ژباړه: وږمه ودرګ
موږ ټولو په ټولنيز ژوند كې داسې تېروتنې كړې چې زموږ د دوستانو، كورنۍ غړو يا ډېرو نږدې كسانو د ځورېدا لامل شوې دي.
په يوه ډله كې بې ځايه ټوكه، بې موقعې نيوكه، توهين، بې احترامي، د يو چا كم راوستل… تر ډېره همدا تېروتنې دي چې د دوو كسانو يا ډلې تر منځ د خپگان اصلي ريښه ځغلوي.
كله كېداى شي هغه تېروتنه چې زموږ تر نظر ډېره كوچنۍ راځي، زړونه مات كړي؛ يا يوه وړه غلطه خبره مو د مقابل لوري په زړه كې كينه رامنځته كړي.
په داسې وخت كې څنگه چلند وكړو؟ څنگه بښنه وغواړو؟
كه فكر كوئ چې په يوه “بښنه غواړم” ويلو سره به ستونزه ختمېږي او مقابل لورى مو مجبورېږي، چې تاسو وبښي او تېروتنه مو هېره كړي؛ نو سخت غولېدلي يى.
كه د خپلو اړيكو د بيا رغېدا غوښتونكي يى، نو اړينه ده چې په سمه توگه بښنه وغواړئ؛ د سمې بښنې غوښتنې لارې شپږ دي:
١- د خپگان څرگندول
٢- د دې توضېح چې څنگه داسې وشول
٣- د مسووليت منل
٤- د پښېمانۍ اظهار
٥- د جبرانولو وړانديز
٦- بښنه غوښتل
كه وخت مو كم دى، يا د ځينو دلايليو پر اساس نه شئ كولى چې پورته ټول موارد عملي كړئ، نو څېړنو ښودلې چې د بښنې غوښتنې مهمه برخه “د مسووليت منل” دي؛ د مقابل لوري پر وړاندې د دې منل چې تېروتنه مو كړې، ډېره مهمه ده.
هېڅكله د مقابل لوري د احساس لپاره بښنه مه غواړئ، بلكې يوازې د خپلو كړنو لپاره بښنه وغواړئ. لكه:
د دې پر ځاى چې ووايئ: “له دې چې په خبرو مې خپه كېږې، بښنه غواړم.”
ووايئ: “بښنه غواړم، ما ښې خبرې درته ونه ويلې.”
دويمه مهمه برخه “د جبرانولو وړانديز” دى؛ كه نه شئ كولى هغه زيان چې مو مقابل لوري ته رسولى، له منځه يوسئ، نو اړينه ده چې داسې كار وكړئ څو نوموړى زيان كم شي.
نور مهم ټكي د خپگان څرگندول، د دې توضېح چې څنگه داسې وشول او د پښېمانۍ اظهار دى.
د بښنې غوښتنې تر ټولو وروستى پړاو د “بښنې غوښتل” دي.
كه په رښتيا سره پر خپلو تېروتنو پښېمانه يى او د بښنې غوښتلو اراده لرئ، نو د ليكلي پيغام(اس ام اس) يا ايمېل اغېز كم دى، ځكه د مقابل لوري مو دا خوښېږي چې وويني يا واوري چې تاسو په رښتيا پر خپله تېروتنه خپه يا پښېمان يى.
كه بښنه غوښتل مو د مخامخ ليدو پر مهال وي نو اغېز به يې ډېر ښه وي، له دې سره تاسې خپل مقابل لوري ته د دې ډاډگيرنه وركولى شئ چې يو ځل بيا پر تاسو اعتبار كولى شي او له تېروتنې مو تېرېدلى شي.