ګل محمد بلوچ

د بدلون اوونیزې دوهمه ګڼه –

موږ ټول ژوند کوو، خورو او څښو، ویدیږو او پورته کیږو، له نورو سره ناسته پاسته کوو، خو آیا ښه ژوند کوو؟ او آیا په حقیقت کې د ژوند په معنا پوهیږو؟ ځینې وخت د ژوند څخه غافل یو او یوازي هره ورځ تکراري کارونه کوو؟

که غواړئ چې وجدان مو راضي او د ښه ژوند څخه خوند واخلئ، نو دغه شل جملې ولولئ او په خپل ژوند کې يې عملې کړئ:

۱- د نن په اړه فکر وکړئ، پرون ولاړ او یوازي يي تجربه در سره پاته ده، سبا تر اوسه نه دی راغلی او د سبا په اړه تشویش درلودل بې معنا دی.

۲- هميشه د ژوند مشکلاتو ته غيږ پرانیزئ او د مشکلاتو له پیدا کيدو سره تيښته مه کوئ، مبارزه ورسره وکړئ.

۳- خپل هر بریالیتوب له ځان سره یاداښت کړئ او ور باندي خپله اراده قوي کړئ.

۴- له ټولو انسانانو سره مینه وکړئ او مینه کول دلیل نه غواړي.

۵- له ځانه سره مینه وکړئ او د ځان درناوي او د وجدان خوشاله کولو لپاره کوښښ وکړئ.

۶- د چاپيريال خلک مو چې هر ډول وي و یې منئ.

۷- مهربان اوسئ او له نورو سره مرسته وکړئ.

۸- ځان له چا سره مه پرتله کوئ او له چا سره رقابت هم مه کوئ، ځکه رقابت کرکه زېږوي.

۹- ټولو ته پرته له توپیره درناوی ولرئ او ټولنیز موقف يې په نظر که مه نسئ.

۱۰- د نورو په منفي ټکو پسي مه کرځئ، ځکه بیا د کرکې سبب ګرځي او له کرکې سره خوشحالي کمیږي.

۱۱- ځان ته هدف وټاکئ او هدف ته د رسيدو لپاره پلان جوړ کړئ او د هدف په درلودلو سره د ښه ژوند خاوند کیدای سئ.

۱۲- په ټولنیزو کارونو کې هميشه باور ولرئ او خیانت مه کوئ.

۱۳- خپل ضعیف ټکي پیدا کړئ او د لیری کولو لپاره يې هڅې وکړئ.

۱۴- هميشه اعتدال خپل کړئ او منځلاری اووسئ.

۱۵- له نورو څخه زیاتې خبرې واورئ او مشوره ور څخه واخلئ، خو په آخر کې يې خبرې او مشوره تحلیل کړئ او د تحلیل نتیجه عملي کړئ.

۱۶- عادت کړئ، چې مثبت ګرا اوسئ، مثبت فکر ولرئ اوهميشه مو غوښتنه هم باید مثبته وي.

۱۷- په تصمیم نیولو کې فکر وکړئ، په عملي کولو کې يې ژرعمل وکړئ او ځیني وخت په لویو تصمیم نیولو کي پر خپلو همفکرانو باندي تکیه وکړئ.

۱۸- په اونۍ کې یو یا دوه ځلي په شنو سیمو کې تفریح وکړئ.

۱۹- له ځان او نورو سره صادق اوسئ او خپل دښمنان هميشه وبخښئ.

۲۰- هر وخت زده کړه وکړئ او له زده کړې څخه لاس مه اخلئ، ځکه علم هیڅکله تاوان نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *