مسعود احمد نصیر
د اوریدلو مهارت د یوی ژبی د مهمو مهارتونو څخه شمیرل کیږی، د ښه او په ځای ځواب ورکول لپاره تاسو ته لازمه ده چی یو ښه اوریدونکی و اوسی. د اوریدلو مهارت لرل یو معمولی او اسانه کار ښکاری مګر هغه خلک چی دا مهارت لری د ګوتو په شمار دی.
څیړنو دا جوته کړیده چی ډیری اوریدونکی یواځی ۵۰٪ د محاوری په ذهن کی ساتی او پاتی ۵۰٪ یی له یاده اوځی، نو اوس فکر وکړی که چیری تاسی له خپل مشر، همکار، او یا هم اخیستونکی سره د لسو دقیقو لپاره خبری کړی وی نو تاسو به یواځی پنځه دقیقی اوریدلی او په ذهن کی ساتلی وی او همدارنګه مقابل لوری! دا د واخطایی خبره نه ده په افهام او تفهیم کی دا ستونزی ډیر ځل را ولاړیږی.
ددی لپاره چی یو ښه اوریدونکی و اوسی باید د یو فعال اوریدونکی مهارتونه و ازمایی د یوه فعاله اوریدونکی پنځه مهارتونه دی چی باید کار پری وشی، ممکن د دغه مهارتونو څخه تاسی یو څه د پخوا مودی راهیسی عملی کوی خو تاسی اړ یاست چی باقی پاتی نور مهارتونه یی هم تطبیق او عملی کړی، همدا چی تاسی دغه طریقی وخت په وخت په کار واچوی نو د وخت په تیریدو سره به تاسی ته ډیره اسانه او عادی شی او له دی سره به تاسی دخپلو کارکوونکو ، اخیستونکو… په اړه به ډیر څه پوهی شی او محاوره به مو له دوی سره ډیره اسانه شی. هغه پنځه مهارتونه په لاندی ډول دی:
- ډیر متوجه واوسی:
په دی قدم کی تاسی دا زده کوی چی خبری کوونکی ته خپله ټوله توجه ډیره کړی همدارنګه خبری کوونکی ته باید د شفاهی او غیر شفاهی افهام او تفهیم له لاری احساس ورکړی چی تاسی په رښتینی ډول د هغه خبرو ته متوجه یاست او ارزښت ورکوی.
- دخبری کوونکی سترګو ته وګوری.
- بل هر ذهنی مصروفیت که لری وی دروی.
- کله چی هغه خبری کوی خپل ځواب مه تیاروی.
- ځان یقینی کړی چی محیطی عوامل ستاسو مزاحمت نه کوی.
- د خبری کوونکی غیر شفاهی محاوره (حرکتونه، اشاری، ..) یاداشت کړی.
- که د کوم ګروپ غړی یاست نو فرعی مجلسونه/خبری ترک کړی.
- ښه خبره ده که له ځانه سره یاداشت واخلی خو په عین وخت کی یی له نورو سره مه شریکوی.
- په فزیکی ډول ځان اوریدونکی وښایاست:
د محاوری په جریان کی داسی شفاهی او غیر شفاهی نښی ښکاره کوی چی ګواکی تاسی خبری کوونکی ته په کامل توجه سره غوږ نیولی.
- په لازم وخت کی سر وخوځوی.
- د خپلی څیری خاص حالت وساتی.
- خپلو حرکاتو ته متوجه و اوسی، او دا یقینی کړی چی ارام ناست یاست.
- واړه واړه تبصری/الفاظ لکه آه، هو، صحی… استعمالوی.
- د ضرورت په وخت کی لازمی پوښتنی وکړی.
- د موضوع د ښه پوهیدلو په منظور لټه وکړی:
کله کله تاسی پیغام ترلاسه کوی خو معنی ورڅخه غلطه اخلی، خو په حقیقت کی هغه صحی او په ځای خبره وی، مخکی له دی چی د یوی خبری په وړاندی غبرګون وښایی، لازمه ده ځان په لاندینی طریقو سره یقینی کړی:
- ځان یقینی کړی چی پیغام مو صحی اوریدلی لکه ووایاست (که ما صحی اوریدلی وی تا وویل چی …)، یا (زه فکر کوم ته وای چی …)، یا (ایا دا خبره رښتیا ده چی …).
- داسی پوښتنی وکړی چی د خبری کوونکی هدف پکی څرګند شی لکه ووایاست چی (ایا ته ما ته نور جزیات د … موضوع په اړه راکولای شی، یا ووایاست چی (تا وویل چی … مطلب دی څه وو؟)
- څه چی مو نا څاپی واوریدل ژر یی خلاصه کړی تر اخره انتظار مه کوی ممکن هیر مو شی.
- په خبرو کی بی ځایه مداخله مه کوی:
د خبری کوونکی په خبرو کی مداخله کول ښه پیغام یا نتیجه نلری یواځی ستاسی د پوهیدنی چانس کموی، او دا ځکه چی خبری کوونکی ستړی کیږی، بل دا د ځان لپاره په ګوته کړی چی پوښتنه به د خبرو په جریان کی کوی او یا د خبرو په اخره کی؟
- په خاص شکل ځواب ورګړی:
کله چی په فعال ډول غوږ نیسی نو تاسی باید خبری کوونکی ته د عزت په سترګه وګوری، همدارنګه باید هغه معلومات لاسته راوړی چی خپل ځواب ورڅخه برابروی، یو ځل مو چی د ضرورت وړ معلوم��ت لاسته راوړ نو باید خپل ځواب ترتیب کړی، کله چی د خپلو خیالاتو اظهار کوی باید:
- رښتینی و اوسی.
- متقابل احترام وساتی.
- او په خورا فکر او دقت خبری وکړی.
په درنښت
مسعوداحمد ناصر
۲۷/۱۱/۲۰۱۲۴