عبدالحق سمون

لاندې ټکي په ترتيب سره پر ځان عملي کړئ او پايله يې وازمايئ.

1. تياری: ځان ډاډه کړئ چې د ازموينې لپاره مو بشپړ تياری نيولی دی او اړونده توکي؛ لکه: قلم، کتابچه يا پنسل او پنسل پاک، يوه تشه پاڼه، کورنۍ دنده، ازموينې ته د ننوتلو پېژندپاڼه (ID Card)، او نور مو برابر کړي. د ازموينې پر وخت د وروستيو شېبو هڅه به مو په ازموينه کې له فشار سره مخ کړي او هم کېدای شي ستاسې حافظه له ستونزو سره مخ کړي. په دې مانا هر هغه څه مو چې زده کړي وي، له ياده به مو ووځي. نو ښه داده چې د ازموينې له پيل کېدو مخکې لږ تر لږه يو يا دوه ساعته  مطالعه ونه کړئ او ماغزه مو تازه وساتئ.

2. خواړه: ازموينې ته له تللو مخکې انرژي برابروونکي خواړه وخورئ او په ورته وخت کې له هغه خوړو څخه په کلکه ډډه وکړئ چې پر معده او ګېډه مو بوج راولي او خوب خواته مو وړي. هيڅ کله په وږې ګېډه ازموينه مه ورکوئ، دا ځکه چې د ازموينې پر وخت به مو، د ازموينې په پرتله ګېډې ته پام وي.

(که شونې وي) د ازموينې له پيل مخکې تازه او پروټين لرونکې مېوې وخورئ. همداشان د ازموينې پر وخت يو بوتل اوبه له ځان سره وساتئ او د اړتيا پر وخت ترې ګټه واخلئ.

3. استراحت: له ازموينې مخکې استراحت کول هم ډېره ګټه لري. هيڅ وخت د ازموينې پر وخت د زده شوو مالوماتو سربېره د نورو مالوماتو په لټه کې مه اوسئ. پر خپلې زده کړې ډاډه اوسئ. د ازموينې له پيل مخکې څو ژورې سا (تنفس) واخلئ. ستومانه ماغزه به مو تل له فشار سره مخ کړي، نو ښه به دا وي چې ازموينې ته په تازه ماغزو لاړ شئ. هيڅکله د هغه لوستونو په باره کې فکر ونکړئ چې مو زده کړي نه دي، ځکه دا کار به مو يوازې دا نه چې کومې ځانګړې موخې ته ورسوي، بلکې نور هغه څه مو چې زده کړي دي، له ياده وباسي.

4. پلان: کله مو چې د ازموينې پاڼه ترلاسه کړئ، ټولې پوښتنې په ځير سره ولولئ. (په ياد ولرئ هيڅکله د هغه پوښتنې په اړه چې ځواب ورته نه لرئ، فکر ونه کړئ، ځکه اوس ډېر ناوخته دي، دا کار به مو ټوله حافظه درپاکه کړي او پاتې اسانې پوښتنې به هم په سمه توګه حل نه کړای شئ). د ښوونکي له خوا ورکړل شوی وخت د پوښتنو سره په اړيکه کې ډلبندي کړئ، يانې هرې پوښتنې ته مو د پېچلتيا سره سم ټاکلی وخت ورکړئ. اوس نو له اسانې پوښتنې پيل او پر پېچلې پوښتنې پای وکړئ. لومړی هغه پوښتنې چې اسانه وي حل کړئ او پېچلې پوښتنې په پای کې حل کړئ. که چېرې د سختې پوښتنې په حل کولو بوخت شئ نو درکړل شوی ټول وخت به مو له لاسه ورکړئ او په پای کې به د اسانو پوښتنو د حل کولو لپاره هم وخت ونه لرئ.

5. تکرار: د ازموينې په پای کې خپل ټول ځوابونه له پوښتنو سره په اړيکه کې يوځل بيا وګورئ چې کوم ځواب مو نيمګړی او يا هم پاتې نه وي. ډاډه اوسئ چې په هر ځل تکرار مو ځوابونه لا پياوړي کېږي.

6. له ازموينې وروسته: زياتره زده کوونکي او زده کړيالان له ازموينې وروسته له ټولګيوالو سره د ازموينې د پوښتنو پر ځوابونو بې ځايه وخت تېروي او پرته له دې چې د ازموينې پايلې ته په تمه اوسي، د نورو زده کوونکو او زده کړيالانو د ځوابونو په اړه فکر کوي. او داسې انګېري چې ګواکې زما ځوابونه به ناسم وي او د پلانکي به سم وي. اوس نو دا هيڅ ګټه نه لري، ځکه په دې اړه فکر کول له هغه وخت سره سم له منځه لاړل کله مو چې د ازموينې پاڼه ورکړه. تل داسې فکر وکړئ چې ورکړل شوي ځوابونه مو سم دي. او راتلونکي ازموينې ته تياری ونيسئ.

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *