځي زده کوونکو لپاره
لیکنه: کیډهیلت ټکی اورګ (د ماشومانو په برخه کې د متخصصینو پاڼه)
تاسو څنګه بایسکل چلول زده کړل؟ خامخا به یو چا د بایسکل چلولو لارې چارې درښودلي وي او وروسته به تاسو ډېر تمرین کړی وي، تاسو کولای شئ خپل درسونه هم په عیني طریقه زده کړئ. هیڅوک داسې نه دی زېږدلی چې په دې وپوهیږي چې څنګه درس وواي. تاسو کولای شئ د درس ویلو ځینې مهارتونه زده او هغه تمرین کړئ.
ولې د درس زده کولو پر مهارتونو کار کوئ؟ دا به ستاسو ��ره مرسته وکړي چې درسونه په اسانه طریقه زده او په ټولګي کې وځلیږئ، په ځانګړي ډول هغه مهال چې تاسو ثانوي او د عالې لیسې کچې ته پورته کېږئ.
دلته شپږ ګامونه دي چې ستاسو سره په ښه طریقه درس ویلو کې مرسته کوي:
په ټولګي کې پوره پاملرنه وکړئ
ښه یاداښتونه واخلئ
تر ازموینو وړاندې د درس ویلو پلان جوړ کړئ
هر څه اسان کړئ ( که چیرې تاسو د زده کولو لپاره ډېر شیان په مخکې لرئ، هغوی پر وړو وړو برخو ووېشئ)
که یو ځای بندېږئ او ستونزه لرئ پوښتنه وکړئ
د شپې له خوا ښه ټینګ خوب وکړئ
پاملرنه وکړئ: ښه زده کړه په ټولګي کې شروع کیږي
کله چې تاسو په ټولګي کې پوره پاملرنه وکړئ او ښه یاداښتانونه واخلئ، نو د درس ویلو او زده کولو پروسه همدلته شروع کوئ.
آیا تاسو په ټولګي کې درس ته په پام نیولو کې ستونزه لرئ؟ آیا تاسو د یوه غالمغالي کس څنګ ته ناست یاست؟ آیا تاسو ته د تختې په لیدلو کې ستونزه ده؟ هڅه وکړئ چې په ټولګي کې پر یو داسې ځای کښېنئ چې تاسو وکولای شئ درس ته مو پوره پاملرنه وکړئ، د هغه ستونزو په اړه چې تاسو په ټولګي کې درس ویلو ته له پاملرنې او نوټ اخیستلو راګرځوي له خپلو ښوونکو، میندو او پلرونو سره خبرې وکړئ.
ښه یاداښتونه اخیستل ستاسو زده کړه اسانوي
نه پوهیږئ چې څنګه ښه یاداښتونه یا نوټ واخلئ؟ هغه ټکي او جزیات ولیکئ چې ستاسو ښوونکی یې یادونه کوي یا یې د تدریس په وخت کې پر تخته لیکي. ډېره هڅه وکړئ چې نوټونه مو په ښکلي لیک ولیکئ چې بیا یې وروسته د درس ویلو پر وخت ولوستلای شئ. په دې برخه کې تر ټولو ښه لار دا ده چې نوټونه او یاداښتونه، صنفی او وروستۍ ازموینې مو د مضمونونو پر وېش عیارې کړئ.
له وړاندې پلان جوړ کړئ، تاسو به خوښ یاست
د شنبې د ازموینې لپاره درس ویلو ته د جمعې تر مازیګره انتظار کول ښه کار نه دی، دا ستاسو په زده کړه کې ستونزې رامنځته کوي. موږ همېشه پر دې پښېمانه یو چې کارونه مو پر وخت نه کوو او هر څه وروستۍ شېبې ته پرېږدو. د دې ستونزو د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لار له وړاندې پلان جوړول دي.
یوه ښکلې کالیزه پیدا کړئ چې ستاسو د خوښې رنګونه او تصویرونه ولري، او خپل د ازمینو او کورني کار نیټې په کې په نښه کړئ، تر دې وروسته پلان جوړ کړئ چې هره ورځ تر ښوونځي وروسته څومره کار وکړئ او پر هره موضوع څومره وخت تېر کړئ.
