ژباړه: محمد اکبر حقمل
په یاد ولرئ «خوښي په حقیقت کې ارمان او هیلې ته رسېدل دي» که چېرې رڼې او څرګندې موخې ولرئ، نو د ټولې نړۍ او ځان پروړاندې به یو ښه او خوشحاله احساس ولرئ، فکر به مو مثبت وي او د هرڅه په وړاندې به غوره فکر کوئ. همدارنګه له خپلو هیلو او ژوند څخه به خورا خوښ واوسئ هر سهار به له یوې ښې انګېزې سره له خوبه پاڅئ او له غوره احساس سره به په خپلو کارونو پیل کوئ ځکه پوهېږئ به، چې د هغه څه پر لور خوځښت کوئ کوم څه، چې درته ارزښت لري.

له ځان سره مو ژمنه وکړئ، چې د خپلې وړتیا په کچه به په خپله راتلونکې جوړونه فکر کوئ. هېر نکړئ، چې ستاسو راتلونکې ورځې ستاسو د ژوند تر ټولو غوره ورځې دي. کېدای شي ستاسو د خوښۍ ترټولو غوره ورځې په لاره وي او ستاسو راتلونکې ورځې له تېرو شوو ورځو غوره وي. هېڅ ټاکلی برید شتون نه لري. هرڅومره، چې د خپلې راتلونکې پروړاندې لوړ فکره او ریښتیني واوسئ په همغه کچه به یې لاسته راوړنې ولرئ.

تر ټولو اړینه داده، چې څومره مو وس وي همدومره ژر خپل ځان وپېژنئ او خپلې وړتیاوې مو وځلوئ. ځکه هر څوک وړتیاوې لري اما ترې خبر نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *