عبدالقادر صائب –
د افغانانو جنګي ماهیت (فطرت):
افغانان په فطري ډول جنګیالي دي. د دوی دغه د جګړه مارۍ ماهیت او د نورو نه زعمل له دین (اسلام) څخه سرچینه نه اخلي، بلکې هره نوې ایډیالوجي او نوې پدیده، چې د دوی له شته ټولنیزو نورمونو سره په ټکر کي وي، ورته پردۍ او نه منونکې وي. د دوی دا جنګي طبیعت په اصل کي د دې خاورې دوچ او زیږ محیط له امله ده سي دوی یې په ذهني ډول دښمنۍ او جګړه کولو ته برابر کړي دي.
دوی تر دې وړاندي سي مسلمانان و اوسي او دښمن یې یهود یا نصرانیان وي (د بیلګي په ډول: سکندر\ الیکسینډر او سیروس\ کوروش)، ډیري سختي او د هاغه وخت له زبر ځواکونو سره جګړې کړي دي. دا لړۍ بیا د اسلام له فتوحاتو سره هم وا نه وښته او نه هم تر نن ورځي پوري پکي زیات او اساسي بدلون راغی.
دا چي ځیني خلک باور لري چي افغانانو، په تیره بیا پښتنو، د اسلام حقانیت په ډیره آسانۍ سره درک کړ او بې له کوم جنګ او جنجاله یې هغه ومانه، یا خو د تاریخ مطالعه يې کمزورې ده او یا په لوی لاس له تاریخي حقایقو څخه سترګي پټوي.
دوی (افغانان) دا هم نه ګوري سي جګړه یې په نهایت کي د چا په ګټه تمامیږي او لوبه څوک پر مخ بیايې، بلکه دوی په هر وخت کي د لوبې ګټي وي او د اور پیلوځي سي وروسته د خپلو ټپونو او دردونو د درملولو وس او توان هم په لاس کي نه لري او ډیری وخت د خپل درد دوا له خپل دښمن څخه غواړي!!!
که غواړو خپل ولس له جګړې او ویني تویوني څخه را وګرځوو او له دې زیږ محیط سره د چلند کولو مثبته تجربه ورته ور زده کړو؛ نو لمړی باید د هوسا او مرفه زوند له وسائلو سره یې آشنا کړو، د علم او پوهي وسائل او لاري ورته مهیا کړو، د دنیا د جګړو او سولې له جریانونو یې خبر کړو، په شته نړیوالو او حاکمو واقعیتونو یې و پوهوو، د خپلو او پردو تر منځ توپیر ورته څرګند کړو او بالآخره خپلو توانونو او ځواکونو ته یې متوجه کړو تر څو په دې وپوهیږي سي د نړۍ د ټولو ولسونو برابرول د دوی ټیکه نه ده. دا چاره که څه هم ډیر وخت او زیار ته اړتیا لري، خو ناشونې نه ده او یو پاخه عزم او ملي روحيې ته اړتیا لري.
د سرلوړي او پر ځان بسیا افغانستان په تمه…!