آیا د ښوونکي له خوا درکول شوي درسونه او اضافي فعالیتونه مو د درس یادولو په مخ کې ستونزه جوړوي؟ د خپلې مور یا پلار یا هم د کورنۍ له نورو مشرانو څخه په دې اړه پوښتنه وکړئ چې خپلې چارې څنګه تنظیم او کوم کار کله وکړئ.
وېش وکړئ.
که چیرې ستاسو په مخکې د زده کولو او تمرین لپاره ډېر څه پراته وي، هغوی پر وړو برخو ووېشئ. د مثال په ډول تاسو یوه صنفي ازموینه لرئ چې۲۰ لغاتونه باید یاد او لیکلای شئ.
د دې پر ځای چې د دې ټولو لغاتونو په اړه پر یوه ځای فکر وکړئ، هڅه وکړئ چې دا شل لغاتونه د پنځو پنځو دانو پر وړو ګروپونه ووېشئ او پر هره شپه د هغوی پر یوه یا دوو برخو کار وکړئ.
په دې اړه اندېښنه مه کوئ چې په لومړي ځل لوستلو یو څه نه شئ یادولای، دلته ستاسو لپاره په کار ده چې تمرین وکړئ. هر څومره چې تاسو یو څه تکراروئ هغومره به ستاسو په ذهن کې کښېني.
همدارنګه د ځنیو مضامینو لکه جغرافیې د زده کړې لپاره له نقشو څخه ګټه اخیستلای شئ.
د درس د وېشلو یوه بله ښه لار دا ده چې تر ازموینې یوه شپه وړاندې د درس ویلو پر ځای هره ورځ په مسلسله توګه درس ووایاست. تاسو کولای شئ هر وخت خپل نوټونه او یاداښتونه ولولئ او بیا ځلې یې وګورئ، که چیرې ساینس او ریاضي لولئ نو هره ورځ یو څه تمرین وکړئ.
هره شپه باید څومره درس ووایاست؟ ستاسو ښوونکی په دې برخه کې ستاسو سره مرسته کولای شئ چې مشوره درکړي، د ډېرو خلکو ذهن داسې وي چې تر پنځه څلوېښت دقیقې زیات پاملرنه نه شی کولای. که چیرې تاسو ډېر کار کړی وي، او فکر کوئ چې نور نو درس ته پاملرنه نه شئ کولای، هڅه وکړئ چې یوه دمه واخلئ، اوبه وڅښئ او یا په کور کې شا او خوا قدم ووهئ. یوازې له دې سره مبارزه وکړئ چې زړه مو وغواړي ټلویزون چالان کړئ او یا هم نور کار بس کړئ.
پوښتنه وکړئ
که چیرې تاسو په خپلو درسی موادو نه پوهیږئ نو موثره زده کړه نه شئ کولای. له خپل ښوونکي څخه د هغه څه په اړه پوښتنه وکړئ چې تاسو ستونزه په کې لرئ او یا نه په پوهېږئ.
خپل ځان داسې ازمایلای شئ چې خپل یاداښتونه او نوټونه تر نظر تېر کړئ او وګورئ چې آیا مانا لري که نه؟ که نه په پوهیږئ له ښوونکي سره یې شریک کړئ چې درسره یې ولولي. که چیرې په کور کې یاست او په درس ویلو کې له ستونزو سره مخ کېږئ له خپلو مشرانو پوښتنه وکړئ.
ښه ټینګ خوب وکړئ
ښه نو سبا ازموینه لرئ او تاسو له خپل درسي پلان سره سم درس ویلی دی، خو یو ناڅاپه داسې کیږئ چې هیڅ نه شئ یادولای، حتی ۲+۲ هم نه شئ یادولای.
په دې وخت کې ستاسو اعصاب یو څه وخت غواړي چې دا هر څه ځای پر ځای کړي.
هڅه وکړئ چې د شپې ښه سم او ارام خوب وکړئ، تاسو به سبا سهار حیران شئ چې څه مو لوستي ټول مو یاد دي.
دا لیکنه په ګرداب کې خپره شوې.