په طبیعي توګه غوسه (غصه) د مغزو دردناک حالت دی چې د دې حالت په رامنځته کیدو سره د بدن ټول غړي ناارامه کیږي. د ساینسي معلوماتو له مخې دا ثابته شوې چې غوسه د انسان د احساساتو نه رامنځته شوې هغه حالت دی چې په وجه یې د انسان د وینې فشاړ لوړیږي.

مغزو ته د وینې جریان زیاتیږي او د انسان مغز د بدن نورو غړو ته د پر ځای مشوري کولو نه عاجز پاتې کیږي. د څېرې د رنګ اوښتل، پر مخ د ګونځو خپریدا او د خبرو ګډوډیدا هغه نښې یا بدني بدلونونه دي چې د دې حالت سره رابرسیره کیږي.

دا چې د غوسې د پیښیدو لاملونه ډیر دی، نو په پوره توګه یې د حل په لارو چارې څیړل او معلومول هم ستونزمن کار دی. دلته صرف یو څومهمو ټکو ته اشاره کوو، کوم چې کولالی شي چې ددې ستونزې په هواری کې راسره مرسته وکړی. د اسلام ستر پیغمبر هم د غصې د کمولو لپاره تدابیر ښوولي دي. هغه مبارک وايی چې کله غصه شوئ نو که ولاړ وئ، ک

میوند مسعود
میوند مسعود

ښینې، که ناست وئ ، څملئ، که ملاست وئ نو اوبه وڅښئ.

له دې سره سره ننې ساینس هم دا ثابته کړې چې د غوسې پر وخت چوپ پاتې کیدل، له انسان سره دا مرسته کوي چې غوسه راکمه کړي. ب

اید کوښښ وشي چې د غوسې پر وخت تصمیم ونه نیول شي. چې دا کار د غوسې د کمښت او همدارز د بلې ناخوښې پیښې د رامینځته کیدو په مخنیوي کې مرستندويی کوي.

د بیلګې په توګه که د کار یا د اوسیدو په ځای کې پر چا غوسه وشي یا هغه ووهل شي ، او یا له کوم بل ناوړه برخلیک سره مخ شي ، نو دا امکان زیاتیږي چې دا کړنه په راتلونکی کی نورې ستونزې پیدا کړي.

د پیښې شوي ستونزې په اړه باید د کورنۍ له غړو په ځانګړی ډول له خپلې میرمنې او ملګرو مشوره وشی چې دا کار غوسه او اوږده زړه تنګي له مینځه وړلی شي.

د غوسه کیدو پر وخت مو په یخو اوبو لاس او پښې ووینځۍ چې دا کړنه په وجود مخ او مغزو نیغه اغیزه لري. او غوسه مو راکموي.

میوند مسعود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *