ډېری وخت پرته لدې، چې کومه ستونزه مونږ ته پیدا شوې وي؛ یو ډول پرېشانه خفه مالومېږو؛ سر مو په درد وي؛ نارحته وو. کله چې پرمونږ فشار راځي؛ خامخا به تر شا یو لامل لري؛ خوکله کله پرته له کومې ستونزې هم ناراحته کېږو؛ ممکن یابه کومه وړه خبره پسې ګرځو یابه د یوچا ناوړه کړنې خوند نه راکوي، بلاخره خبره تر دې حده رسېږي، چې اکثره وخت مونږ یوازیتوب غوره کړو.

کله چې غمجن شو ژر تر ژره باید تصمیم ونیسو؛ یانې ځان باید خوشحاله کړو؛ خو دا چې ځان باید څنګه خوشحاله کړو؟ لاندې ځینې اولیه سپارښتنې باید په پام کې ولرو. لمړی به حمام وکړو غاښونو به مو پاک پرېمینځو یانې بدن ته مو باید توجه وکړو؛ ورپسې به پاکې سوتره جامې واغوندو؛ بېرون ته به راووځو که چېرې شنه منظره وه هلته به ځو؛ که نه وه؛ شنه آسمان ته باید وګورو؛ یا هم د شنو منظرو ښلکي ښکلي انځورونه وګورو؛ د ارواپوهنې د نظر خاوندان په دې اند دي، چې شنو رنګونه ته کتل انسان ته سکون ورکوي. کله چې آزادې فضاء ته والاړو؛ هغه که دکور انګړ هم وي؛ پروا نه لري؛ شل دقیقې یا کم زیاد به قدم ووهو، په قدم وهلو کې باید خپلې هغه خاطرې راپه یاد کړو؛ چې ډېر مو ورته خندلي وي، که مو کومه خاطره راپه یاد نشوه بیا نو لازمه ده، چې په درغو موسکا وکړو په بله وینا خوله باید موسکنی ونیسو ځکه چې دا موسکا حقیقي موسکا ته لار برابروي.

پوهېږئ! مونږ موسکا ته نظر نه کوو، خو اروا پوهان وایي د ژور خفګان په وړاندې ښه مبارز مسکا ده؛ مسکا څېره ښکلې کوي او له ګړندي زړښت څخه یې ساتي. یوه موسکا مو د ژوند ډېرې ناخوالې له منځه وړلی شي، که یو څوک له مونږ څخه خفه وي؛ خو کولی شو د یوې موسکا په زور هغه له ځان سره په خولا کړو، په موسکا کې دومره زور دی، چې په زړونو باندې حکومت کوي، موسکا زړونه رام کوي، فرض کړئ که یوې نجلۍ کوم هلک ته خندلي وي، یا برعکس خو ددوی له ذهن نه به ټول شی ووځي، خو هغه لمړۍ موسکا به یې تل تر تله په ذهن کې ګرځي.

زما یوه تجربه به درسره شریکه کړم زمونږ یو ملګری ډېر خاندي که ښه خبره وي که بده دی ورته خاندي تل یې خوله کش نېولې وي؛ زه کله کله ورته وایم ته رواني ستونزې لرې خو دهغې خندا عادت ګرځېدلی دی، کله چې مجلس ورسره وکړې خندوي دې، دهغه سره مجلس ډېر خوند کوي، په ژوند کې ممکن د هغه سره څوک په تنګ نشي، په هر صورت که مو په دې سره هم رواني فشار ورک نشو یانې غم مو لږ زره زیات ؤ، بیا نو لازمه ده یو څو داسې وېډیوګانې چې صرف خندا پکې وي، داسې خندا چې تاسې هم باید وخندوي، معمولا د ښځینوو خنداګانې کولی شي مونږ وخندوي؛ پاتې د نه وي چې د ما شومانو خنداګانې هم ډېر اغېزناکې وي، مونږ باید څو وېډیوګانې په خپل مبایل یا کمپیوټر کې وساتو، هر وخت چې ستونزه راته پیدا شي، یو ځل سر ورښکاره کړو.

ځینې کسان وایي موسقي د روح غذا ده، دوی تېروتي دي؛ اصل کې شعر د روح غذا ده، تاسې یې تمرین کړئ؛ هغه موسیقي چې پرته له شعر څخه غږول کېږي ممکن دویم ځلي یې وانه ورئ، دامنم که کوم غمګین ساز وي یو وخت به هغه راباندې ښه ولګېږي؛ خو په عموم کې موسیقي ذهن ته زیان لري، که مونږ یو ښکلی شعر واورو یا یې ولولو شاید چې ذهن مو بلې خواته واړوي، او سکون وموو، خو موسیقي بیا زمونږ ذهن بلې خواته نشي بولی.

ذکر هم باید له یاده ونه باسو د ذکر په وسیله هم کولی شو سکون ومومو، یو شی، چې ډېر مهم دي، هغه د مذهبي مرکزونو سره اړیکه ده، یو ډېنمارکي لیکوال پدې اړه لیکي: هغه کسان چې له مذهبي مرکزونو سره اړیکه لري، نسبتاً هغه کسانو ته چې هېڅ داسې مرکزونو ته نه ورځي ژوند یې خوشحاله دی، ليکوال ډېره ښه خبر کړې ده، دا یو څرګند حقیت هم دی، که مونږ ځانو وژونکو پېښتو ته نظر وکړو د راپورونو پر بنسټ ویلی شو چې جاپان د نړۍ دویم هېوادی دی چې د ځان وژنې زیاتې پېښې په کې ثبت دي، ممکن ستر علت یې همدا وي، چې هغوی اکثراً په مذهب باندې باور نه لري. زمونږ ډېری ځوانان خپل راتلونکي ته اندېښمن وي، لږ نه ښه زیات اندېښمن وي، دا یوه تېروتنه ده، په ژوند کې ډېری خلک کامیابېږي، مخکې له وخته قضاوت ضرور نه دی، ممکن نه بلکي حتمن به مونږ هم په کامیابو کسانو کې راځو. یو شی به اخر کې ذکر کړو کړو هغه دا چې کله کومه ستونزه مونږ ته پیدا شي.

هر چاته ګیلې ګورمې باید ونه کړو، خپل نږدې ملګري ته یې ویلی شو، هغه ته چې کامیابې مشورې راکوي، هغه چاته یې باید ونه وایو، چې درته وايي هو ولا ستونزې شته دي، که ډېری خلک په ځان خبر کړو شاید چې مونږ خپل ځانته د یو بدبخت کس خطاب وکړو، ښه لاره داده چې صرف خپلو همرازو ملګرو ته خپلې ستونزې بیان کړو.

One thought on “څنګه کولی شو خپله پریشاني ژر ختمه کړو؟/ محمد هارون سمون”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *